سورة المدثر

الترجمة البشتوية

د الترجمة البشتوية څخه په البشتوية کې د المدّثر سورې ژباړه

الترجمة البشتوية

Verse 1
74-1 اى په جامه كې نغښتونكیه!
Verse 2
74-2 ته پورته شه، نو (خلق) ووېروه
Verse 3
74-3 او نو د خپل رب لويي بیانوه
Verse 4
74-4 او نو خپلې جامې پاكې ساته
Verse 5
74-5 او ګناه (او بتان) نو ترك كړه
Verse 6
74-6 او (داسې) احسان مه كوه چې بدل (او ډېرول) يې غواړې
Verse 7
74-7 او خاص د خپل رب لپاره، پس صبر كوه
Verse 8
74-8 نو كله چې په شپېلۍ كې پوكى وكړى شي
Verse 9
74-9 نو په دغه وخت كې دغه ډېره سخته ورځ ده
Verse 11
74-11 ته پرېږده ما او هغه څوك چې ما دى يواځې پیدا كړى دى
Verse 12
74-12 او (بیا مې) ده ته ډېر زیات مال وركړ
Verse 13
74-13 او زامن حاضر (باشه)
Verse 14
74-14 او ده ته مې فراخي وركړه، ډېره فراخي
Verse 15
74-15 بیا دى طمع لري چې زه به ده ته لا زیات وركړم
74-16 هیڅكله هم نه، بېشكه دى زمونږ له ایتونو سره ډېر عناد كوونكى (مخالف) و
Verse 17
74-17 ژر به زه ده ته ډېر سخت تكلیف وركړم
Verse 18
74-18 بېشكه ده فكر وكړ او اندازه يې وكړه
Verse 19
74-19 پس دى دې هلاك كړى شي، ده څنګه اندازه وكړه؟
Verse 20
74-20 بیا دې هلاك كړى شي، ده څنګه اندازه وكړه
Verse 22
74-22 بیا يې مخ تریو كړ او وچولى (تندى) يې بوټ كړ
Verse 23
74-23 بیا يې شا كړه او لويي يې وكړه
74-24 نو ده وویل: نه دى دا (قرآن) مګر داسې جادو چې رانقل كولى شي
Verse 26
74-26 ژر به زه دى د دوزخ اور ته داخل كړم
Verse 27
74-27 او ته څه شي پوه كړې چې سقر (د دوزخ اور) څه شى دى
Verse 28
74-28 دى به نه باقي ساتي او نه به پرېږدي
Verse 29
74-29 انسان لره ډېر سوځوونكى دى
Verse 30
74-30 په ده باندې نولس(ملايك) مقرر دي
74-31 او مونږ د دوزخ څوكيداران نه دي ګرځولي مګر ملايك او مونږ د دوى شمېر نه دى ګرځولى مګر ازمېښت د هغو كسانو لپاره چې كافران شوي دي، د دې لپاره چې هغه كسان یقین وكړي چې كتاب ورته وركړى شوى دى او د هغو كسانو ایمان زیات شي چې ایمان يې راوړى دى او شك ونه كړي هغه كسان چې كتاب ورته وركړى شوى دى او مومنان او د دې لپاره چې هغه كسان ووايي چې د هغوى په زړونو كې مرض دى او كافران: الله په دې سره د مثال په لحاظ څه اراده كړې ده. همداسې الله ګمراه كوي چا ته چې وغواړي او هدایت وركوي چا ته چې وغواړي او ستا د رب لښكرې نه پېژني مګر هم دى. او نه دى دا مګر د خلقو لپاره نصیحت (او پند)
Verse 32
74-32 هیڅكله داسې نه ده، قسم دى په سپوږمۍ
Verse 33
74-33 او په شپې باندې كله چې شا كړي
Verse 34
74-34 او په سبا باندې كله چې روښانه شي
Verse 35
74-35 بېشكه دغه (اور د سقر) یقینًا په لویو (بلاګانو) كې یو دى
Verse 36
74-36 چې انسان لره وېروونكى دى
74-37 هغه چا لره چې په تاسو كې غواړي چې وړاندې شي، یا وروسته شي
74-38 هر نفس به د خپلو كړو په بدل كې ګاڼه (ګرو) وي
Verse 40
74-40 (دوى به) په جنتونو كې وي، یو تر بله به پوښتنې كوي
Verse 41
74-41 د مجرمانو (كافرانو) په باره كې
Verse 42
74-42 (مومنان به مجرمانو ته وايي:) تاسو په دوزخ كې څه شي داخل كړي یئ؟
74-43 دوى به ووايي: مونږ له لمونځ كوونكو ځنې نه وو
Verse 44
74-44 او مسكین ته به مو طعام نه وركاوه
Verse 45
74-45 او له باطل ویونكو سره به مونږ په باطلو خبرو كې ننوتلو
Verse 46
74-46 او مونږ به د بدلې ورځ دروغ ګڼله
Verse 47
74-47 تر دې پورې چې مونږ ته یقین راغى
Verse 48
74-48 نو دوى ته د سفارش كوونكو سفارش فايده نه رسوي
74-49 نو په دوى څه شوي دي چې له نصیحت (قرآن) نه مخ ګرځوونكي دي
Verse 50
74-50 ګویا كې دوى تښتېدونكي ځنګلي خره دي
74-52 بلكې په دوى كې هر یو سړى غواړي چې ده ته خورې كړى شوې صحیفې (پاڼې) وركړى شي
74-53 هیڅكله داسې نه ده بلكې دوى له اخرت نه نه وېرېږي
Verse 54
74-54 هیڅكله داسې نه ده، بېشكه دا (قرآن) نصیحت دى
Verse 55
74-55 نو څوك چې غواړي (نو) له ده نه دې پند واخلي
74-56 او دوى نصیحت (او پند) نه اخلي مګر كه الله يې وغواړي. هم دى د وېرې لايق دى او د بخښنې اهل دى
تقدم القراءة