ترجمة سورة الطارق

الترجمة البشتوية
ترجمة معاني سورة الطارق باللغة البشتوية من كتاب الترجمة البشتوية .
من تأليف: زكريا عبدالسلام .

86-1 قسم دى په اسمان او د شپې په راتلونكي
86-2 او ته څه شي پوه كړې چې د شپې راتلونكى څه شى دى؟
86-3 ځلېدونكى ستورى دى
86-4 نشته هېڅ یو نفس مګر په هغه باندې څارونكى (ساتونكى) شته
86-5 نو انسان دې وګوري چې دى له څه شي نه پیدا كړى شوى دى؟
86-6 دى له ټوپ وهونكو اوبو نه پیدا كړى شوى دى
86-7 چې د شا او له سینو د هډوكو له مینځ نه راوځي
86-8 بېشكه دغه (الله) د دغه (انسان) په بیا راژوندي كولو یقینًا قادر دى
86-9 په هغې ورځ چې د پټو څیزونو به (په كې) څېړنه (او څرګندونه) كولى شي
86-10 نو د دغه (انسان) لپاره به نه هېڅ قوت وي او نه څوك مدد كوونكى
86-11 قسم دى په اسمان چې خاوند د باران دى
86-12 او په ځمكه چې د (زرغونې راوتلو لپاره) چاودېدلو والا ده
86-13 بېشكه دا (قرآن) یقینًا (د حق او باطل) بېلونكې وینا ده
86-14 او دا هیڅكله عبثه (او د ټوقو) خبره نه ده
86-15 بېشكه دوى مكر او چل كوي، یو چل كول
86-16 او زه هم یو تدبیر كوم، تدبیر كول
86-17 نو ته كافرانو ته مهلت وركړه، ته دوى ته لږ مهلت وركړه
Icon