ترجمة سورة الأنفال

الترجمة البشتوية
ترجمة معاني سورة الأنفال باللغة البشتوية من كتاب الترجمة البشتوية .
من تأليف: زكريا عبدالسلام .

8-1 دوى له تا نه د غنیمتونو په باره كې تپوس كوي، ته ووایه: غنیمتونه خاص د الله او رسول لپاره دي، نو تاسو له الله نه ووېرېږئ او تاسو د خپل مینځي حال اصلاح وكړئ او د الله او د هغه د رسول حكم ومنئ كه چېرې تاسو مومنان یئ
8-2 بېشكه خبره همدا ده چې مومنان هغه خلق دي، چې كله الله یاد كړى شي، نو د دوى زړونه ووېرېږي او كله چې دوى ته د هغه (الله) ایتونه تلاوت كړى شي (، نو) دغه (ایتونه) دوى ته ایمان ورزیات كړي او خاص په خپل رب باندې دوى توكل كوي
8-3 هغه كسان چې لمونځ قايموي او له هغه (مال) نه چې مونږ دوى ته وركړى دى، څه حصه خرچ كوي
8-4 همدغه خلق په حقه مومنان دي، د دوى لپاره د خپل رب په نېز درجې دي او بخښنه او عزتمن رزق دى
8-5 (د غنيمت په باره كې هم هغه شان خبره پېښه شوه) لكه څنګه (چې مخكې پېښه شوې وه كله) چې ته خپل رب له خپله كوره په حقه سره راوېستلى وې، او بېشكه یوه ډله له مومنانو څخه خامخا بد ګڼونكې وه (هغوى په دې كار ناخوښه وو)
8-6 دوى له تا سره په حقه خبره كې جګړه كوله وروسته له هغې چې ښه واضحه شوه، د هغوى حال داسې و ګویاكې دوى مرګ ته بېول كېږي، چې دوى يې ویني
8-7 او كله چې الله له تاسو سره په دوه ډلو كې د یوې وعده كوله چې بېشكه دغه تاسو لپاره ده او تاسو خوښوله چې بېشكه دغه بې وسلې ډله دې تاسو لپاره شي او الله اراده كوي چې په خپلو كلماتو سره حق ثابت كړي او د كافرانو بېخ غوڅ كړي
8-8 د دې لپاره چې حق ښه واضحه ثابت كړي او باطل ښه ښكاره باطل كړي (د باطل باطلوالى ښكاره كړي) اګر چې مجرمان (دا كار) بد هم وګڼي
8-9 كله چې تاسو له خپل رب نه مدد غوښتلو، نو هغه ستاسو دعا قبوله كړه چې بېشكه زه ستاسو مدد كوونكى یم په زرو ملايكو سره، چې په یو بل پسې به راتلونكي وي
8-10 او الله دا (مرسته) نه وه ګرځولې مګر زېرى او د دې لپاره چې په دې سره ستاسو زړونه مطمئن شي او مدد يواځې د الله له جانبه دى، بېشكه الله ډېر غالب، ښه حكمت والا دى
8-11 كله چې هغه (الله) پر تاسو باندې له خپل طرف نه پركالي اچوله د امن( او اطمينان) لپاره، او پر تاسو باندې يې له بره نه اوبه نازلولې، د دې لپاره چې تاسو په دې سره ښه پاك كړي او له تاسو نه د شیطان پلیتي لرې كړي او د دې لپاره چې ستاسو زړونه مضبوط كړي او په دې سره (ستاسو) قدمونه كلك كړي
8-12 كله چې ستا رب ملايكو ته وحي كوله چې بېشكه زه له تاسو سره یم، نو تاسو هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى ثابت قدم كړئ، ژر به زه د هغو كسانو په زړونو كې رعب واچوم چې كافران شوي دي، نو تاسو (د هغوى) د څټونو له پاسه وهل وكړئ، او تاسو د دوى پر (هر بند او) ټولو ګوتو باندې ګوزارونه وكړئ
8-13 دا ځكه چې بېشكه دوى د الله او د هغه د رسول مخالفت كړى دى او څوك چې د الله او د هغه د رسول مخالفت كوي، نو یقینًا الله ډېر سخت عذاب والا دى
8-14 دا (دنيايي سزا ده) نو تاسو دا وڅَكئ او دا چې بېشكه د كافرانو لپاره د اور عذاب دى
8-15 اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! كله چې تاسو له كافرانو سره مخامخ شئ، چې تاسو (ټول) يو لښكر وئ، نو تاسو هغوى ته (خپلې) شاګانې مه وراړوئ
8-16 او هغه څوك چې دوى ته په دغه ورځ كې خپله شا ورواړوي، سوا له هغه نه چې د جنګ لپاره بېرته ورګرځېدونكى وي، یا له (خپلې) ډلې سره یو ځاى كېدونكى وي، نو یقینًا هغه د الله له جانبه په غضب سره راوګرځېده او د هغه استوګنه جهنم دى او هغه د ورتلو بد ځاى دى
8-17 نو تاسو هغوى نه دي وژلي او لېكن الله هغوى وژلي دي او تا ویشتل نه دي كړي كله چې تا ویشتل وكړل او لېكن الله (دغه) ویشتل كړي دي او د دې لپاره چې هغه له خپل جانب نه په مومنانو باندې احسان وكړي، ښه احسان، بېشكه الله ښه اورېدونكى، ښه پوه دى
8-18 دا (احسان لازم و) او دا چې بېشكه الله د كافرانو چلونو (او سازشونو) لره ضعيفه كوونكى دى
8-19 كه چېرې تاسو فتح غواړئ، نو یقینًا تاسو ته فتح راغله، او كه چېرې تاسو (له كفر نه) منع شئ، نو دا تاسو لپاره ډېر غوره دي او كه چېرې تاسو راوګرځېدئ (جنګ/كفر ته) مونږ به (هم د مومنانو مدد ته) راوګرځو او تاسو ته به ستاسو ډله د هېڅ شي فايده درونه رسولى شي اګر كه ډېره لویه هم وي او دا چې بېشكه الله د مومنانو ملګرى دى
8-20 اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو د الله او د هغه د رسول حكم منئ او له دې (اطاعت) نه مه ګرځئ، حال دا چې تاسو يې اورئ
8-21 او تاسو د هغو خلقو په شان مه كېږئ چې ویل يې: مونږ واورېدل، حال دا چې دوى به نه اورېدل (فايده من اورېدل)
8-22 بېشكه د الله په نیز په حیواناتو كې تر ټولو بدتر هغه كاڼه او ګونګیان خلق دي، چې له عقل نه كار نه اخلي
8-23 او كه چېرې الله ته په دوى كې څه خیر (اِنابت او د حق د اورېدلو صلاحيت) معلوم وَى (، نو) خامخا به يې دوى ته اورولي وَى او كه چېرې دوى ته يې (له انابته بغير) اورولي وَى، نو دوى به خامخا ګرځېدلي وو، په دې حال كې چې دوي به اعراض كوونكي وو
8-24 اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو د الله او د هغه د رسول بلنه منئ كله چې دى تاسو د هغه كار لپاره راوبلي چې تاسو ته ژوند دركوي، او پوه شئ چې بېشكه الله د انسان او د هغه د زړه تر مینځ حايل كېږي (ركاوټ جوړېږي) او دا چې بېشكه خاص د هغه په طرف به تاسو ورجمع كولى شئ
8-25 او تاسو له هغې فتنې نه ځان وساتئ چې په تاسو كې به يواځې خاص ظالمانو ته نه رسېږي او پوه شئ چې بېشكه الله ډېر سخت عذاب وا لا دى
8-26 او تاسو یاد كړئ (هغه وخت) كله چې تاسو ډېر لږ وئ، په ځمكه كې ضعيفه كړى شوي وئ، چې تاسو به وېرېدلئ له دې نه چې خلق به مو په جلتۍ سره وتښتوي، نو هغه تاسو ته ځاى دركړ او په خپل مدد سره يې تاسو مضبوط كړئ او تاسو ته يې له پاكيزه څیزونو نه رزق دركړ، د دې لپاره چې تاسو شكر وباسئ
8-27 اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو له الله سره او له رسول سره خیانت مه كوئ او په خپلو امانتونو كې (هم) خیانت مه كوئ، په دې حال كې چې تاسو پوهېږئ
8-28 او تاسو پوه شئ چې بېشكه خبره همدا ده چې ستاسو مالونه او ستاسو اولادونه ازمايش دي او بېشكه الله (چې دى) له هغه سره ډېر لوى اجر دى
8-29 اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! كه چېرې تاسو له الله نه ووېرېږئ، هغه به تاسو لپاره فرقان (د حق او باطل په مینځ كې فرق كوونكى) مقرر كړي او له تاسو نه به ستاسو ګناهونه ختم كړي او تاسو ته به بخښنه وكړي او الله د ډېر لوى فضل والا دى
8-30 او كله چې له تا سره كافرانو مكر (فریب) كاوه، د دې لپاره چې تا بندي كړي، یا تا قتل كړي، یا تا وباسي، او هغوى چلونه كول او الله (هم) پټ تدبیر كاوه او الله تر ټولو بهتر تدبیر كوونكى دى
8-31 او كله چې دوى ته زمونږ ایتونه تلاوت كولى شي، دوى وايي: يقيناً مونږ واورېدل، كه چېرې مونږ وغواړو خامخا مونږ به هم د دې (قرآن) په مثل ووایو، نه دي دا مګر د ړومبنو خلقو باطل داستانونه
8-32 او كله چې دوى وویل: اى الله! كه چېرې همدا، ستا له جانبه حق دى، نو ته پر مونږ باندې له اسمان نه كاڼي راووروه، یا مونږ ته ډېر دردوونكى عذاب راولېږه
8-33 او الله داسې نه دى چې دوى ته عذاب وركړي، په دې حال كې چې ته په دوى كې يې او الله دوى ته عذاب وركوونكى نه دى، په داسې حال كې چې دوى بخښنه (استغفار) غواړي
8-34 او دوى ته څه (امتیاز حاصل) دى چې الله به دوى ته عذاب نه وركوي، حال دا چې دوى له مسجد حرام نه (خلق) منع كوي، په دې حال كې چې دوى د دې (مسجد) جايز واكداران هم نه دي، نه دي واكداران د دې (مسجد) مګر پرهېزګاره خلق او لېكن د دغو خلقو زیاتره نه پوهېږي
8-35 او د بیت الله په خوا كې د دوى لمونځ نه و مګر شپیلي وهل او لاسونه ټكول (پړقول)، نو تاسو عذاب وڅَكئ په سبب د هغه كفر چې تاسو به كاوه
8-36 بېشكه هغه كسان چې كفر يې كړى دى، دوى خپل مالونه د دې لپاره خرچ كوي چې د الله له لارې نه (خلق) منع كړي، نو ژر به دوى دا (مالونه) ولګوي، بیا به دغه په دوى باندې (د) حسرت (او پښېمانتیا باعث) وي، بیا به دوى مغلوب كړى شي او هغه كسان چې كفر يې كړى دى، هغوى به جهنم ته ورجمع كولى شي
8-37 د دې لپاره چې الله خبیث له پاك نه جدا كړي او (بیا) خبیث كېږدي ځینې يې د ځینو له پاسه، بیا يې یو د بل له پاسه ټول راجمع كړي، بیا به يې جهنم ته وغورځوي، همدغه خلق تاوانیان دي
8-38 ته هغو كسانو ته ووایه چې كفر يې كړى دى: كه چېرې دوى منع شي (، نو) دوى ته به د هغو (ګناهونو) بخښنه وشي چې مخكې ترې شوي دي او كه چېرې دوى (كفر ته بيا) راوګرځي، نو تحقیق د ړومبنو خلقو طریقه (قانون) تېره شوې ده. (له هغوى سره شوى عمل له دوى سره هم كېدونكى دى)
8-39 او تاسو له دوى سره وجنګېږئ تر هغه پورې چې فتنه (له دين نه اړول) پاتې نشي او دین ټول خاص د الله لپاره شي، نو كه چېرې دوى (له كفر او جنګ نه) منع شي، نو بېشكه الله د هغو عملونو چې دوى يې كوي ښه لیدونكى دى
8-40 او كه چېرې دوى (له ايمان نه) وګرځي، نو تاسو پوه شئ چې بېشكه الله ستاسو مولٰی (ساتونكى) دى، هغه ښه مولٰی دى او ښه مدد كوونكى دى
8-41 او تاسو پوه شئ چې بېشكه هر هغه شى چې تاسو يې په غنیمت كې حاصل كړئ، نو بېشكه د الله لپاره د هغه (غنیمت) پنځمه برخه ده او د رسول لپاره او د خپلوانو او یتیمانو او مسكینانو او مسافرو لپاره، كه چېرې یئ تاسو چې پر الله ایمان لرئ او پر هغه شي چې مونږ پر خپل بنده باندې د فیصلې په ورځ نازل كړ، هغه ورځ چې دوه ډلې یو تربله (د جنګ لپاره) مخامخ شوې او الله په هر شي باندې ښه قادر دى
8-42 كله چې تاسو په ډېرې نژدې غاړه كې وئ او هغوى په ډېرې لرې غاړه كې وو او قافله له تاسو نه لاندې وه او كه چېرې تاسو یو له بل سره وعده كړې وَى، نو تاسو به خامخا په وعده كې مختلف شوي وَى او لېكن د دې لپاره چې الله هغه كار پوره كړي چې مقرر شوى و، د دې لپاره چې هلاكېدونكى د روښانه دلیل (له قايمېدو) نه (پس) هلاك شي، او ژوندى پاتې كېدونكى د روښانه دلیل (له قايمېدو) نه (پس) ژوندى واوسي او بېشكه الله یقینًا ښه اورېدونكى، ښه پوه دى
8-43 كله چې الله تا ته ستا په خوب كې هغوى ډېر لږ ښودل او كه چېرې تا ته يې هغوى ډېر زیات ښودلي وَى، (نو) تاسو به خامخا بې زړه شوي وى او تاسو به په خپل مینځ كې په دې كار كې خامخا اختلاف او جګړه كړې وَى او لېكن الله (ستاسو) ساتنه وكړه، بېشكه هغه د سینو پر خبرو ښه عالم دى
8-44 او كله چې يې تاسو ته هغوى، له یو بل سره د مخامخ كېدلو په وخت كې، ستاسو په سترګو كې ډېر لږ ښودل او تاسو يې د هغوى په سترګو كې لږ ښودلئ، د دې لپاره چې الله هغه كار پوره كړي چې مقرر شوى و او خاص د الله په طرف ټول كارونه بېرته ګرځولى شي
8-45 اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! كله چې تاسو د كومې (كافرې) ډلې سره مخامخ شئ، نو ثابت قدم اوسئ او الله ډېر زیات یادوئ، د دې لپاره چې تاسو كامیاب شئ
8-46 او تاسو د الله او د هغه د رسول اطاعت كوئ او په خپل مینځ كې جګړه (او اختلاف) مه كوئ (ګنې) نو بې زړه به شئ او ستاسو زور به لاړ شي او صبر كوئ، بېشكه الله د صبر كوونكو ملګرى دى
8-47 او تاسو د هغه خلقو په شان مه كېږئ چې له خپلو كورونو نه ووتل، په دې حال كې چې تكبر كوونكي او خلقو ته ځان ښودونكي وو او دوى د الله له لارې نه (خلق) منع كوي او الله د هغو كارونو احاطه كوونكى دى چې دوى يې كوي
8-48 او (یاد كړئ) هغه وخت چې شیطان دوى ته د دوى عملونه ښايسته كړل او ويې ويل: نن ورځ پر تاسو باندې له خلقو څخه هیڅوك غالب راتلونكى نشته او بېشكه زه ستاسو ساتونكى یم، نو كله چې دواړه ډلې یو تربله مخامخ شوې، بېرته په منډه په شا لاړ او ويې ويل: بېشكه زه له تاسو بېزاره یم، بېشكه زه هغه څه وینم چې تاسو يې نه وینئ، بېشكه زه له الله څخه وېرېږم او الله ډېر سخت عذاب والا دى
8-49 كله چې منافقانو ویل او هغو كسانو چې د هغوى په زړونو كې مرض و: دا خلق خپل دین دوكه كړي دي او څوك چې په الله باندې توكل وكړي، نو یقینًا الله ښه غالب، ښه حكمت والا دى
8-50 او كه چېرې ته ووینې هغه وخت چې ملايك د كافر شويو كسانو ساګانې قبض كوي، چې د هغوى مخونه او د هغوى شاګانې وهي او (ورته وايي:) سخت سوزونكى عذاب وڅَكئ
8-51 دا په سبب د هغو (بدو عملونو) چې ستاسو لاسونو مخكې لېږلي دي او په دې چې یقینًا الله پر بنده ګانو هېڅ ظلم كوونكى نه دى
8-52 (د دې كافرانو حال هم هغه شان دى) لكه حال د فرعونیانو او د هغو كسانو چې له دوى نه مخكې وو، د الله په ایتونو كافر شول، نو الله هغوى د خپلو ګناهونو په سبب ونیول، بېشكه الله قوي، (او) ډېر سخت عذاب والا دى
8-53 دا په دې چې یقینًا الله د هغه نعمت بدلوونكى نه دى چې پر كوم قوم يې پېرزو كړى وي تر هغه چې هغوى هغه (حالت) بدل كړي چې د هغوى په نفسونو كې دى او دا په دې چې یقینًا الله ښه اورېدونكى، ښه پوه دى
8-54 لكه حال د فرعونیانو او د هغو كسانو چې له دوى نه مخكې وو، د خپل رب د ایتونو تكذیب يې وكړ، نو مونږ هغوى د خپلو ګناهونو په وجه هلاك كړل او فرعونیان مو غرق كړل او هغوى ټول ظالمان وو
8-55 بېشكه د الله په نیز په ځمكه باندې په ګرځېدونكو كې تر ټولو بدتر هغه كسان دي چې كفر يې كړى دى، نو هغوى ایمان نه راوړي
8-56 هغه كسان چې تا له هغوى سره مُعَاهَده كړې وه، بیا هر ځله دوى خپل عهد (تړون) ماتوي او دوى (له الله نه) نه وېرېږي
8-57 نو كه كله هم ته دوى په جنګ كې ومومې، نو دوى ته په سزا وركولو سره هغه كسان تیت او پرك كړه چې د دوى وروسته دي، لپاره د دې چې دغه (وروستني خلق) نصیحت ومومي
8-58 او كه چېرې كله هم ته له كوم قوم نه د خیانت (وعده خلافۍ) اندېښنه ولرې، نو ته دوى ته په برابرۍ سره (دغه عهد) وغورځوه (تړون على الإعلان ختم كړه)، بېشكه الله خیانت كوونكي (وعده ماتوونكي) نه خوښوي
8-59 او كافر شوي كسان دې كله هم (دا) ګمان ونه كړي چې دوى بچ شول، بېشكه دوى (الله لره) نشي عاجزه كولى
8-60 او تاسو قوت او تړلي اسونه تیار كړئ څومره چې استطاعت لرئ، چې په دې سره به تاسو د الله دښمنان او خپل دښمنان وېروئ او له دوى نه سوا نور خلق (هم) چې تاسو هغوى نه پېژنئ، الله هغوى پېژني او تاسو چې د الله په لاره كې څه شى هم خرچ كوئ، تاسو ته به پوره (بدله) دركړى شي او پر تاسو به ظلم نه كېږي
8-61 او كه دغه (كفار) سولې ته مايل شي، نو ته هم دې ته مايل شه او په الله باندې توكل وكړه، بېشكه هم هغه، ښه اورېدونكى، ښه پوه دى
8-62 او كه دوى له تا سره د دوكې كولو اراده وكړي، نو بېشكه تا لپاره الله كافي دى، دى همغه ذات دى چې ته يې په خپل مدد سره او په مومنانو سره مضبوط كړى يې
8-63 او د دوى د زړونو په مینځ كې يې محبت واچاوه، كه چېرې تا هغه ټول څه لګولي وى چې په ځمكه كې دي (، نو) تا به د دوى د زړونو په مینځ كې محبت نه و اچولى او لېكن الله د دوى په مینځ كې محبت واچاوه، بېشكه هغه ډېر غالب، ښه حكمت والا دى
8-64 اى نبي! تا لپاره او ستا پیروي كوونكو مومنانو لپاره الله كافي دى
8-65 اى نبي! ته مومنان (له دغو كفارو سره) په جنګ كولو باندې تېز كړه، كه چېرې په تاسو كې شل تنه صبر كوونكي وي، نو پر دوه سوه كسانو به غالبه شي او كه چېرې په تاسو كې سل تنه صبر كوونكي وي (، نو) پر هغو زرو كسانو به غالبه شي چې كافر شوي دي، ځكه چې یقینًا هغوى داسې قوم دى چې نه پوهېږي
8-66 اوس الله پر تاسو اساني راوستله او معلومه (څرګنده) يې كړه چې بېشكه په تاسو كې كمزوري ده، نو كه چېرې په تاسو كې سل تنه صبر كوونكي وي، (، نو) پر دوه سوه به غالبه شي او كه په تاسو كې زر تنه (صبر كوونكي) وي (، نو) پر دوه زره به غالبه شي، د الله په حكم سره، او الله د صبر كوونكو ملګرى دى
8-67 د نبي لپاره لايق نه دي چې د هغه دې بندیان (قيديان) وي، تر هغه چې وینې توى كړي، تاسو د دنیا اسباب غواړئ او الله (تاسو لپاره) د اخرت (د ثواب) اراده لري او الله ښه غالب، ښه حكمت والا دى
8-68 كه د الله له جانبه مخكینى لیك نه وى (، نو) تاسو ته به د هغې (فدیې) په بدل كې چې تاسو واخيستله، خامخا ډېر لوى عذاب دررسېدلى و
8-69 نو تاسو خورئ له هغه (ماله) چې تاسو په غنیمت حاصل كړى دى، چې حلال پاكیزه دى، او له الله نه ووېرېږئ، بېشكه الله ډېر بخښونكى، بې حده مهربان دى
8-70 اى نبي! ته هغو بندیانو (قيديانو) ته ووایه چې ستاسو په لاس كې دي: كه چېرې الله ستاسو په زړونو كې خیر (ایمان) معلوم كړي (، نو) تاسو ته به له هغه (مال) نه غوره دركړي چې له تاسو اخيستل شوى دى او تاسو ته به بخښنه وكړي او الله ډېر بخښونكى، بې حده مهربان دى
8-71 او كه دوى له تا سره د خیانت كولو اراده لري، نو یقینًا دوى له دې نه مخكې له الله سره خیانت كړى دى، نو هغه پر دوى باندې (د مومنانو) قابو (او غلبه) راوستله، او الله ښه پوه، ښه حكمت والا دى
8-72 بېشكه هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او هجرت يې كړى دى او د الله په لاره كې يې په خپلو ځانونو سره جهاد كړى دى او هغه كسان چې ځاى يې وركړى دى (دوى ته) او مرسته يې ورسره كړې ده، دغه كسان یو تر بله دوستان دي او هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او هجرت يې نه دى كړى (دار الاسلام ته) (، نو) ستاسو له هغوى سره د دوستۍ هېڅ شى (تعلق) نشته تر هغه پورې چې دوى هجرت وكړي او كه چېرې دوى له تاسو نه په دین كې مرسته وغواړي، نو پر تاسو باندې مدد كول لازم دي، مګر د هغه (كافر) قوم په خلاف نه چې ستاسو او د هغوى په مینځ كې معاهده وي او الله هغو كارونو لره چې تاسو يې كوئ ؛ ښه لیدونكى دى
8-73 او هغه كسان چې كفر يې كړى دى؛ دوى یو تر بله دوستان (حمايتيان) دي، كه تاسو دا (كارونه، يعنې له مومنانو سره دوستي او د دغو كفارو سركوبي) ونه كړئ (، نو) په ځمكه كې به لویه فتنه او ډېر لوى ورانى جوړ شي
8-74 او هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او هجرت يې كړى دى او د الله په لاره كې يې جهاد كړى دى او هغه كسان چې ځاى يې وركړى دى او مدد يې كړى دى، همدغه كسان په حقه مومنان دي، د دوى لپاره بخښنه او ډېر د عزت رزق دى
8-75 او هغه كسان چې له دې نه پس يې ایمان راوړ او هجرت يې وكړ او ستاسو په ملګرتیا كې يې جهاد وكړ، نو دغه كسان له هم ستاسو څخه دي او د خپلولۍ والا د الله په كتاب كې د یو بل زیات حقدار دي، بېشكه الله پر هر شي ښه پوه دى
Icon