ترجمة معاني سورة البلد باللغة البشتوية من كتاب الترجمة البشتوية

زكريا عبد السلام

الترجمة البشتوية

زكريا عبد السلام

آية رقم 1
90-1 زه قسم خورم په دې ښار باندې
آية رقم 2
90-2 په داسې حال كې چې ته په دې ښار كې اوسېدونكى يې
آية رقم 3
90-3 او په زېږوونكي باندې او په هغه باندې چې ده زېږولي دي
آية رقم 4
90-4 یقینًا یقینًا مونږ انسان په مشقت كې پیدا كړى دى
آية رقم 5
90-5 ایا دغه (كافر انسان) خیال كوي چې بېشكه شان دا دى چې په ده باندې به هیڅوك قادر نشي
آية رقم 6
90-6 دى وايي: ما ډېر زیات مال خرڅ كړى (لګولى) دى
آية رقم 7
90-7 ایا دى خیال كوي چې بېشكه دى هیچا نه دى لیدلى
آية رقم 8
90-8 ایا مونږ ده ته دوه سترګې نه دي وركړي
آية رقم 9
90-9 او یوه ژبه او دوه شونډي
آية رقم 10
90-10 اومونږ ده ته دوه لارې ښودلي دي
آية رقم 11
90-11 نو ده د غونډۍ په ختلو كې هېڅ تكلیف ونه وېست
آية رقم 12
90-12 او ته څه شي پوه كړې چې (ختل د) غونډۍ څه شى دى؟
آية رقم 13
90-13 خلاصول د څټ (ازادول د مريي) دي
آية رقم 14
90-14 او طعام وركول دي په داسې ورځ كې چې د لوږې والا ده
آية رقم 15
90-15 یتیم ته چې د خپلوۍ خاوند وي
آية رقم 16
90-16 یا مسكین ته چې په خاورو ككړ وي
90-17 بیا دغه له هغو كسانو ځنې وي چې ایمان يې راوړى وي او یو بل ته د صبر وصیت كوي او یو بل ته د مهربانۍ (او شفقت) كولو وصیت كوي
آية رقم 18
90-18 دغه كسان دښي اړخ والا دي
آية رقم 19
90-19 او هغه كسان چې زمونږ په ایتونو باندې كافران شوي دي دوى د چپ (ګس) اړخ والا دي
آية رقم 20
90-20 په دوى باندې به سرپوښ كړى شوى اور وي
تقدم القراءة