د الترجمة البشتوية څخه په البشتوية کې د الليل سورې ژباړه
Verse 1
ﮡﮢﮣ
ﮤ
92-1 قسم دى په شپه كله چې دا (هر شى) پټ كړي
Verse 2
ﮥﮦﮧ
ﮨ
92-2 او په ورځ باندې كله چې روښانه شي
Verse 3
ﮩﮪﮫﮬ
ﮭ
92-3 او په هغه ذات باندې چې نر او ښځه يې پیدا كړي دي
Verse 4
ﮮﮯﮰ
ﮱ
92-4 چې بېشكه ستاسو سعي (او عمل) خامخا بېل بېل دي
Verse 5
ﯓﯔﯕﯖ
ﯗ
92-5 نو هر چې هغه څوك دى چې وركړه كوي او وېرېږي
Verse 6
ﯘﯙ
ﯚ
92-6 او د ډېرې ښكلې كلمې تصدیق كوي
Verse 7
ﯛﯜ
ﯝ
92-7 نو مونږ به ضرور ده ته د اسانې لارې اسانتیا وركړو
Verse 8
ﯞﯟﯠﯡ
ﯢ
92-8 او هر چې هغه څوك دى چې بخیلي كوي او بې پروايي كوي
Verse 9
ﯣﯤ
ﯥ
92-9 او د ډېرې ښكلې كلمې تكذیب كوي (دروغ يې ګڼي)
Verse 10
ﭑﭒ
ﭓ
92-10 نو مونږ به ضرور ده ته د سختې لارې اسانتیا وركړو
Verse 11
ﭔﭕﭖﭗﭘﭙ
ﭚ
92-11 او كله چې دى په كنده كې غورځېږي (هلاكېږي، نو) د ده مال به د ده هېڅ په كار رانشي
Verse 12
ﭛﭜﭝ
ﭞ
92-12 بېشكه خاص زمونږ په ذمه خامخا لاره ښوول دي
Verse 13
ﭟﭠﭡﭢ
ﭣ
92-13 او بېشكه خاص زمونږ لپاره اخرت او دنیا ده (د دواړو اختيار دى)
Verse 14
ﭤﭥﭦ
ﭧ
92-14 نوما تاسو له داسې اوره ووېرولئ چې لمبې وهي
Verse 15
ﭨﭩﭪﭫ
ﭬ
92-15 ده ته به نه ننوځي مګر ترټولو بدبخته
Verse 16
ﭭﭮﭯ
ﭰ
92-16 هغه چې تكذیب يې كړى او مخ يې (له حقه) ګرځولى دى
Verse 17
ﭱﭲ
ﭳ
92-17 او له ده نه به خامخا لرې ساتلى شي ښه وېرېدونكى
Verse 18
ﭴﭵﭶﭷ
ﭸ
92-18 هغه چې خپل مال د دې لپاره وركوي چې پاك شي
Verse 19
ﭹﭺﭻﭼﭽﭾ
ﭿ
92-19 او له ده سره (د ده په غاړه) د هیچا لپاره څه نعمت (او احسان) نشته چې بدله يې وركولى شي
Verse 20
ﮀﮁﮂﮃﮄ
ﮅ
92-20 مګر د خپل رب د مخ لټونې لپاره چې تر ټولو اوچت دى
Verse 21
ﮆﮇ
ﮈ
92-21 او خامخا ژر به دى راضي شي`
تقدم القراءة