د الترجمة البشتوية څخه په البشتوية کې د ص سورې ژباړه
Verse 1
ﭑﭒﭓﭔﭕ
ﭖ
38-1 صاد، قسم دى په قرآن چې د نصیحت والا دى
Verse 2
ﭗﭘﭙﭚﭛﭜ
ﭝ
38-2 بلكې هغه كسان چې كافران شوي دي، په كبر او مخالفت كې دي
Verse 3
38-3 مونږه له دوى نه مخكې څومره ډېرې پېړۍ هلاكې كړې دي، نو هغوى به چغې وهلې، حال دا چې دغه وخت به د خلاصي نه و
Verse 4
38-4 او دوى په دې وجه تعجب كوي چې دوى ته له همدوى ځنې یو وېروونكى راغى او كافرانو وویل: دا (پېغمبر) جادوګر دى، سخت دروغجن دى
Verse 5
38-5 ایا ده دغه معبودان یو اله وګرځول، بېشكه دا خامخا ډېر عجیبه څیز دى
Verse 6
38-6 او له دوى څخه (د كفارو) مشران لاړل، چې (ویل يې:) ځئ او په خپلو معبودانو ټینګ اوسئ، بېشكه دغه (توحید) خامخا یو داسې شى دى چې غوښتنه يې كولى شي (زمونږ نه)
Verse 7
38-7 مونږ دغه (توحید) په وروستي دین (نصرانیت) كې نه دى اورېدلى. نه دى دا مګر له خپله ځانه نه جوړ كړى شوي دروغ
Verse 8
38-8 ایا زمونږ له مینځه په ده باندې ذكر (وحي، قرآن) نازل كړى شو! بلكې دوى زما د ذكر (قرآن) په هكله په شك كې دي بلكې لا تر اوسه دوى زما عذاب نه دى څكلى
Verse 9
38-9 ایا له دوى سره ستا د رب د رحمت خزانې دي (هغه رب) چې ډېر غالب، عطا كوونكى دى؟
Verse 10
38-10 یا د دوى لپاره بادشاهي ده د اسمانونو او ځمكې او د هغه څه چې د دواړو په مینځ كې دي، نو دوى دې په اسبابو كې وخېژي
Verse 11
ﯟﯠﯡﯢﯣﯤ
ﯥ
38-11 (دغه) داسې لښكر ګوټى دى له لښكرو څخه، چې په دغه ځاى كې شكست وركړى شوى دى
Verse 12
38-12 تكذیب كړى و له دوى نه مخكې د نوح قوم او عادیانو او فرعون چې د مېخونو والا و
Verse 13
38-13 او ثمودیانو او د لوط قوم او د ځنګل والاوو، همدغه ډلې دي
Verse 14
38-14 نه ده هره یوه (ډله) مګر چې د رسولانو تكذیب يې كړى دى، نو زما عذاب پرې ثابت شو
Verse 15
38-15 او دوى انتظار نه كوي مګر د یوې داسې چغې چې د هغې لپاره بېرته ګرځېدل نشته (وقفه نشته)
Verse 16
38-16 او دوى ویل: اى زمونږ ربه! ته مونږ ته زمونږ برخه ژر راكړه، د حساب له ورځې نه مخكې
Verse 17
38-17 ته د دوى په دغو خبرو صبر كوه او ته زمونږ بنده داود یاد كړه چې د قوت والا و، بېشكه هغه ډېر رجوع كوونكى و
Verse 18
38-18 بېشكه مونږ له هغه سره غرونه تابع كړي وو چې د ورځې په اخره او اوله برخه كې به يې تسبیح ویله
Verse 19
ﭦﭧﭨﭩﭪﭫ
ﭬ
38-19 او مرغان مو (تابع كړي وو) په دې حال كې چې جمع كړى شوي به وو، هر یو به ده ته ښه رجوع كوونكى و
Verse 20
ﭭﭮﭯﭰﭱﭲ
ﭳ
38-20 اومونږ د هغه باچاهي مضبوطه كړې وه او مونږ هغه ته حكمت او د غوڅې خبرې قوت وركړى و
Verse 21
38-21 او ایا تا ته د جګړه كوونكو خبر راغلى دى، كله چې هغوى په (دېوال د) عبادت خانې راوختل
Verse 22
38-22 كله چې دوى په داود ورننوتل، نو هغه له دوى نه ووېرېده، دوى وویل: ته مه وېرېږه! (مونږ یو) دوه جګړه كوونكې ډلې، زمونږ ځینو په ځینو نورو ظلم كړى دى، نو ته زمونږ په مینځ كې په حقه سره فیصله وكړه او زیاتى مه كوه او ته نېغې لارې ته زمونږ لار ښووونه وكړه
Verse 23
38-23 بېشكه دا زما ورور دى، د ده نهه نوي (یو كم سل) ګډې (مېږې) دي او زما یوه ګډه (مېږه) ده، نو ده وویل: ته ما د دې كفیل (مالك) وګرځوه او په خبرو كې يې په ما غلبه كړې ده
Verse 24
38-24 ده (داود) وویل: یقینًا یقینًا ده په تا ظلم كړى دى، ستا د ګډې په غوښتلو (چې یو ځاى يې كړي) له خپلو ګډو سره او بېشكه په شریكانو كې ډېر زیات (داسې وي چې) خامخا ځینې د دوى په ځینو نورو ظلم كوي، غیر له هغو كسانو نه چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي او دوى بېخي لږ دي. او داود یقین وكړ چې بېشكه همدا خبره ده چې مونږ هغه وازمایه، نو له خپل رب نه يې بخښنه وغوښته او پرېوته، په داسې حال كې چې ركوع (او) سجده كوونكى و، او رجوع يې وكړه
Verse 25
38-25 نو مونږ ده ته دغه (خطا) وبخښله، او بېشكه د هغه لپاره زمونږ په نیز خامخا قربت دى او د ورتلو ښه ځاى دى
Verse 26
38-26 اى داوده! بېشكه مونږ ته په ځمكه كې خلیفه ګرځولى يې، نو ته د خلقو په مینځ كې په حقه سره فیصلې كوه او د خواهشاتو پيروي مه كوه، (ګنې) نو تا به د الله له لارې نه ګمراه كړي، بېشكه هغه كسان چې د الله له لارې نه ګمراه كېږي، د هغوى لپاره ډېر سخت عذاب دى، په سبب د دوى د هېرولو ورځې د حساب لره
Verse 27
38-27 او مونږ اسمان او ځمكه او هغه څه چې د دواړو په مینځ كې دي داسې نه دي پیدا كړي، چې باطل (او عبث) دي دغه (باطل پیدا كول) د كافران شویو خلقو ګمان دى، نو دا كافران شویو خلقو لپاره له اوره هلاكت (او عذاب) دى
Verse 28
38-28 ایا مونږ به هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي، په ځمكه كې د فساد كوونكو په شان وګرځوو؟ ایا مونږ به متقیان د فاجرانو (بدكارانو) په شان وګرځوو؟
Verse 29
38-29 (دغه قرآن) كتاب دى چې مونږه تا ته نازل كړى دى، بركتناك دى، د دې لپاره چې دوى د ده په ایتونو كې فكر وكړي او د دې لپاره چې د خالصو عقلونو والا ترې پند واخلي
Verse 30
38-30 او مونږ داود ته سليمان عطا كړ، (هغه) ښه بنده و، بېشكه چې هغه ډېر رجوع كوونكى و
Verse 31
ﮅﮆﮇﮈﮉﮊ
ﮋ
38-31 كله چې ده ته د ورځې په اخر كې هغه ګړندي خاص اسونه وړاندې كړى شول چې په درې پښو ودرېږي
Verse 32
38-32 نو ده ویل: بېشكه ما د دغه مال محبت محبوب ګڼلى دى د خپل رب د یاد په وجه، تر دې چې (دغه اسونه) په پرده كې پټ شول
Verse 33
38-33 تاسو دغه ما ته بېرته راولئ، نو شروع شو چې په پنډيو او څټونو يې لاس راښكه
Verse 34
38-34 او یقینًا یقینًا مونږ سلیمان وازمایه، او د ده په كرسۍ مو یو جسد وغورځاوه، بیا ده رجوع وكړه
Verse 35
38-35 ده وویل: اى زما ربه! ته ما وبخښه او ما ته داسې باچاهي راكړه چې له ما نه پس د چا لپاره هم مناسب نه وي، بېشكه هم ته ښه عطا كوونكى يې
Verse 36
38-36 نو مونږ د ده لپاره هوا مسخره كړه چې د ده په امر سره به چلېدله نرمه نرمه، چېرته چې به ده اراده وكړه
Verse 37
ﯥﯦﯧﯨ
ﯩ
38-37 (مونږ تابع كړي وو د ده لپاره) پېریان هر ښه معمار او ښه غوټه وهونكى
Verse 38
ﯪﯫﯬﯭ
ﯮ
38-38 او نور (پېریان) چې په ځنځيرونو كې له یو بل سره تړل شوي وو
Verse 39
38-39 دا زمونږ عطا ده، نو ته احسان كوه، يا يې وساته، بې له حسابه
Verse 40
ﯷﯸﯹﯺﯻﯼ
ﯽ
38-40 او بېشكه د هغه لپاره زمونږ په نیز خامخا قرب دى، او (په اخرت كې) د ورتلو ښه ځاى دى
Verse 41
38-41 او ته زمونږ بنده ایوب یاد كړه، كله چې هغه خپل رب ته اواز وكړ چې بېشكه ما ته شیطان ایذا او تكلیف رارسولى دى
Verse 42
38-42 ته (ځمكه) په خپلې پښې سره ووهه، دغه یخ غسلځاى دى، او د څښلو اوبه دي
Verse 43
38-43 او مونږ ده ته د ده اهل وركړ او له دوى سره د دوى په مثل (نور هم) له خپل جانب نه د رحمت له وجې او عقلمندو ته د نصیحت لپاره
Verse 44
38-44 او ته په خپل لاس سره جارو ونیسه، نو په هغې سره وهل وكړه او مه حانث كېږه، بېشكه مونږ هغه صابر ومونده، (هغه) ښه سړى و، بېشكه هغه ډېر رجوع كوونكى و
Verse 45
38-45 او ته زمونږ بنده ګان ابراهیم، او اسحٰق او یعقوب یاد كړه چې د (عمل د) قوت او (حق ليدونكو) سترګو خاوندان وو
Verse 46
ﭶﭷﭸﭹﭺ
ﭻ
38-46 بېشكه مونږ دوى په یو خالص خوى سره خالص كړي دي چې هغه د اخرت یادول دي
Verse 47
ﭼﭽﭾﭿﮀ
ﮁ
38-47 او بېشكه دوى زمونږ، په نیز خامخا له غوره كړى شویو، بهترو خلقو ځنې دي
Verse 48
38-48 او ته اسماعیل او الیسع او ذوالكفل یاد كړه، دغه هر یو د خیر او بهترۍ والا وو
Verse 49
38-49 دا پند دى، او بېشكه د متقیانو لپاره خامخا د ورتلو ښه ځاى دى
Verse 50
ﮔﮕﮖﮗﮘ
ﮙ
38-50 چې د همېشه استوګنې جنتونه دي، په داسې حال كې چې د دوى لپاره يې دروازې ښې پرانستې دي
Verse 51
38-51 په دغو كې به تكیه وهلي وي، په دغو (جنتونو) كې به دوى ډېرې مېوې او مشروب راغواړي
Verse 52
ﮢﮣﮤﮥﮦ
ﮧ
38-52 او له دوى سره به د نظر رامنع كوونكې همځولې ښځې وي
Verse 53
ﮨﮩﮪﮫﮬ
ﮭ
38-53 دا (ثواب او نعمتونه) هغه څه دي چې تاسو ته يې د حساب د ورځې لپاره وعده دركولى شي
Verse 54
38-54 بېشكه دا خامخا زمونږ داسې رزق دى، چې ده لره هېڅ خلاصېدل نشته
Verse 55
ﯗﯘﯙﯚﯛﯜ
ﯝ
38-55 دغه (د مومنانو حال) دى او بېشكه د سركشانو لپاره خامخا د ورتلو ډېر بد ځاى دى
Verse 56
ﯞﯟﯠﯡ
ﯢ
38-56 چې جهنم دى، دوى به په هغه كې داخلېږي، نو هغه بده بستره ده
Verse 57
ﯣﯤﯥﯦ
ﯧ
38-57 دغه اېشېدلې اوبه او زوې دي، نو دوى دې دا وڅَكي
Verse 58
ﯨﯩﯪﯫ
ﯬ
38-58 او بل (عذاب) دى له دغه قسم نه، څو قسمه
Verse 59
38-59 دغه یوه ډله ده چې له تاسو سره په ډېر تكلیف سره ننوتونكي دي، دوى ته دې هېڅ خوشالي نه وي، بېشكه دوى اور ته داخلېدونكي دي
Verse 60
38-60 هغوى به ووايي: بلكې تاسو چې یئ، تاسو ته دې هېڅ خوشالي نه وي، تاسو دغه (عذاب) مونږ ته راوړاندې كړى دى، نو دا (دوزخ) بد قرار ځاى دى
Verse 61
38-61 دوى به ووايي: اى زمونږ ربه! چا چې مونږ ته دا راوړاندې كړى دى، نو ته هغه ته په اور كې عذاب دوه چنده ورزیات كړه
Verse 62
38-62 او دوى به ووايي: پر مونږ څه شوي دي چې مونږ هغه سړي نه وینو چې مونږ به هغوى له اشرارو (بدترو خلقو) ځنې شمېرل؟
Verse 63
ﭜﭝﭞﭟﭠﭡ
ﭢ
38-63 ایا مونږ هغوى په مسخرو سره نیولې وو، یا كه له هغوى نه زمونږ سترګې كږې شوې دي؟
Verse 64
ﭣﭤﭥﭦﭧﭨ
ﭩ
38-64 بېشكه دغه خامخا حق دي، یعنې (دا) د دوزخیانو خپل مینځې جګړه كول
Verse 65
38-65 ته (دوى ته) ووایه: زه خو بس وېروونكى یم، او نشته دى حق معبود غیر له الله نه چې یو او ډېر غلبې والا دى
Verse 66
38-66 چې رب دى د اسمانونو او ځمكې او د هغه څه چې د دواړو په مینځ كې دي، چې ډېر غالب، ښه بخښونكى دى
Verse 67
ﭿﮀﮁﮂ
ﮃ
38-67 ته (دوى ته) ووایه: دغه (قرآن) ډېر لوى خبر دى
Verse 68
ﮄﮅﮆ
ﮇ
38-68 تاسو له ده نه مخ ګرځوونكي یئ
Verse 69
38-69 ما ته د ملَاِ اعلٰى (لوړ مجلس) په باره كې هېڅ علم نشته، كله چې دوى په خپل مینځ كې اختلاف كوي
Verse 70
38-70 ما ته وحي نه كېږي مګر د دې چې بېشكه همدا خبره ده چې زه ښكاره وېروونكى یم
Verse 71
38-71 كله چې ستا رب ملايكو ته وویل چې بېشكه زه له خَټې نه د یو بشر پیدا كوونكى یم
Verse 72
38-72 نو كله چې زه هغه برابر كړم او په هغه كې له خپل (پيدا كړي) روح نه پو كړم، نو تاسو هغه ته پرېوځئ، چې سجده كوونكي یئ
Verse 73
ﮯﮰﮱﯓ
ﯔ
38-73 نو ملايكو ټولو سجده وكړه
Verse 74
ﯕﯖﯗﯘﯙﯚ
ﯛ
38-74 غیر له ابلیس نه، هغه لويي وكړه او شو له كافرانو څخه
Verse 75
38-75 (الله) وویل: اى ابليسه! ته هغه كس ته له سجدې كولو نه څه شي منع كړې، چې ما پخپلو دواړو لاسونو پیدا كړى دى ؟ ایا تا لويي وكړه، یا ته (له شروع نه) د لوړو اوچتو خلقو ځنې يې؟
Verse 76
38-76 هغه وویل: زه له ده نه ډېر غوره یم، تا زه له اوره پیدا كړى یم او هغه دې له خټې نه پیدا كړى دى
Verse 77
ﯷﯸﯹﯺﯻ
ﯼ
38-77 (الله) وویل: نو ته له دې (جنت) نه ووځه، پس بېشكه ته رټل شوى يې
Verse 78
ﯽﯾﯿﰀﰁﰂ
ﰃ
38-78 او بېشكه په تا باندې د بدلې تر ورځې پورې زما لعنت دى
Verse 79
ﰄﰅﰆﰇﰈﰉ
ﰊ
38-79 هغه وویل: اى زما ربه! نو ته ما ته تر هغې ورځې پورې مهلت راكړه چې دوى (خلق) به بیا راژوندي كولى شي
Verse 80
ﰋﰌﰍﰎ
ﰏ
38-80 الله وویل: پس بېشكه ته له مهلت وركړى شویو څخه يې
Verse 81
ﰐﰑﰒﰓ
ﰔ
38-81 د معلوم وخت تر ورځې پورې
Verse 82
ﰕﰖﰗﰘ
ﰙ
38-82 ده وویل: نو قسم ستا پر عزت! چې خامخا ضرور به زه دوى ټول ګمراه كوم
Verse 83
ﰚﰛﰜﰝ
ﰞ
38-83 مګر په دوى كې ستا هغه بنده ګان چې خالص كړى شوي دي
Verse 84
ﭑﭒﭓﭔ
ﭕ
38-84 الله وویل: پس حقه خبره دا ده، او زه حقه خبره كوم
Verse 85
38-85 چې خامخا ضرور به زه جهنم ډكوم له تا نه او له هغه چا نه چې په دوى كې ستا پیروي وكړي، له ټولو نه
Verse 86
38-86 ته (دوى ته) ووایه: زه له تاسو نه په دې (تبلیغ) باندې هېڅ اجر نه غواړم او زه له تكلف كوونكو څخه نه یم
Verse 87
ﭩﭪﭫﭬﭭ
ﭮ
38-87 نه دى دا (قرآن) مګر د عالمونو لپاره نصیحت
Verse 88
ﭯﭰﭱﭲ
ﭳ
38-88 او خامخا ضرور به تاسو څه وخت وروسته د ده په خبر عالمان شئ
تقدم القراءة