سورة التكاثر

الترجمة البشتوية

د الترجمة البشتوية څخه په البشتوية کې د التكاثر سورې ژباړه

الترجمة البشتوية

Verse 1
102-1 تاسو غافله كړئ فخر كولو په یو بل باندې په ډېروالي (د مال، اولاد او قام) سره
Verse 2
102-2 تر هغه پورې چې تاسو هدېرو ته ورشئ
Verse 3
102-3 داسې نه ده په كار، ژر ده چې تاسو به پوه شئ
Verse 4
102-4 بیا بېخي داسې نه ده، ژر ده چې تاسو به پوه شئ
102-5 داسې نه ده كه تاسو په علم اليقين سره پوهېدلى
Verse 6
102-6 تاسو به خامخا ضرور دوزخ وینئ
Verse 7
102-7 بیا به تاسو خامخا ضرور دغه (دوزخ) د یقین په سترګو وینئ
102-8 بیا به په دغې ورځ كې له تاسو نه خامخا ضرور د نعمتونو په باره كې تپوس كېږي
تقدم القراءة