ترجمة سورة التكوير

الترجمة البشتوية
ترجمة معاني سورة التكوير باللغة البشتوية من كتاب الترجمة البشتوية .
من تأليف: زكريا عبدالسلام .

81-1 كله چې لمر ونغښتل شي
81-2 او كله چې ستوري خړ شي
81-3 او كله چې غرونه روان كړل شي
81-4 او كله چې د لسو میاشتو بلاربې اوښې معطلې (ازادې) پرېښودى شي
81-5 او كله چې وحشي ځناوران راجمع كړل شي
81-6 او كله چې دریابونه بل كړى شي
81-7 او كله چې نفسونه جوړه كړل شي
81-8 او كله چې ژوندۍ خښه كړى شوې جینۍ وپوښتى شي
81-9 چې دا په كومې ګناه وژل شوې ده
81-10 او كله چې اعمال نامې وغوړولى شي
81-11 او كله چې له اسمان نه پوستكى ووېستل شي
81-12 او كله چې دوزخ بلې لمبې كړى شي
81-13 او كله چې جنت ښه نژدې كړى شي
81-14 هر نفس به په هغه شي پوه شي چې ده حاضر كړى وي
81-15 نو زه قسم خورم په هغو (ستوریو) چې بېرته ګرځېدونكي دي
81-16 په روانو، پټېدونكو باندې
81-17 او قسم خورم په شپې كله چې شروع شي
81-18 او په سبا كله چې دى ساه واخلي (روښانه شي)
81-19 بېشكه دا (قرآن) خامخا د ډېر عزتمن رسول قول دى
81-20 چې د عرش د مالك په نیز د قوت والا (او) د مرتبې والا دى
81-21 منلى شوى دى هلته، امین دى
81-22 او ستاسو ملګرى (محمدﷺ) له سره لېونى نه دى
81-23 او یقینًا یقینًا ده دغه (جبریل د اسمان) په څرګنده غاړه كې لیدلى و
81-24 او دى د وحي په بیانولو كې له سره بخل كوونكى نه دى
81-25 او بېخي نه دى دا (قرآن) خبره د شیطان رټل شوي
81-26 نو تاسو (اى كافرانو!)چېرته ځئ؟
81-27 نه دى دا (قرآن) مګر د عالمونو لپاره نصیحت (او پند)
81-28 د هغه چا لپاره چې په تاسو كې غواړې چې دى نېغ برابر شي
81-29 او تاسو د (د سمې لارې) اراده نشئ كولى مګر دا چې الله رب العلمین يې اراده وكړي
Icon