ترجمة معاني سورة الحج باللغة البشتوية من كتاب الترجمة البشتوية
زكريا عبد السلام
ﰡ
آية رقم 1
22-1 اى خلقو! له خپل رب نه ووېرېږئ، بېشكه د قیامت زلزله ډېر لوى شى دى
آية رقم 2
22-2 په هغې ورځ چې تاسو هغه ووینئ، چې هره تى وركوونكې به غافله شي له هغه (وړوكي) نه چې هغه ته تى وركوي او هره حمل والا به خپل حمل وغورځوي او ته به خلقو لره نشه وینې، حال دا چې دوى به نشه نه وي او لېكن د الله عذاب به ډېر سخت وي
آية رقم 3
22-3 او په خلقو كې ځینې هغه دي چې د الله په باره كې بې له علمه جګړه كوي او د هر سركشه شیطان پیروي كوي
آية رقم 4
22-4 په باره د هغه كې (په ازل كې دا) لیكل شوي دي چې بېشكه شان دا دى چې هر څوك د ده سره دوستي وكړي، نو یقینًا دا (شیطان) دغه (خپل دوست) ګمراه كوي او ده ته د لمبې وهونكي عذاب لاره ښیي
22-5 اى خلقو! كه تاسو د بیا راژوندي كېدو په باره كې په شك كې یئ، نو یقینًا مونږ تاسو له خاورې نه پیدا كړې یئ، (ستاسو نیكه ادم) بیا (مو د هغه اولاده پیدا كړه) له یو څاڅكي (مني) نه، بیا له پرنې وینې نه، بیا له یوې غوښې بوټۍ نه چې تام الخلقت وي او ناقص الخلقت وي، د دې لپاره چې مونږ تاسو ته (خپل حكمت او قدرت) بیان كړو او مونږ په رحمونو كې ثابت پرېږدو هغه چې مونږ يې اراده وكړو تر معلومې نېټې پورې، بیا مونږ تاسو راوباسو (د میندو له خېټو نه) په داسې حال كې چې واړه بچي یئ، بیا (مونږ تاسو پالو) د دې لپاره چې تاسو خپل قوت او كمال ته ورسئ او په تاسو كې ځینې هغه دي چې وفات كولى شي او ځینې په تاسو كې هغه دي چې رد كولى (رسولى) شي تر ټولو ناكاره عمر پورې، د دې لپاره چې هغه له پوهېدلو نه وروسته په هېڅ شي پوه نشي او ته به ځمكه وچه شاړه وینې، نو كله چې مونږ په هغې باندې اوبه نازلې كړو (نو) څربه او نرمه شي او له هر قسمه ښكلو (نباتاتو) نه زرغون كړي
آية رقم 6
22-6 دا په سبب د دې چې یقینًا هم الله حق دى او دا چې یقینًا هغه مړي ژوندي كوي او دا چې بېشكه هغه په هر شي باندې قادر دى
آية رقم 7
22-7 او دا چې یقینًا قیامت راتلونكى دى، چې په (راتلو د) هغه كې هېڅ شك نشته او دا چې بېشكه الله به بیا ژوندي راپورته كوي هر هغه چې په قبرونو كې دي
آية رقم 8
22-8 او په خلقو كې ځینې هغه دي چې د الله په باره كې بې له علمه او بې له هدایته او بې له روښانه كتابه جګړه كوي
آية رقم 9
22-9 په داسې حال كې چې خپل څنګ اړوي، د دې لپاره چې د الله له لارې نه (خلق) ګمراه كړي، د ده لپاره په دنیا كې رسوايي ده او مونږ به په ده د قيامت په ورځ د سوځوونكي اور عذاب وڅكوو
آية رقم 10
22-10 دا په سبب د هغو عملونو دي چې ستا دواړو لاسونو مخكې لېږلي دي او دا چې بېشكه الله په خپلو بنده ګانو باندې له سره ظلم كوونكى نه دى
آية رقم 11
22-11 او په خلقو كې ځینې هغه دي چې د الله عبادت كوي په یوې غاړه باندې، نو كه ده ته خیر ورسي (نو) په دې (دین) مطمئن (او قايم) پاتې شي او كه ده ته څه مصیبت (ازمېښت) ورسي (، نو) بېرته په خپل مخ (كفر ته) وګرځي، ده (خپل) دنیا او اخرت ضايع كړل، همدغه ښكاره تاوان دى
آية رقم 12
22-12 دى له الله نه پرته هغه څه بلي چې ده ته نه ضرر رسولى شي او نه ده ته نفع رسولى شي، همدغه ډېره لرې ګمراهي ده
آية رقم 13
22-13 دا هغه (معبود) بلي چې یقینًا د هغه نقصان د هغه له نفع نه زیات نژدې دى، خامخا (هغه) بد دوست دى او خامخا بد ملګرى دى
آية رقم 14
22-14 بېشكه الله هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي؛ داسې جنتونو ته داخلوي چې د هغو له لاندې ولې بهېږي، بېشكه الله كوي هغه چې اراده يې وكړي
آية رقم 15
22-15 هر څوك چې دا ګمان كوي چې الله به په دنیا او اخرت كې د دغه (رسول) له سره مدد ونه كړي، نو هغه دې اسمان ته یوه رسۍ اوږده كړي، بیا دې (هغه) غوڅه كړي، نو ودې ګوري چې ایا په رښتیا به د ده چل (او تدبیر) هغه شى ختم كړي چې دا يې په غصه كړى دى
آية رقم 16
22-16 او همدارنګه مونږ دا (قرآن) د څرګندو ایتونو په شكل كې نازل كړى دى او دا چې بېشكه الله هدایت كوي چا ته چې اراده وكړي
آية رقم 17
22-17 بېشكه هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او هغه كسان چې یهودیان شوي او صابیان او نصرانیان او مجوس دي او هغه كسان دي چې شرك يې كړى دى، بېشكه الله به د دوى په مینځ كې د قیامت په ورځ فیصله كوي، بېشكه الله په هر شي باندې ګواه دى
آية رقم 18
22-18 ایا ته نه وینې چې بېشكه الله (چې دى) ده ته سجده كوي هر هغه چې په اسمانونو كې دي او هر هغه چې په ځمكه كې دي او لمر او سپوږمۍ او ستوري او غرونه او ونې او څاروي او ډېر له خلقو ځینې او (په دوى كې) ډېر داسې دي چې په هغو باندې عذاب ثابت شوى دى او هغه څوك چې الله يې سپك كړي، نو ده ته هیڅوك عزت وركوونكى نشته، بېشكه الله كوي هغه څه چې اراده يې وكړي
آية رقم 19
22-19 دا دوه جګړه كوونكې (ډلې) دي چې د خپل رب په باره كې يې جګړه وكړه، نو هغه كسان چې كافران شوي دي د دوى لپاره به د اور جامي پرې كړى شي، د دوى د سرونو له پاسه به ګرمې ایشېدلې اوبه اچولى شي
آية رقم 20
ﮱﯓﯔﯕﯖﯗ
ﯘ
22-20 (په دغو (اوبو) سره به هغه څه (كولمې) خوړني كړى شي چې د دوى په ګېډو كې دي او څرمنې(د دوى هم)
آية رقم 21
ﯙﯚﯛﯜ
ﯝ
22-21 او د دوى (د وهلو) لپاره د اوسپنو څټكونه دي
آية رقم 22
22-22 هر كله چې دوى له هغه (دوزخ) نه، له غم نه د وتلو اراده وكړي (، نو) بېرته به په هغه كې ورګرځولى شي(او ورته ویلى به شي:) د سخت سوځوونكي (اور) عذاب وڅَكئ
آية رقم 23
22-23 بېشكه الله به هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي داسې جنتونه ته داخل كړي چې د هغو له لاندې ولې بهېږي، دوى ته به په هغو كې د سروزور باهوګان واچول شي او ملغلرې او د دوى لباس به په هغو (جنتونو) كې ورېښم وي
آية رقم 24
22-24 او دوى ته د پاكيزه خبرې ښوونه وشوه او د ستايل شوي (الله) د لارې هدایت ورته وشو
آية رقم 25
22-25 بېشكه هغه كسان چې كافران شوي دي او د الله له لارې نه اړول كوي او له مسجد حرام نه هغه چې مونږ هغه د خلقو لپاره داسې ګرځولى دى چې په ده كې اوسېدونكي او له بهره راتلونكي برابر دي، او څوك چې په ده كې په ظلم سره د الحاد (او بې لار توب) اراده وكړي (، نو) مونږ به په هغه له ډېر دردوونكي عذاب څخه (عذاب) وڅَكوو
آية رقم 26
22-26 او (یاد كړه) هغه وخت چې مونږه ابراهیم ته د بیت الله ځاى ښكاره (معین) كړ چې ته له ما سره هېڅ شى مه شریكوه، او زما كور د طواف كوونكو، او قیام كوونكو او ركوع كوونكو (او) سجده كوونكو لپاره پاك كړه
آية رقم 27
22-27 او ته په خلقو كې د حج اعلان وكړه دوى به تا ته پیدل راشي او په هر خوار ډنګر اوښ باندې چې دغه (اوښان) به راځي له هرې لرې ژورې لارې نه
آية رقم 28
22-28 د دې لپاره چې دوى خپلو فايدو ته حاضر شي او په معلومو ورځو كې د الله نوم یاد كړي، په هغو بې ژبو څارویو باندې چې هغه (الله) دوى ته وركړي دي، نو تاسو له هغو نه خورئ او په بد حال فقیر يې خورئ
آية رقم 29
22-29 بیا دې دوى خپل خیري لرې كړي او خپل نذرونه دې پوره كړي او د قدیم (او عزتمن) كور طوافونه دې وكړي
آية رقم 30
22-30 دغه (حكم بیان شو) او څوك چې د الله د حرمتونو (احكامو) تعظیم كوي، نو دغه (كار) د ده لپاره د خپل رب په نیز ډېر غوره دى او تاسو لپاره څاروي حلال ګرځول شوي دي غیر له هغو نه چې په تاسو (يې حرمت) لوستل كېږي، نو تاسو ځان وساتئ له پلیتۍ نه چې بتان دي او تاسو د دروغو له وینا څخه ځان وساتئ
آية رقم 31
22-31 په داسې حال كې چې الله ته په اخلاص سره غاړه ایښودونكي یئ، له ده سره شریك جوړونكي نه یئ، او هر څوك چې له الله سره شریك ونیسي، نو ګویاكې هغه له اسمان نه راوغورځېده، نو مرغان يې وتښتوي، یا يې هوا (باد) له اوچت ځاى نه لرې په ژور ځاى كې وغورځوي
آية رقم 32
22-32 دغه (حكم بیان شو) او څوك چې د الله د نښو تعظیم وكړي، نو بېشكه دا د زړونو له تقوىٰ څخه دى
آية رقم 33
22-33 تاسو لپاره په دغو (څارویو) كې تر یو مقرر وخته پورې ډېرې فايدې دي، بیا د دوى حلالځاى قدیم كور (بیت الله) ته دى
آية رقم 34
22-34 او د هر امت لپاره مونږ یوه قرباني مقرر كړې ده، د دې لپاره چې دوى د الله نوم یاد كړي په هغو شیانو چې دوى ته هغه (الله) وركړي دي، چې څاروي دي، نو ستاسو حق معبود یو معبود دى، نو تاسو خاص هغه ته غاړه كېږدئ او عاجزي كوونكو ته زېرى وركړه
آية رقم 35
22-35 هغه كسان چې كله الله یاد كړى شي (نو) د دوى زړونه ووېرېږي او (زېرى وركړه) صبر كوونكو ته په هغو (سختیو) چې دوى ته رسېږي او لمونځ قايموونكو ته او هغو ته چې له هغه مال نه څه انفاق كوي چې مونږ دوى ته وركړى دى
آية رقم 36
22-36 او (د هدیې) اوښان (او غوایان) مونږه هغه تاسو لپاره د الله له نښو څخه ګرځولي دي، تاسو لپاره په دغو كې خیر دى، نو تاسو په دغو باندې د الله نوم یادوئ، په داسې حال كې چې ولاړ وي، نو كله چې د دوى اړخونه پرېوځي، نو له دغو نه خورئ او په صبر كوونكي او په بې صبره(سوالګري فقیر) يې خورئ، همداسې تاسو لپاره مونږ دغه تابع كړي دي، د دې لپاره چې تاسو شكر وباسئ
آية رقم 37
22-37 الله ته له سره نه رسېږي د دغو غوښې او نه د دغو وینې او لېكن هغه ته ستاسو تقوىٰ رسېږي، همداسې يې دغه تاسو لپاره تابع كړي دي، د دې لپاره چې تاسو د الله لويي بیان كړئ په هغې (طریقې) سره چې هغه تاسو ته ښوونه كړې ده او نېكي كوونكو ته زېرى وركړه
آية رقم 38
22-38 بېشكه الله له هغو كسانو نه دفاع كوي چې ایمان يې راوړى دى، بېشكه الله هر ډېر خیانت ګر، لوى ناشكره نه خوښوي
آية رقم 39
22-39 هغو كسانو ته چې ورسره قتال كاوه شي (د قتال) اجازت وركړى شو، ځكه چې یقینًا په دوى ظلم كړى شوى دى، او بېشكه الله د دوى په مدد كولو خامخا قادر دى
آية رقم 40
22-40 هغه كسان چې له خپلو كورونو نه ناحقه اېستل شوي دي (بې له كوم سببه) مګر دا چې دوى به ویل: زمونږ رب الله دى، او كه چېرې د الله دفع كول نه وى خلقو لره، ځینو لره په ځینو نورو باندې (، نو) خامخا به نړول شوې وى تكيې او مدرسې او عبادتخانې او هغه جوماتونه چې په هغو كې د الله نوم ډېر یادولى شي او الله به خامخا ضرور د هغه چا مدد وكړي چې د هغه (الله) مدد كوي، بېشكه الله خامخا ډېر زورور، غالب دى
آية رقم 41
22-41 هغه كسان دي چې كه مونږ دوى ته په ځمكه كې قدرت وركړو (نو) دوى به لمونځ قايموي او زكات به ادا كوي او د نېكۍ حكم به كوي او له بدۍ نه به منع كوي، او خاص د الله لپاره د كارونو انجام دى
آية رقم 42
22-42 او كه چېرې دوى ستا تكذیب وكړي، نو یقینًا له دوى نه مخكې د نوح قوم او عادیانو او ثمودیانو تكذیب كړى دى
آية رقم 43
ﮡﮢﮣﮤ
ﮥ
22-43 او د ابراهیم قوم او د لوط قوم
آية رقم 44
22-44 او د مدین والاو، او د موسٰى تكذیب شوى دى، نو ما كافرانو ته مهلت وركړ، بیا ما دوى ونیول، نو زما انكار كول څنګه وو؟
آية رقم 45
22-45 نو څومره ډېر كلي دي چې مونږ هغه هلاك كړي دي، په داسې حال كې چې هغه ظالمان وو، نو دغه (كلي) په خپلو چتونو پراته دي، او څومره ډېر بېكاره پراته كوهیان دي او مضبوطې ماڼۍ دي
آية رقم 46
22-46 ایا نو دوى په ځمكه كې ګرځېدلي نه دي، نو چې دوى لپاره داسې زړونه وى چې دوى په هغو سره پوهېدلى یا داسې غوږونه چې دوى په هغو سره اورېدلى، نو بېشكه قصه دا ده چې سترګې نه ړندېږي او لېكن هغه زړونه ړندېږي چې په سینو كې دي
آية رقم 47
22-47 او دوى په تا په (راوستلو د) عذاب سره تلوار كوي او الله به له سره د خپلې وعدې خلاف و نه كړي، او بېشكه یوه ورځ ستا د رب په نیز د زرو كلونو په شان ده له هغو چې تاسو يې شمېرئ
آية رقم 48
22-48 او ډېر كلي دي چې ما هغو ته مهلت وركړى و، حال دا چې دوى ظالمان وو، بیا ما هغه ونیول، او خاص ما ته بېرته راتله دي
آية رقم 49
22-49 ته ووایه: اى خلقو! بېشكه همدا خبره ده چې زه تاسو ته ښكاره وېروونكى یم
آية رقم 50
22-50 نو هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي د دوى لپاره مغفرت او ډېر د عزت روزي ده
آية رقم 51
22-51 او هغه كسان چې زمونږ په ایتونو كې كوشش كوي، په داسې حال كې چې (په خپل خیال كې) عاجزه كوونكي دي، دغه كسان د دوزخ ملګري دي
آية رقم 52
22-52 او مونږ له تا نه مخكې نه دى لېږلى هېڅ يو رسول او نه نبي، مګر كله چې به هغه لوستل كول (، نو) شیطان به د هغه په لوستلو كې غورځول وكړل، نو الله هغه لرې كوي چې شیطان يې غورځوي، بیا الله خپل ایتونه مضبوطوي، او الله ښه عالم، ښه حكمت والا دى
آية رقم 53
22-53 د دې لپاره چې هغه (الله) هغه شى چې شیطان يې غورځوي د هغو كسانو لپاره ازمېښت وګرځوي چې د هغوى په زړونو كې مرض دى او د هغوى لپاره چې زړونه يې سخت دي او بېشكه ظالمان خامخا په ډېر لوى مخالفت كې دی
آية رقم 54
22-54 او د دې لپاره چې هغه كسان پوه شي چې دوى ته علم وركړى شوى دى چې بېشكه دا (قرآن) حق دى ستا د رب له جانبه، پس چې دوى په ده ایمان راوړي، بیا د دوى زړونه ده ته نرم شي او بېشكه الله خامخا هغو كسانو ته چې ایمان يې راوړى دى ؛ د نېغې لارې هدایت كوونكى دى
آية رقم 55
22-55 او هغه كسان چې كافران شوي دي تل به د دغه (قرآن) په هكله به شك كې وي، تر دې چې په دوى قیامت ناڅاپه راشي، یا دوى ته د شنډې ورځې عذاب راشي
آية رقم 56
22-56 باچاهي په دغې ورځ كې خاص د الله لپاره ده، هغه به د دوى په مینځ كې فیصله كوي نو هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي د نعمتونو په جنتونو كې دي
آية رقم 57
22-57 او هغه كسان چې كفر يې كړى دى او زمونږ د ایتونو تكذیب يې كړى دى، نو دغه كسان چې دي، د دوى لپاره رسوا كوونكى عذاب دى
آية رقم 58
22-58 او هغه كسان چې د الله په لاره كې يې هجرت كړى دى، بیا هغوى ووژل شي، یا (په خپل مرګ) مړه شي (نو) خامخا هرومرو به الله دوى ته ډېره ښكلې روزي وركړي، او بېشكه الله خامخا همغه تر ټولو غوره رزق وركوونكى دى
آية رقم 59
22-59 خامخا ضرور به هغه دوى داسې ځاى ته داخل كړي چې دوى به هغه خوښوي او بېشكه الله خامخا ښه عالم، ډېر تحمل والا دى
آية رقم 60
22-60 (خبره هم) دا ده، او هغه كس چې بدل يې واخیست په مثل د هغه (ضرر) چې دى په هغه سره مُعذب شوى و، بیا (په دویم ځل) په ده ظلم وكړى شو (نو) خامخا ضرور به الله د ده مدد كوي، بېشكه الله خامخا ډېر معافي كوونكى، ډېر بخښونكى دى
آية رقم 61
22-61 دغه په دې سبب چې بېشكه الله شپه په ورځ كې ننباسي او ورځ په شپه كې ننباسي او دا چې بېشكه الله ښه اورېدونكى، ښه لیدونكى دى
آية رقم 62
22-62 دغه په دې سبب چې بېشكه الله، هم دى حق دى او دا چې بېشكه هغه چې دوى يې له هغه (الله) نه غیر بولي، همغه باطل دى او دا چې بېشكه الله، هم دى ډېر اوچت، ډېر لوى دى
آية رقم 63
22-63 ایا تا نه دي لیدلي چې بېشكه الله له بره نه اوبه نازلې كړې، بیا (په دغو سره) ځمكه تكه شنه ګرځي، بېشكه الله ډېر مهربان (ښه باریك بین)، ډېر خبردار دى
آية رقم 64
22-64 خاص هم دغه (الله) لره دي هر څه چې په اسمانونو كې دي او هر څه چې په ځمكه كې دي او بېشكه الله خامخا هم دى غني ( بې پروا) ډېر ستايل شو ى دى
آية رقم 65
22-65 ایا تا نه دي لیدلي چې بېشكه الله تاسو لپاره تابع كړي دي هر هغه چې په ځمكه كې دي او بېړۍ چې په بحر كې د هغه په امر ګرځي او هغه اسمان ساتي له دې نه چې په ځمكه باندې راولوېږي مګر (خو) د هغه په حكم سره، بېشكه الله په خلقو باندې خامخا ډېر نرمي كوونكى، مهربان دى
آية رقم 66
22-66 او دغه (الله) همغه ذات دى چې تاسو يې ژوندي كړي یئ، بیا به هغه تاسو مړه كاندي، بیا به هغه تاسو ژوندي كړي، بېشكه انسان خامخا ډېر ناشكره دى
آية رقم 67
22-67 د هر یو امت لپاره مونږ د بندګۍ یوه لاره مقرر كړې ده چې دوى په هغې عمل كوونكي دي، نو دوى دې له تا سره په دې كار (د دین) كې له سره جګړه ونه كړي او ته خپل رب ته (د خلقو) بلنه كوه، بېشكه ته خامخا په نېغ (او برابر) هدایت باندې يې
آية رقم 68
22-68 او كه دوى له تاسره جګړه كوي، نو ته وایه: الله پوه دى په هغو عملونو چې تاسو يې كوئ
آية رقم 69
22-69 الله به د دوى په مینځ كې د قیامت په ورځ په هغو خبرو كې فیصله كوي چې دوى به په كې اختلاف كاوه
آية رقم 70
22-70 ایا ته نه يې پوه شوى چې بېشكه الله پوهېږي به هر هغه څه چې په اسمان او ځمكه كې دي، بېشكه دغه په یو كتاب كې دي، بېشكه دغه الله ته ډېر اسان دي
آية رقم 71
22-71 او دوى (كفار) له الله نه غیر د هغه شي عبادت كوي چې الله په (عبادت د) هغه هېڅ دلیل نه دى نازل كړى او د هغه شي چې دوى ته په هغه باندې هېڅ علم نشته، او د ظالمانو لپاره هېڅ مدد كوونكى نشته
آية رقم 72
22-72 او كله چې دوى ته زمونږ ایتونه ولوستل شي، چې ډېر واضح دي، (نو) ته د كافران شویو كسانو په مخونو انكار پېژنې، نژدې وي چې دوى په هغو كسانو حمله وكړي چې دوى ته زمونږ ایتونه تلاوت كوي، ته (دوى ته) ووایه: ایا نو زه تاسو ته له دغه نه د ډېر بد شي خبر دركړم (هغه) اور دى، الله د ده وعده كړې ده له هغو كسانو سره چې كافران شوي دي او هغه د بېرته ورتلو بد ځاى دى
آية رقم 73
22-73 اى خلقو! یو مثال بیانولى شي، نو تاسو ده ته ښه غوږ كېږدئ، بېشكه هغه شیان چې تاسو يې له الله نه غیر بلئ دوى له سره یو مچ هم نشي پیدا كولى اګر كه دوى ده ته ټول راجمع شي او كه مچ له دوى نه یو شى وتښتوي، دوى له هغه نه دغه (شى) نشي راخلاصولى، كمزورى دى دا طالب (د غیرالله عبادت كوونكى) او دغه مطلوب (باطل معبود)
آية رقم 74
22-74 دوى د الله قدر ونه كړ، څنګه چې د هغه د قدر كولو حق دى، بېشكه الله خامخا ډېر زورور، ښه غالب دى
آية رقم 75
22-75 الله له ملايكو څخه استازي غوره كوي او له خلقو څخه، بېشكه الله ښه اورېدونكى، ښه لیدونكى دى
آية رقم 76
22-76 هغه پوهېږي په هغه څه چې د دوى په وړاندي دي او په هغه څه چې د دوى وروسته دي، او خاص الله ته ټول كارونه بېرته ورګرځول كېږي
آية رقم 77
22-77 اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو ركوع كوئ او سجده كوئ او د خپل رب عبادت كوئ او نېكي كوئ، د دې لپاره چې تاسو كامیاب شئ
آية رقم 78
22-78 او په (لاره د) الله كې كوشش كوئ، څنګه چې د هغه د كوشش حق دى، هغه تاسو غوره كړي یئ او په تاسو باندې يې په دین كې هېڅ حرج (مشقت) نه دى ایښى، تاسو د خپل پلار ابراهیم د ملت تابع شئ، دغه (الله) تاسو مسلمانان نومولي يئ، له دې (قرآن) نه مخكې او په ده كې، د دې لپاره چې رسول پر تاسو باندې ګواه شي او تاسو په خلقو باندې ګواهان شئ، نو تاسو لمونځ قايموئ او زكات ادا كوئ او په (دين د) الله باندې منګولې ټېنګې كلكې كړئ، هغه ستاسو مالك دى، نو هغه ښه مالك دى او ښه مدد كوونكى دى
تقدم القراءة