سورة الحاقة

الترجمة البشتوية

د الترجمة البشتوية څخه په البشتوية کې د الحاقة سورې ژباړه

الترجمة البشتوية

Verse 1
69-1 دغه (قیامت) خامخا واقع كېدونكى
Verse 2
69-2 دغه لازمًا واقع كېدونكى څه شى دى
Verse 3
69-3 او ته څه شي پوه كړې چې دغه قیامت څه شى دى
Verse 4
69-4 ثمودیانو او عادیانو د ټكوونكي (قیامت) تكذیب كړى و
Verse 5
69-5 نو هر چې ثمودیان وو، پس هغوى په سخت اواز سره هلاك كړى شول
69-6 او هر چې عادیان وو، نو دوى په ډېر سخت اواز، له حده وتونكي باد سره هلاك كړى شول
69-7 (الله) دغه (باد) په دوى باندې اوه شپې او اته ورځې متواتر (پرله پسې د دوى د هلاكت لپاره) مسخر كړى و، نو تا به دغه قوم په دغه (شپو ورځو، كورونو، باد) كې لویدلي مړه پراته لیدل، ګویاكې دوى د زړو كجورو تش ډډونه دي
69-8 نو ایا ته دوى لره څه باقي پاتې شوي وینې
69-9 او فرعون او هغه چا چې له ده نه مخكې وو او چپه كړى شویو كلیو غټ جرم (شرك) وكړ
69-10 نو دوى د خپل رب د رسول نافرماني وكړه، نو هغه دوى ونیول، ډېر سخت نیول
69-11 بېشكه مونږ، كله چې اوبه له حده ووتې، (نو) مونږ تاسو په بېړۍ كې سواره كړئ
69-12 د دې لپاره چې مونږ دغه (بېړۍ) تاسو لپاره پند وګرځوو او یاد ساتونكي غوږونه دغه (پند) یاد ولري
69-13 نو كله چې په شپېلۍ كې پوكى وكړى شي، یو پوكى
69-14 او ځمكه او غرونه پورته كړى شي، پس دغه دواړه رېزه رېزه كړى شي، یو ځلې رېزه كول
Verse 15
69-15 نو په دغې ورځ كې به واقع كېدونكى (قیامت) واقع شي
69-16 او اسمان به وچوي، نو دغه (اسمان) به په دغې ورځ كې سست وي
69-17 او ملايك به د ده د څنډو له پاسه وي او په دغې ورځ كې به ستا د رب عرش اتو (ملايكو) د دوى له پاسه اوچت كړى وي
69-18 په دغې ورځ كې به تاسو وړاندې كولى شئ، ستاسو له پټو (عملونو) نه به هېڅ (شى) پټ پاتې نشي
69-19 نو هر چې هغه څوك دى چې هغه ته خپل كتاب (عمل نامه) د ده په ښي لاس كې وركړى شوه، نو دى به وايي: چې واخلئ! زما عمل نامه ولولئ
69-20 بېشكه ما دا یقین كاوه چې زه به خامخا له خپل حساب سره مېلاوېدونكى یم
Verse 21
69-21 نو دغه (كس) به په خوشاله ژوند كې وي
Verse 23
69-23 چې د هغه مېوې به نژدې وي
69-24 تاسو ښه په مزې سره خورئ او څښئ، د هغو عملونو په بدل كې چې تاسو په تېرو شویو ورځو كې مخكې لېږلي وو
69-25 او هر چې هغه كس دى چې ده ته خپل كتاب د ده په چپ لاس كې وركړى شي، نو دى به وايي: اى كاشكې ما ته زما كتاب (عمل نامه) نه وى راكړى شوې
Verse 26
69-26 او زه نه وى خبر شوى چې زما حساب څه دى
Verse 27
69-27 اى كاشكې چې هغه (مرګ) فیصله كوونكى وى
Verse 29
69-29 له ما نه زما بادشاهي برباده شوه
Verse 30
69-30 (وبه ویل شي:) دى ونیسئ، پس دى په زلونو سره وتړئ
Verse 31
69-31 بیا دى دوزخ ته داخل كړئ
69-32 بیا په یو ځنځیر كې چې د هغه ګزونه (اوږدوالى) اویا ګزه وي، پس دى ننه باسئ
69-33 بېشكه ده په ډېر لوى الله باندې ایمان نه راوړ
69-34 او مسكین ته په طعام وركولو يې ترغیب نه وركاوه
69-35 نو د ده لپاره دلته نن ورځ هېڅ دوست نشته
69-36 او نه څه طعام، سوا له غِسلین (د دوزخیانو د زخمونو د وینې او زوې) نه
Verse 37
69-37 چې دغه نه خوري مګر (دغه) خطاكاران
Verse 38
69-38 نو زه قسم خورم په هغو شیانو چې تاسو يې وینئ
Verse 39
69-39 او په هغو چې تاسو يې نه وینئ
Verse 40
69-40 بېشكه دا (قرآن) یقینًا د ډېر عزتمن رسول خبره ده
69-41 او دا د كوم شاعر خبره بېخي نه ده، تاسو ډېر لږ ایمان راوړئ
69-42 او نه د كاهن (ترویتي) خبره ده، تاسو ډېر لږ پند اخلئ
Verse 43
69-43 (دغه قرآن) د رب العلمین نازلول دي
69-44 او كه ده پر مونږ باندې له ځانه ځینې خبرې جوړې كړې وى
Verse 45
69-45 (نو) مونږ به د ده ښى لاس نیولى وى
Verse 46
69-46 بیا به مونږ خامخا د ده د زړه رګ پرې كړى وى
69-47 نو په تاسو كې به هیڅوك له ده نه منع كوونكي نه وو
Verse 48
69-48 او بېشكه دا (قرآن) د پرهېزګارانو لپاره پند (او نصیحت) دى
69-49 او بېشكه مونږ خامخا پوهېږو چې یقینًا په تاسو كې تكذیب كوونكي دي
Verse 50
69-50 او بېشكه دغه (قرآن) په كافرانو باندې د پښېمانۍ سبب دى
Verse 51
69-51 او بېشكه دغه (قرآن) خامخا یقیني حق دى
Verse 52
69-52 نو ته د خپل عظیم رب د نوم تسبیح وایه
تقدم القراءة