د الترجمة البشتوية څخه په البشتوية کې د الأحزاب سورې ژباړه
Verse 1
33-1 اى نبي! ته له الله نه ووېرېږه او د كافرانو او منافقانو خبره مه منه، بېشكه چې الله له ازله ښه عالم، ښه حكمت والا دى
Verse 2
33-2 او ته د هغه (حكم) پیروي كوه چې تا ته د خپل رب له جانبه وحي كولى شي، بېشكه الله په هغو كارونو چې تاسو يې كوئ(اى خلقو!) ښه خبردار دى
Verse 3
33-3 او ته په الله توكل وكړه او الله ښه كافي دى كار جوړوونكى
Verse 4
33-4 الله د هېڅ یو سړي لپاره د هغه په دننه كې دوه زړونه نه دي پیدا كړي او هغه (الله) ستاسو هغه ښځې چې تاسو له هغو نه ظهار كوئ ستاسو میندې نه دي ګرځولي او هغه(الله) ستاسو په زامنو بلل شوي ستاسو (واقعي) زامن نه دي ګرځولي، دغه (درې خبرې) ستاسو (بېكاره) خبرې دي، په خپلو خولو سره، او الله حق وايي او هغه نېغه لار ښیي
Verse 5
33-5 تاسو دغه(په زامنو بلل شوي) د هغوى پلرونو ته منسوب كړئ، دغه (كار) د الله په نېز د انصاف والا دى، نو كه تاسو د هغوى پلرونه نه پېژنئ، نو دوى ستاسو وروڼه دي په دین كې او ستاسو دوستان دي، او په تاسو هېڅ ګناه نشته په هغه شي كې چې تاسو په كې خطا شئ او لېكن (ګناه شته د ) هغه (كار) چې ستاسو زړونه د هغه قصد (اراده) وكړي او الله له ازله ډېر بخښونكى، بې حده مهربان دى
Verse 6
33-6 نبي (محمدﷺ) په مومنانو باندې د دوى له ځانونو نه زیات حقدار دى او د ده ښځې د دوى میندې دي او د خپلوۍ خاوندان (رشته داران) د الله په كتاب كې د دوى ځینې په ځینو نورو باندې له مومنانو او مهاجرینو نه زیات حق لرونكي دي، مګر دا چې تاسو له خپلو دوستانو سره څه نېكي وكړئ، دغه په كتاب كې لیكل شوي دي
Verse 7
33-7 او كله چې مونږ له نبیانو نه د دوى پخه وعده واخيسته او له تا نه او له نوح او ابراهیم او موسٰى او د مریمې له زوى عیسٰى نه، او مونږ له دوى نه ډېره پخه مضبوطه وعده واخيسته
Verse 8
33-8 د دې لپاره چې هغه (الله) له صادقانو نه د هغوى د صدق (رښتیاوو) په باره كې تپوس وكړي او هغه د كافرانو لپاره ډېر دردوونكى عذاب تیار كړى دى
Verse 9
33-9 اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو د الله هغه نعمت رایاد كړئ چې پر تاسو شوى دى، كله چې په تاسو لښكرې راغلې، نو مونږ پر هغوى باندې باد او داسې لښكرې راخوشې كړې چې تاسو نه لیدلې او الله هغو كارونو لره چې تاسو يې كوئ ښه لیدونكى دى
Verse 10
33-10 كله چې دوى په تاسو راغلل، ستاسو له بره اړخ نه او ستاسو نه له لاندې اړخ نه او كله چې سترګې كږې او زړونه چنغړكو ته ورسېدل او تاسو په الله ګمانونه كول، قسم قسم ګمانونه
Verse 11
ﮖﮗﮘﮙﮚﮛ
ﮜ
33-11 په دغه ځاى (او وخت) كې مومنان وازمایلى شول او وخوځولى شول، ډېر سخت خوځول
Verse 12
33-12 او (یاد كړه) هغه وخت چې منافقانو او هغو كسانو چې د هغوى په زړونو كې مرض و، وویل: مونږ سره الله او د هغه رسول وعده نه ده كړې مګر د دوكې(وعده)
Verse 13
33-13 او كله چې په دوى كې یوې ډلې وویل: اى د یثرب (مدینې) اوسېدونكو! تاسو لپاره ( د استوګنې) هېڅ ځاى نشته، نو بېرته وګرځئ او په دوى كې يوه ډله له نبي نه د بېرته تللو اجازت غواړي، دوى وايي: بېشكه زمونز كورونه تش پراته دي، حال دا چې هغه تش نه دي پراته، دوى اراده نه لري مګر د تېښتې
Verse 14
33-14 او كه په دوى (دغه لښكرې) په دې (مدینه) كې راننه ایستى شي د دې له (ټولو) اړخونو نه، بیا له دوى نه د فتنې (د شرك او له مسلمانانو سره د جنګ) غوښتنه وكړى شي (، نو) دوى به خامخا دغه (كار) وكړي او دوى به په دې كې ځنډ ونه كړي مګر ډېر لږ
Verse 15
33-15 او یقینًا یقینًا دوى له دې نه مخكې له الله سره عهد كړى و، چې دوى به شاګانې وانه ړوي او د الله عهد دى چې (د ده باره كې) پوښتنه كېږي
Verse 16
33-16 ته (دوى ته) ووایه: تاسو ته به تېښته له سره نفع در ونه رسوي كه تاسو له مرګ، یا قتل نه وتښتئ او په دغه وخت كې به تاسو ته فايده درنه كړى شي مګر ډېره لږه
Verse 17
33-17 ته (دوى ته) ووایه: څوك دى هغه ذات چې تاسو به له الله نه بچ كړي كه هغه (الله) تاسو ته د تكلیف رسولو اراده وكړي، یا هغه په تاسو د مهربانۍ كولو اراده وكړي؟ او دوى به د خپل ځان لپاره له الله نه غیر نه هېڅ كارساز ومومي او نه مدد ګار
Verse 18
33-18 یقینًا الله ته په تاسو كې (له جهاد نه) منع كوونكي معلوم دي او خپلو وروڼو ته دا ویونكي چې مونږ ته راشئ! او دوى جنګ ته نه راځي مګر ډېر لږ
Verse 19
33-19 په داسې حال كې چې پر تاسو باندې بخل كوونكي دي، نو كله چې وېره راشي (، نو) ته به دوى وینې چې تا ته به ګوري، په داسې حال كې چې د دوى سترګې به (داسې) چورلي، لكه هغه كس چې په هغه د مرګ په وجه بې هوشي راوستلى شوې وي، نو كله چې وېره لاړه شي (نو) دوى تاسو ته ضرر دررسوي په خپلو تېرو ژبو سره، په داسې حال كې چې د خیر(مالِ غنیمت) ډېر حریصان وي، دغو كسانو ایمان نه دى راوړى، نو الله د دوى عملونه برباد كړل او دغه (كار) الله ته ډېر اسان دى
Verse 20
33-20 دوى په لښكرو ګمان كوي چې دوى نه دي تللي، او كه دغه لښكرې (بیا) راشي (نو) دوى خوښوي چې كاشكې په رښتیا دوى بانډېسیان وى په اعرابو (صحرايي خلقو) كې، چې ستاسو د خبرونو په باره كې يې پوښتنې كولى، او كه دوى په تاسو كې وى نو دوى به جنګ نه و كړى مګر ډېر لږ
Verse 21
33-21 یقینًا یقینًا تاسو لپاره په (كار د ) رسول الله كې ډېره ښه اقتدا ده، د هغه چا لپاره چې د الله او د وروستنۍ ورځې امېد لري او الله ډېر زیات یادوي
Verse 22
33-22 او كله چې مومنانو ډلې ولیدې، ويې ويل: دا هغه دي چې مونږ سره يې الله او د هغه رسول وعده كړې وه، او الله او د هغه رسول رښتیا ویلي وو، اودوى ته دغو زیات نه كړ مګر ایمان او (د الله حكمونو ته) تسليمېدل
Verse 23
33-23 په مومنانو كې ځینې داسې سړي دي چې هغه خبره يې رښتیا كړله چې په هغې يې له الله سره عهد كړى و نو ځينې په دوى كې هغه دي چې پوره يې كړ خپل نذر(عهد) او ځینې په دوى كې هغه دي چې انتظار كوي او دوى (په خپله خبره كې) تبدیلي نه ده كړې، هېڅ تبدیلي
Verse 24
33-24 د دې لپاره چې الله رښتینو ته د هغوى د رښتیاوو په سبب بدله وركړي او منافقانو ته عذاب وركړي كه يې وغواړي، یا په دوى رجوع وكړي، بېشكه چې الله ډېر بخښونكى، بې حده مهربان دى
Verse 25
33-25 او الله كافران سره له خپلې غصې نه بېرته وشړل، په داسې حال كې چې هېڅ خیر يې ونه موند او الله مومنان له جنګ نه وساتلاو الله ډېر زورور، ښه غالب دى
Verse 26
33-26 او هغه (الله) هغه كسان چې د دوى مرسته يې كړې وه، چې له اهل كتابو ځنې وو، له خپلو قلاګانو نه راكوز كړل او د دوى په زړونو كې يې وېره وغورځوله، (نو) یوه ډله تاسو وژله او بله ډله تاسو بندي كوله
Verse 27
33-27 او هغه، تاسو وارثان كړئ د هغوى د ځمكو او د هغوى د كورونو او د هغوى د مالونو او د هغې ځمكې چې تاسو هغه نه وه پایمال كړې، او الله په هر شي باندې له ازله ښه قادر دى
Verse 28
33-28 اى نبي! ته خپلو ښځو ته ووایه! كه تاسو يئ چې دنيايي ژوند او د ده زینت غواړئ، نو راشئ چې زه تاسو ته څه فايده درورسوم او تاسو خوشې (ازادې) كړم، ډېر ښه ازادول
Verse 29
33-29 اوكه تاسو يئ چې الله او د هغه رسول او د اخرت كور (جنت) غواړئ، نو بېشكه الله د نېكي كوونكو ښځو لپاره، چې تاسو يئ، ډېر لوى اجر تیار كړى دى
Verse 30
33-30 اى د نبي ښځو! په تاسو كې چې هر چا ښكاره بدكاري وكړه (نو) هغې ته به عذاب یو په دوه، دوچند كړى شي او دغه (كار) الله ته ډېر اسان دى
Verse 31
33-31 او په تاسو كې چې څوك د الله او د هغه د رسول اطاعت وكړي او نېك عمل وكړي(، نو) مونږ به هغې ته د هغې اجر دوه ځله وركړو او مونږ د هغې لپاره ډېر د عزت رزق تیار كړى دى
Verse 32
33-32 اى د نبي ښځو! تاسو په (ډلو د) ښځو كې د هېڅ یوې (ډلې ) په شان نه یئ كه تاسو پرهېزګاري وكړئ، نو تاسو په وینا كې نرمي مه كوئ، (ګنې) نو هغه كس به په طمع كې پرېوځي چې د هغه په زړه كې (د نفاق، یا بدكارۍ) مرض وي او تاسو هغه خبره كوئ چې مناسبه وي
Verse 33
33-33 او تاسو په خپلو كورونو كې قرار ونیسئ او تاسو د ړومبني جاهلیت د زینت څرګندونې په شان زینت مه څرګندوئ او تاسو لمونځ قايموئ او زكات ادا كوئ او د الله او د هغه د رسول اطاعت كوئ، بېشكه همدا خبره ده چې الله غواړي چې له تاسو نه، اى اهل بیتو! ګناه لرې كړي او تاسو پاك كړي، پاكول
Verse 34
33-34 او تاسو یادوئ هغه د الله ایتونه او حكمت چې ستاسو په كورونو كې لوستل كېږي، بېشكه الله دى، ډېر باریك بین، ښه خبردار
Verse 35
33-35 بېشكه مسلمانان او مسلمانانې او مومنان او مومنانې، او اطاعت كوونكي او اطاعت كوونكې او صادقان (رښتيني) او صادقانې او صبر كوونكي او صبر كوونكې اوعاجزي كوونكي او عاجزي كوونكې او خیرات كوونكي او خیرات كوونكې او روژه نیونكي او روژه نیوونكې او د خپلو شرم ځایونو حفاظت كوونكي او حفاظت كوونكې او الله لره ډېر یادوونكي او یادوونكې، الله د دوى لپاره مغفرت او ډېر لوى اجر تیار كړى دى
Verse 36
33-36 او نه دي روا د هېڅ مومن لپاره او نه د مومنې لپاره، كله چې الله او د هغه رسول د یو كار فیصله وكړي دا چې د دوى لپاره دې په خپل كار كې اختیار وي او څوك چې د الله او د هغه د رسول نافرماني كوي، نو یقینًا دغه (كس) ګمراه شو، ښكاره ګمراه كېدل
33-37 او (یاد كړه اى نبي!) كله چې تا هغه كس ته چې الله په هغه انعام كړى و او تا ( هم) په هغه (په ازادولو سره) انعام كړى و ؛ ویل: ته خپله ښځه له ځان سره وساته او له الله نه ووېرېږه او تا هغه خبره په خپل زړه كې پټوله چې الله د هغې ښكاره كوونكى و او ته له خلقو نه وېرېدلې او الله زیات حق دار دى چې ته له هغه نه ووېرېږې، نوكله چې زید له هغې نه غرض (حاجت) پوره كړ (نو) مونږ هغه تا ته په نكاح كړه، د دې لپاره چې په مومنانو باندې د خپلو په زامنو بلل شویو، په ښځو كې څه سختي نه وي، كله چې دغه (په زامنو بلل شوي) له دغو (ښځو) نه حاجت پوره كړي او دى د الله كار ادا كړى شوى
Verse 38
33-38 په نبي باندې هېڅ قدر حرج (او سختي) نشته په هغه كار(د نكاح) كې چې الله د ده لپاره مقرر كړى و، د الله (مقرر كړې) طریقه ده په هغو (نبیانو) كې چې له ده نه مخكې تېر شوي دي او دى د الله امر قطعي ټاكل شوې فیصله
Verse 39
33-39 هغه (نبیان) چې د الله پېغامونه رسوي او له هغه نه وېرېږي او له الله نه غیر له هیچا نه نه وېرېږي او الله ښه كافي دى حساب كوونكى
Verse 40
33-40 محمد (ﷺ) ستاسو په سړیو كې د هیچا پلار نه دى او لېكن د الله رسول دى او د نبیانو (د لړۍ) ختموونكى دى او الله په هر شي ښه عالم دى
Verse 41
33-41 اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو الله یادوئ، ډېر زیات یادول
Verse 42
ﰂﰃﰄ
ﰅ
33-42 او تاسو د هغه پاكي بیانوئ د ورځې په اوله برخه او اخري برخه كې
Verse 43
33-43 دى همغه ذات دى چې په تاسو ’’صلاۃة‘‘ (شفقت) رالېږي او د هغه ملايك (هم)، د دې لپاره چې هغه تاسو له تیارو نه رڼا ته راوباسي، هغه په مومنانو ډېر رحم كوونكى دى
Verse 44
33-44 ( د الله له جانبه) دوى ته پېشكشي به، په هغې ورځ كې چې دوى به له هغه (الله) سره ملاقات كوي، سلام وي، او هغه د دوى لپاره ډېر د عزت اجر تیار كړى دى
Verse 45
33-45 اى نبي! بېشكه مونږ ته ګواه، او زېرى وركوونكى، او وېروونكى لېږلى يې
Verse 46
ﭣﭤﭥﭦﭧﭨ
ﭩ
33-46 او الله ته د هغه په حكم سره، بلونكى او رڼا كوونكې ډیوه مولېږلى يې
Verse 47
33-47 او ته مومنانو ته زېرى وركړه په دې سره چې بېشكه د دوى لپاره د الله له جانبه ډېر لوى فضل دى
Verse 48
33-48 او ته د كافرانو او منافقانو خبره مه منه او د دوى ضرر پرېږده او په الله توكل وكړه او الله ښه كافي دى كارساز
Verse 49
33-49 اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! كله چې تاسو له مومنو ښځو سره نكاح وكړئ، بیا دوى طلاقې كړئ، مخكې له دې چې تاسو هغو ته لاس وروړئ، نو تاسو لپاره په دوى باندې هېڅ عدت نشته، چې تاسو به هغه شمېرئ، نوتاسو دوى ته څه فايده وركړئ او دوى خوشې كړئ، ډېر ښه خوشې كول
33-50 اى نبي! بېشكه مونږ تا لپاره ستا هغه ښځې حلالې كړې دي چې تا(هغو ته) خپل مهرونه وركړي دي او هغه ښځې (هم) چې ته يې مالك شوى يې له هغو (وینځو) نه چې الله تا ته (له كفارو نه) راګرځولي دي او (مونږ حلالې كړې دي) ستا د تره لوڼه او ستا د عمو (پلرنۍ تروریانو) لوڼه او ستا د ماما لوڼه او ستا د خاله ګانو (مورنۍ تروريانو) لوڼه، هغه چې له تا سره يې هجرت كړى دى، او (هغه) مومنه ښځه (هم)، كه چېرې هغه خپل ځان نبي ته وبخښي، كه نبي اراده وكړي چې دغه په نكاح واخلي، په داسې حال كې چې (دغه ښځه) له مومنانو نه غیر يواځې تا ته خاص (جايزه ) ده، یقینًا مونږ ته هغه (حكم) معلوم دى چې مونږ په دوى باندې د خپلو ښځو او خپلو وینځو په باره كې فرض كړى دى، د دې لپاره چې په تا هېڅ حرج (او سختي) نه وي او الله له ازله ډېر بخښونكى، بې حده مهربان دى
Verse 51
33-51 ته چې په دغو(ښځو) كې كومه غواړې بېرته (وروسته) كوې يې اوكومه چې غواړې ځان ته يې رانژدې كوې او هغه چې ته يې بیا غواړې له هغو نه چې تالرې كړي وي، نوپه تا هېڅ ګناه نشته دغه (حكم) ډېر نژدي دى چې د دوى سترګې به یخې شي او نه به غمجنې كېږي او دوى ټولې به په هغه راضي كېږي چې ته يې دوى ته وركوې او الله په هغو خبرو پوهېږي چې ستاسو په زړونو كې دي او الله دى ښه عالم، ښه تحمل والا
Verse 52
33-52 د دغو (نهو ښځو) نه پس تا ته (نورې) ښځې حلالې نه دي او نه دا (حلال دي) چې ته د دوى په بدل كې نورې ښځې واخلې (راولې) اګر كه د هغوى حسن تا په تعجب كې اچوي، مګر (خو روا دي درته) هغه وېنځي چې ته يې مالك شي او الله دى په هر شي باندې ښه نګران
33-53 اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو د نبي كورونو ته مه ننوځئ مګر دا چې تاسو ته طعام (خوړولو) ته اجازت دركړى شي، په داسې حال كې چې د هغه (طعام) پخلي ته انتظار كوونكي نه يئ او لېكن كله چې تاسو وبلل شئ، نو ننوځئ، بیا چې كله طعام وخورئ، نو خوراه شئ او نه دا چې په خبرو سره زړه خوشالوونكي يئ: بېشكه دغه (كار) داسې دى چې نبي ته تكلیف رسوي، نوهغه له تاسو نه حیا كوي او الله د حقې خبرې (له ویلو) نه حیا نه كوي او كله چې تاسو له دغو(پاكو بېبیانو) نه څه سامان غواړئ، نو له دوى نه يې په داسې حال كې غواړئ، چې تاسو له پردې نه د باندې يئ، دا (كار) ډېر پاك ساتونكى دى ستاسو زړونو لره او د هغوى زړونو لره او تاسو ته روا نه دي چې تاسو د الله رسول ته تكلیف ورسوئ او نه دا چې تاسو د هغه له ښځو سره له هغه نه پس نكاح وكړئ، هیڅكله، بېشكه دغه (كار) د الله په نېز ډېر لوى (جرم) دى
Verse 54
33-54 كه چېرې تاسو كوم شى څرګند كړئ، یا هغه پټ كړئ، نو بېشكه الله په هر شي باندې ښه عالم دى
Verse 55
33-55 په دغو (ښځو) هېڅ ګناه نشته په (مخامخ كېدو او راتلو د) خپلو پلرونو كې او نه په خپلو زامنو كې او نه په خپلو وروڼو كې او نه په خپلو ورېرونو كې او نه په خپلو خورینو كې او نه په خپلو ښځو كې او نه (ګناه شته) په (مخامخ كېدو او راتلو د) هغو(وېنځو مریانو) كې چې د دغو (ښځو) ښي لاسونه يې مالكان شوي دي او (اى ښځو!) تاسو له الله نه ووېرېږئ، بېشكه الله په هر شي باندې ښه ګواه دى
Verse 56
33-56 بېشكه الله او د هغه ملايك په نبي درود وايي، اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو په دغه(نبي) باندې درود وايئ او سلام وايئ، سلام ویل
Verse 57
33-57 بېشكه هغه كسان چې الله او د هغه رسول ته ایذا (او تكلیف) رسوي، الله په دوى لعنت كړى دى په دنیا او اخرت (دواړو) كې او د دوى لپاره يې سپكوونكى عذاب تیار كړى دى
Verse 58
33-58 او هغه كسان چې مومنو سړیو او مومنو ښځو ته په ناكړي كار(او ناكرده ګناه) تكلیف رسوي، نویقینًا دوى په خپل ځان غټ دروغ او ښكاره ګناه باروي
Verse 59
33-59 اى نبي! ته خپلو ښځو او خپلو لوڼو او د مومنانو ښځو ته ووایه چې په خپلو ځانونو دې له خپلو څادرو ځنې راخواره ( او راځوړند) كاندي، دغه (د بدن پټول) ډېر نژدې دي دې ته چې دوى به وپېژندل شي (چې پرده دارې دي) نو دوى ته به تكلیف نه رسولى شي او الله دى ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى
Verse 60
33-60 قسم دى كه دغه منافقان او هغه كسان چې د هغوى په زړونو كې (د بدكارۍ) مرض دى او په مدینه كې بدې (تشویشناكې) اوازې ګډوونكي، منع نشي (نو) مونږ به خامخا ضرور تا په دوى مسلط كړو، بیا به دوى په دې كې له تا سره هَم جواره (په ګاونډ كې) پاتې نشي مګر ډېر لږ (وخت)
Verse 61
33-61 په داسې حال كې چې رټلي ترټل شوي به وي، هر چېرې چې وموندل شي (نو) وبه نیول شي او وبه وژلى شي ډېر بد وژل كېدل
Verse 62
33-62 دغه لاره د الله (اېښودل شوې) ده د هغو (منافقو) كسانو په باره كې چې له دوى نه مخكې تېر شوي دي او ته به د الله لارې لره هېڅ تبدیلي ونه مومې
Verse 63
33-63 (اى نبي) خلق له تا نه د قیامت په باره كې تپوس كوي، ته (دوى ته)ووایه چې بېشكه د هغه ( قیامت) علم يواځې الله سره دى، او ته څه شي پوه كړى يې؟ كېدى شي چې قیامت ډېر نژدې وي
Verse 64
33-64 بېشكه الله په كافرانو لعنت كړى دى او د دوى لپاره يې سخت لمبې وهونكى اور تیار كړى دى
Verse 65
33-65 په داسې حال كې چې په ده كې به همېشه وي، تل ترتله، دوى به نه كوم دوست (كارسازى) مومي او نه مددګار
Verse 66
33-66 په هغې ورځ كې چې د دوى مخونه به په اور كې اړولى راړولى شي، دوى به وايي: اى كاشكي مونږ ! د الله اطاعت كړى وى او د رسول اطاعت مو كړى وى
Verse 67
33-67 او دوى به وايي: اى زمونږه ربه! بېشكه مونږ د خپلو مشرانو او د خپلو غټانو اطاعت كړى و، نو دوى زمونږ نه حقه لار وركه كړه
Verse 68
33-68 اى زمونږ ربه! ته دوى ته له عذابه دوه چنده وركړه او ته په دوى لعنت وكړه، ډېر لوى لعنت كول
Verse 69
33-69 اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو د هغو كسانو په شان مه كېږئ چې موسٰى ته يې تكلیف رسولى و، نو الله هغه (موسٰى) پاك (او بري) كړ د هغه (الزام او دروغو) نه چې دوى ویل او هغه د الله په نېز ډېر مخور و
Verse 70
33-70 اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو له الله نه ووېرېږئ او خبره كوئ ډېره سمه (درسته) خبره
Verse 71
33-71 هغه به تاسو ته ستاسو عملونه درست (او صالح) كړي او تاسو ته به ستاسو ګناهونه وبخښي او هر څوك چې د الله او د هغه د رسول اطاعت وكړي، نو یقینًا دغه كامیاب شو، ډېر لوى كامبايېدل
Verse 72
33-72 بېشكه مونږ اسمانونو او ځمكې او غرونو ته امانت وړاندې كړ، نو دوى د ده له پورته كولو نه انكار وكړ او له ده ووېرېدل او انسان دغه (امانت) پورته كړ، بېشكه دغه (انسان) دى، ډېر ظالم، ډېر نادان
Verse 73
33-73 (دغه وړاندې كول وو) د دې لپاره چې الله منافقانو سړیو او منافقو ښځو او مشركانو سړیو او مشركو ښځو ته عذاب وركړي او چې الله په مومنانو سړیو اومومنو ښځو باندې په رحمت سره رجوع وكړي او الله له ازله ډېر بخښونكى، بې حده مهربان دى
تقدم القراءة