د الترجمة البشتوية څخه په البشتوية کې د الزمر سورې ژباړه
Verse 1
ﭴﭵﭶﭷﭸﭹ
ﭺ
39-1 د دې كتاب نازلول د الله له جانبه دي، چې ډېر غالب، ښه حكمت والا دى
Verse 2
39-2 بېشكه مونږ تا ته كتاب په حقه سره نازل كړى دى، نو ته د الله عبادت كوه، په داسې حال كې چې دین هغه (الله) لره خالص كوونكى يې
Verse 3
39-3 خبردار شئ! خاص د الله لپاره خالص دین دى، او هغه كسان چې له هغه نه غیر يې دوستان (كارسازي) نیولي دي (وايي:) مونږ د دوى عبادت نه كوو مګر د دې لپاره چې دوى مونږ الله ته نژدې كړي، ښه نژدې كول، بېشكه الله به د دوى په مینځ كې په هغو خبرو كې فیصله كوي چې دوى په هغو كې اختلاف كوي، بېشكه الله هدایت نه كوي هغه چا ته چې هغه دروغجن، ډېر ناشكره وي
Verse 4
39-4 كه الله غوښتلى چې (د ځان لپاره) اولاد ونیسي، (نو) خامخا ده به له خپله مخلوقه هغه غوره كړي وى چې دا يې غواړي، هغه لره پاكي ده. هم دى الله دى چې یو (او) ډېر غالب دى
Verse 5
39-5 هغه اسمانونه او ځمكه په حقه سره پیدا كړي دي، هغه شپه په ورځ تاووي (نغاړي) او ورځ په شپه تاووي او هغه لمر او سپوږمۍ مسخر كړي دي، هر یو مقرر كړى شوې نېټې ته روان دى، خبردار شئ! همغه ښه غالب، ښه بخښونكى دى
39-6 هغه تاسو له يو نفس نه پیدا كړي يئ، بیا يې له هغه نه د هغه ښځه پیدا كړه او تاسو لپاره يې له څارویو نه اته جوړې پیدا كړې، هغه تاسو د خپلو میندو په خیټو كې پیدا كوي، یو قسم پیدا كول، وروسته له بل قسم پیدا كولو نه، په دریو تیارو كې، دغه الله ستاسو رب دى، بادشاهي خاص د هغه لپاره ده، نشته دى هېڅ حق معبود مګر هغه دى، نو كوم طرف ته تاسو ګرځولى شئ
Verse 7
39-7 كه تاسو كفر اختیار كړئ، نو بېشكه الله له تاسو نه ښه بې پروا دى، او هغه د خپلو بنده ګانو لپاره كفر نه خوښوي، او كه تاسو شكر وباسئ (نو) دى دغه (شكر) تاسو ته خوښوي، او هېڅ بار وړونكى د بل بار نه وړي، بیا خاص خپل رب ته ستاسو بېرته ورتله دي، نو هغه به تاسو په هغو عملونو خبر كړي چې تاسو به كول، بېشكه هغه د سینو په خبرو ښه عالم دى
Verse 8
39-8 او كله چې انسان ته سختي ورسېږي (، نو) خپل رب بلي، په داسې حال كې چې هغه ته رجوع كوونكى وي، بیا چې كله هغه (الله) ده ته له خپل جانب نه نعمت وركړي (، نو) هېر كړي هغه ذات چې ده به له دې (نعمت) نه مخكې دغه (تكلیف لرې كولو) ته باله، او الله لپاره شریكان مقرر كړي، د دې لپاره چې د هغه (الله) له لارې نه (خلق) ګمراه كړي، ته ووایه: ته په خپل كفر سره لږه نفعه واخله، بېشكه ته له دوزخیانو څخه يې
Verse 9
39-9 ایا هغه څوك چې هغه د شپې په ساعتونو كې اطاعت كوونكى دى، چې سجده كوونكى او قیام كوونكى وي، له اخرت نه وېرېږي او د خپل رب د رحمت امېد لري، ته ووایه: ایا سره برابرېدلى شي هغه كسان چې پوهېږي او هغه كسان چې نه پوهېږي، بېشكه همدغه د خالصو عقلونو والا نصیحت اخلي
Verse 10
39-10 ته (دوى ته د الله له جانبه) ووایه: اى زما هغو بنده ګانو چې ایمان يې راوړى دى: تاسو له خپل رب نه ووېرېږئ، د هغو كسانو لپاره چې په دنیا كې يې نېكي كړې ده ؛ لویه نېكي (او بدله) ده او د الله ځمكه فراخه ده، بېشكه يواځې صبر كوونكو ته د هغوى اجر بې حسابه پوره وركاوه شي
Verse 11
39-11 ته (دوى ته) ووایه: بېشكه ما ته حكم راكړ شوى دى چې زه د الله عبادت كوم، په داسې حال كې چې هغه (الله) لره دین خالص كوونكى يم
Verse 12
ﭛﭜﭝﭞﭟ
ﭠ
39-12 او ما ته حكم راكړى شوى دى چې زه تر ټولو اول مسلمان یم
Verse 13
39-13 ته (دوى ته) ووایه: بېشكه زه كه د خپل رب نافرماني وكړم. د ډېرې لويې ورځې له عذاب نه وېرېږم
Verse 14
ﭫﭬﭭﭮﭯﭰ
ﭱ
39-14 ته (دوى ته) ووایه: زه خاص د الله عبادت كوم، په داسې حال كې چې هغه لره خپل دین خالص كوونكى یم
Verse 15
39-15 نو تاسو له هغه نه غیر د څه شي چې غواړئ، عبادت وكړئ، ته ووایه: بېشكه نقصان كوونكي هغه كسان دي چې د قیامت په ورځ يې خپلو ځانونو او خپل اهل ته تاوان رسولى دى. خبردار شئ، دغه (تاوان) همدغه ښكاره تاوان دى
Verse 16
39-16 د دوى لپاره به د دوى له پاسه د اور چوپالونه وي او د دوى له لاندې نه به هم چوپالونه وي. دغه (عذاب) دى چې الله په ده سره خپل بنده ګان وېروي، اى زما بنده ګانو! نو تاسو زما نه وویرېږئ
Verse 17
39-17 او هغه كسان چې له طاغوت نه يې ځان وساته، یعنې د هغو له عبادت كولو نه او الله ته يې رجوع وكړه، خاص د دوى لپاره زېرى دى، نو ته زما په بنده ګانو زېرى وكړه
Verse 18
39-18 هغه (بنده ګان) چې خبره په غور سره اوري، نو د هغې د تر ټولو ښې پیروي كوي، دا هغه كسان دي چې الله دوى ته هدایت كړى دى او همدغه كسان د خالص عقل والا دي
Verse 19
39-19 ایا نو هغه څوك چې په هغه باندې د عذاب خبره ثابته شوې ده، ایا نوته هغه څوك خلاصولى شي چې په اور كې وي
Verse 20
39-20 لېكن هغه كسان چې له خپل رب نه وېرېږي خاص د دوى لپاره داسې بالاخانې دي چې د هغو له پاسه (نورې) ښې جوړې كړى شوي بالاخانې دي، چې د هغو له لاندې ولې بهېږي، (دا) د الله كړې وعده ده، الله د وعدې مخالفت نه كوي
Verse 21
39-21 ایا تا نه دي كتلي چې بېشكه الله له بره نه اوبه نازلې كړې دي، بیا يې دغه (اوبه) په ځمكه كې په چینو كې ننه ایستي دي، بیا هغه په دغو (اوبو) سره فصل راوباسي، په دې حال كې چې د هغه رنګونه مختلف وي، بیا هغه وچ شي، نو ته هغه (شین رنګى فصل) تك زېړ وینې، بیا دغه (فصل) لره هغه رژېدلى (مات شوى) وګرځوي، بېشكه په دغه كې د خالصو عقلونو والاو لپاره خامخا نصیحت دى
Verse 22
39-22 ایا نو هغه څوك چې الله د هغه سینه د اسلام لپاره پرانستلي وي، نو دغه كس په رڼا كې وي د خپل رب له جانبه، پس هلاكت دى هغو كسانو ته چې د هغوى زړونه د الله له ذكره سخت دي، دغه كسان په ښكاره ګمراهۍ كې دي
Verse 23
39-23 الله تر ټولو ښكلى كلام نازل كړى دى، چې داسې كتاب دى چې په خپل مينځ كې مشابه دى، مكرر (او غبرګ) دى، چې له ده نه د هغو كسانو پوستكي ځیګ كېږي چې له خپل رب نه وېرېږي، بیا د دوى پوستكي او د دوى زړونه د الله ذكر ته نرم شي، دغه د الله هدایت دى، چې چا ته وغواړي په ده سره هدايت وركوي او هغه څوك چې الله يې ګمراه كړي، نو د هغه لپاره هیڅوك لار ښودونكى نشته
Verse 24
39-24 ایا نو هغه څوك چې په خپل مخ سره ځان بچ كوي له سخت عذاب نه په ورځ د قیامت كې او ظالمانو ته به وویل شي: تاسو وڅكئ (سزا د) هغو عملونو چې تاسو به كول
Verse 25
39-25 هغو كسانو تكذیب كړى و چې له دوى نه مخكې وو، نو په دوى عذاب له هغه ځایه راغى چې دوى نه پوهېدل
Verse 26
39-26 نو الله په دوى په دنيايي ژوند كې رسوايي وڅكوله او خامخا د اخرت عذاب تر ټولو لوى دى، كه چېرې دوى پوهېدلى
Verse 27
39-27 او یقینًا یقینًا مونږ د خلقو لپاره په دې قرآن كې هر قسمه مثال بیان كړى دى، د دې لپاره چې دوى نصیحت واخلي
Verse 28
39-28 په داسې حال كې چې دغه عربي (واضح) قرآن دى، د كوږوالي والا نه دى، د دې لپاره چې دوى پرهېزګاره شي
Verse 29
39-29 الله یو مثال بیانوي، یو (غلام) سړى دى، په ده كې بدخویه په خپل مینځ كې ناسازه كسان شریكان دي او بل (غلام) سړى دى چې سالم (او پوره) د یو سړي دى، ایا دغه دواړه په حال كې سره برابر دي؟ ټول د كمال صفتونه خاص د الله لپاره دي بلكې د دوى اكثره نه پوهېږي
Verse 30
ﰁﰂﰃﰄ
ﰅ
39-30 بېشكه ته هم مړ كېدونكى يې او بېشكه دوى (هم) مړ كېدونكي دي
Verse 31
39-31 بیا بېشكه تاسو به د قیامت په ورځ د خپل رب په وړاندې، یو تربله جګړه كوئ
Verse 32
39-32 نو له هغه چا نه لوى ظالم څوك دى چې په الله دروغ تړي او رښتیا (قرآن) دروغ ګڼي، كله چې دغه (رښتیا) ده ته راشي؟ ایا په دوزخ كې د كافرانو لپاره استوګنځى نشته؟
Verse 33
39-33 او هغه كس چې صدق (رښتینى دین) يې راوړ او (هغه چې) د دغه (صدق) تصدیق يې وكړ (نو) هم دغه كسان پرهېزګاران دي
Verse 34
39-34 د دوى لپاره د خپل رب په نېز هغه څه دي چې دوى يې غواړي، دغه د نېكي كوونكو بدله ده
Verse 35
39-35 د دې لپاره چې الله له دوى نه هغه بدتر ګناهونه لرې (ختم) كړي چې دوى كړي دي او دوى ته د دوى اجر بدله وركړي، په سبب د هغو تر ټولو ښكلو عملونو چې دوى به كول
Verse 36
39-36 ایا الله خپل بنده ته ښه كافي كېدونكى نه دى او دوى تا په هغو (معبودانو) وېروي چې له دغه (الله) نه غیر دي او هغه څوك چې الله يې ګمراه كړي، نو د هغه لپاره هیڅوك نېغه لار ښودونكى نشته
Verse 37
39-37 او هغه څوك چې الله ورته هدایت وكړي، نو د هغه لپاره هیڅوك ګمراه كوونكى نشته. ایا الله ښه غالب او انتقام والا نه دى ؟
Verse 38
39-38 او یقینًا كه ته له دوى نه تپوس وكړې چې اسمانونه او ځمكه چا پیدا كړي دي (، نو) دوى به خامخا لازمًا ووايي چې ’’الله‘‘، ته (دوى ته) ووایه: تاسو ما ته خبر راكړئ، هغه (معبودان) چې تاسو يې له الله نه غیر بلئ. كه چېرې الله ما ته د ضرر رسولو اراده وكړي، ایا دغه (ستاسو معبودان) د هغه د ضرر لرې كوونكي دي؟ یا كه هغه (الله) ما سره د رحمت اراده وكړي، ایا دغه (معبودان) د هغه د رحمت منع كوونكي دي؟ ته (دوى ته) ووایه: زما لپاره بس الله كافي دى، خاص په ده باندې توكل كوونكي توكل كوي
Verse 39
39-39 ته (دوى ته) ووایه: اى زما قومه: تاسو په خپله طریقه (او ځاى) عمل كوئ، بېشكه زه هم عمل كوونكى یم، نو ژر به تاسو وپېژنئ
Verse 40
39-40 هغه څوك چې ده ته به داسې عذاب راشي چې دا به وشرموي او په ده به دايمي عذاب نازل شي
Verse 41
39-41 بېشكه مونږ په تا باندې كتاب نازل كړى دى د خلقو لپاره په حقه سره، نوهغه څوك چې په سمه لار روان شي، نو د خپل ځان لپاره يې نفع ده او هغه څوك چې ګمراه شي، نو بېشكه همدا خبره ده چې دى د همدغه (ځان) په ضرر ګمراه كېږي او ته په دوى باندې له سره نګران نه يې
Verse 42
39-42 الله نفسونه (ساګانې) قبضوي د هغو د مرګ په وخت كې او هغه (نفس) چې مړ نه وي د (هغه ساه) د خوب په وخت كې(قبضوي)، بیا هغه (ساه) ساتي چې په هغې يې د مرګ فیصله كړې وي او هغه بله تر مقررې نېټې پورې راخوشې كړي، بېشكه په دغو (قبض، ساتلو او پرېښودلو) كې خامخا لويې نښې دي د هغه قوم لپاره چې ښه فكر كوي
Verse 43
39-43 بلكې ایا دوى له الله نه غیر شفاعت كوونكي نیولي دي، ته (دوى ته) ووایه: ایا (دوى به شفاعت كوي!) اګر كه دوى په داسې حال كې وي چې نه د څه شي مالكان وي او نه عقل لري
Verse 44
39-44 ته (دوى ته) ووایه: شفاعت ټول خاص د الله په اختیار كې دى، خاص د هغه لپاره د اسمانونو او ځمكې بادشاهي ده، بیا به تاسو خاص هغه ته بېرته بېول كېږئ
Verse 45
39-45 او كله چې الله يواځې یاد كړى شي (، نو) د هغو كسانو زړونه سخت تنګ شي چې په اخرت ایمان نه لري او كله چې هغه (معبودان، بتان) یاد كړى شي چې له هغه(الله) نه غیر دي(، نو) ناڅاپه دوى ډېر خوشحالېږي
Verse 46
39-46 ته ووایه: اى الله د اسمانونو اوځمكې پیدا كوونكیه، د غیبو او د ښكاره وو عالِـمه، ته به د خپلو بنده ګانو په مینځ كې فیصله كوې، په هغو خبرو كې چې دوى به په هغو كې اختلاف كاوه
Verse 47
39-47 او كه په رښتیا سره د ظلم (شرك) كوونكو كسانو لپاره هغه څه چې په ځمكه كې دي، ټول مملوك شي او د دغه په مثل نور ورسره شي، نو دوى به خامخا د قیامت په ورځ كې له بدتر عذاب نه د خلاصي لپاره دغه فدیه وركړي. او دوى ته به د الله له جانبه هغه څه ښكاره شي چې دوى به يې ګمان هم نه كاوه
Verse 48
39-48 او دوى ته به د خپلو كړو عملونو بدۍ ښكاره شي او له دوى نه به هغه (عذاب) چاپېره شي چې دوى به په هغه پورې استهزا كولې
Verse 49
39-49 نو كله چې انسان ته تكلیف ورسي (، نو) مونږ بلي، بيا چې كله ده ته مونږ له خپله جانبه نعمت وركړو (، نو) دى وايي: دا خو ما ته يواځې (زما) د علم په سبب راكړ شوى دى، بلكې دغه (وركړه) ازمېښت دى، او لېكن د دوى اكثره نه پوهېږي
Verse 50
39-50 یقینًا دغه خبره هغو كسانو (هم) كړې وه چې له دوى نه مخكې وو، نو د دغو كسانو هېڅ په كار رانغلل هغه (مالونه) چې دوى به ګټل
Verse 51
39-51 نو دغو (پخوانیو خلقو) ته د خپلو كړو عملونو بدۍ ورسېدلې او هغه كسان چې ظلم يې كړى دى له دغو خلقو نه (چې قریش دي) ژر به دوى ته د دوى د كړو عملونو بدۍ ورسېږي او دوى (مونږ لره) عاجزه كوونكي نه دي
Verse 52
39-52 او ایا دوى نه پوهېږي چې بېشكه الله رزق فراخوي چا لپاره چې وغواړي او تنګوي يې، بېشكه په دغو (فراخولو اوتنګولو) كې خامخا ډېرې نښې دي د هغه قوم لپاره چې ایمان راوړي
Verse 53
39-53 ته (دوى) ته ووایه: اى زما هغو بنده ګانو چې په خپلو ځانونو يې زیاتى كړى دى! تاسو د الله له رحمت نه مه ناامېده كېږئ، بېشكه الله ټول ګناهونه بخښي، بېشكه دغه (الله)، هم دى ښه بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى
Verse 54
39-54 او تاسو خپل رب ته رجوع وكړئ او هغه ته غاړه كېږدئ، مخكې له دې نه چې په تاسو عذاب راشي، بیا به تاسو سره مدد نه كولى شي
Verse 55
39-55 او تاسو د تر ټولو ښه حكم (قرآن) پیروي وكړئ هغه چې تاسو ته د خپل رب له جانبه نازل كړى شوى دى مخكې له دې نه چې په تاسو عذاب راشي ناڅاپه، حال دا چې تاسو به نه پوهېږئ
Verse 56
39-56 (تاسو اوس خپل رب ته رجوع وكړئ) ځكه چې نفس به وايي: اى زما حسرته! په هغه چې ما د الله په حق كې تقصیر(او كمى) كړى دى او یقینًا زه خامخا د استهزا كوونكو ځنې وم
Verse 57
39-57 یا به وايي: كه حقیقتًا الله ما ته هدایت كړى وى(، نو) زه به خامخا د پرهېزګارانو ځنې وى
Verse 58
39-58 یا به وايي كله چې عذاب ویني: كاشكې په رښتیا سره ما ته بېرته تلل وى، نو زه به له نېكي كوونكو ځنې وم
Verse 59
39-59 ولې نه! یقینًا تا ته زما ایتونه راغلي وو، نو تا د هغو تكذیب كړى و او تكبر دې كړى و او ته وې له كافرانو نه
Verse 60
39-60 او د قیامت په ورځ به ته هغه كسان ووینې چې په الله يې دروغ تړلي وو، په داسې حال كې چې د دوى مخونه به تك تور كړى شوي وي، ایا په دوزخ كې د تكبر كوونكو لپاره ځاى نشته!
Verse 61
39-61 او الله به هغو كسانو ته چې ځان يې (له شرك نه) بچ ساتلى دى، د خپلې كامیابۍ (او فلاح) په وجه نجات وركړي، په داسې حال كې چې دوى ته به نه سختي رسېږي او نه به دوى غمجن كېږي
Verse 62
39-62 الله د هر شي پیدا كوونكى دى او هغه په هر شي باندې نګران دى
Verse 63
39-63 خاص هم ده لره د اسمانونو او ځمكې چابیانې دي، او هغه كسان چې د الله په ایتونو سره كافران شوي دي، هم دغه كسان تاوانیان دي
Verse 64
39-64 ته (دوى ته) ووایه: ایا نو تاسو ما ته حكم كوئ چې زه د غیر الله عبادت وكړم؟ اى جاهلانو!
Verse 65
39-65 او یقینًا یقینًا تا ته وحي كړى شوې ده او هغو كسانو ته چې له تا نه مخكې وو (داسې چې) قسم دى كه تا شرك وكړ (نو) ستا عمل به خامخا لازمًا برباد شي او ته به خامخا لازمًا له تاوانیانو ځنې شې
Verse 66
ﯟﯠﯡﯢﯣﯤ
ﯥ
39-66 بلكې ته خاص د الله عبادت كوه او اوسه له شكر كوونكو ځنې
Verse 67
39-67 او دغو (مشركانو) د الله تعظیم ونه كړ د هغه حق تعظیم، حال دا چې ځمكه ټوله د ده په قبضه كې ده د قیامت په ورځ كې او اسمانونه د ده په ښي لاس كې رانغاړل (راټول كړى) شوي دي، ده لره پاكي ده او هغه ډېر اوچت دى له هغو څیزونو نه چې دوى يې (له هغه سره) شریكوي
Verse 68
39-68 او په شپېلۍ كې به پو كړى شي، نو بې هوشه (بې خوده) به شي هر هغه څوك چې په اسمانونو كې دي او هر هغه څوك چې په ځمكه كې دي، غیر له هغه چا نه چې الله يې وغواړي، بیا به په دې كې بل ځلې پو كړى شي، نو ناڅاپه به دوى ولاړ وي، ګوري به (حیران حیران)
Verse 69
39-69 او ځمكه به د خپل رب په نور سره روښانه شي او كتاب (عمل نامه) به كېښودل شي او نبیان او شاهدان به راوستل شي او د دوى په مینځ كې به په حق (او انصاف) سره فیصله وكړى شي، په داسې حال كې چې په دوى به هېڅ ظلم ونه كړى شي
Verse 70
39-70 او هر نفس ته به د ده كړى عمل پوره وركړى شي او هغه (الله) ښه عالم دى په هغو عملونو چې دوى يې كوي
Verse 71
39-71 او كافران شوي كسان به دوزخ ته ډلې ډلې روان كړى شي، تر هغه پورې چې كله دوى دغه (دوزخ) ته راشي، (نو) د ده دروازې به پرانستل شي او دوى ته به د دغه (جهنم) نګرانان ووايي: ایا تاسو ته رسولان نه وو راغلي، چې له هم ستاسو نه وو، چې تاسو ته به يې ستاسو د رب ایتونه لوستل او تاسو به يې د خپلې دغې ورځې له ملاقات نه وېرولئ؟ دوى به ووايي: ولې نه! (راغلي وو) او لېكن د عذاب خبره په كافرانو باندې ثابته شوې وه
Verse 72
39-72 وبه ویل شي (دوى ته): تاسو د دوزخ په دروازو كې ننوځئ، په داسې حال كې چې په دغه (دوزخ) كې به تل يئ، نو د تكبر كوونكو استوګنه بده ده
Verse 73
39-73 او هغه كسان به چې له خپل رب نه وېرېدل، جنت ته ډلې ډلې روان كړى شي، تر هغه پورې چې كله دوى ده ته راشي، په دې حال كې چې د ده دروازې به (له مخكې نه) پرانستل شوي وي او دوى ته به د دغه (جنت) نګرانان ووايي: په تاسو دې سلام وي، تاسو پاك يئ، نو دغو ته داخل شئ، په داسې حال كې چې تل اوسېدونكي به یئ
Verse 74
39-74 او دوى به وايي: ټول د كمال صفتونه هغه الله لره خاص دي چې زمونږ سره يې خپله وعده رښتینې كړه او مونږ ته يې دغه ځمكه میراث راكړه، چې په دغه جنت كې مونږ ځاى نیسو، هر ځاى چې مونږ وغواړو، نو د (نېك) عمل كوونكو اجر ښه دى
Verse 75
39-75 او (اى نبي) ته به ملايك ووينې، چې د عرش ګېر چاپېره راتاوېدونكي وي، چې د خپل رب له حمد سره تسبیح وايي او د دغو (خلقو) په مینځ كې به په حقه سره فیصله وكړى شي او وبه ویل شي: ټول د كمال صفتونه خاص د الله لپاره دي چې د عالمونو ښه پالونكى دى
تقدم القراءة