د الترجمة البشتوية څخه په البشتوية کې د سبأ سورې ژباړه
Verse 1
34-1 ټول د كمال صفتونه يواځې هغه الله لره دي چې خاص د هغه لپاره دي هر هغه څه چې په اسمانونو كې دي او هر هغه څه چې په ځمكه كې دي او خاص همده ته دي ټولې ستاينې په اخرت كې او همدغه (الله) ښه حكمت والا، ښه خبردار دى
Verse 2
34-2 هغه پوهېږي په هر هغه څه چې په ځمكه كې ننوځي او په هر هغه څه چې له دې نه راوځي او په په هر هغه څه چې له اسمان نه راكوزېږي او په هر هغه څه چې په ده كې پورته خېژي او همدغه (الله) بې حده مهربان، ډېر بخښونكى دى
Verse 3
34-3 او كافران شویو كسانو وویل چې مونږ ته به قیامت رانشي ته (دوى ته) ووایه: ولې نه! زما دې په خپل رب قسم وي چې خامخا لازمًا به هغه (قیامت) تاسو ته راشي(هغه رب) چې د غیبو عالم دى، له هغه نه نه پټېږي په اندازه د یوې ذرې په اسمانونو كې او نه په ځمكه كې او نه د دغې (ذرې) نه وړوكى(شى) او نه (ترې) غټ مګر (دغه هر څه) په ښكاره كتاب كې دي
Verse 4
34-4 د دې لپاره چې هغه (الله) بدله وركړي هغو كسانو ته چې ایمان يې راوړى دى اونېك عملونه يې كړي دي، دغه كسان(چې دي) د دوى لپاره مغفرت او ډېر د عزت رزق دى
Verse 5
34-5 او هغه كسان چې زمونږ په ایتونو كې (د باطلولو) كوشش كوي، په دې حال كې چې (په خپل ګمان الله لره) عاجزه كوونكي وي، دغه كسان (چې دي) د دوى لپاره له بد عذاب نه ډېره دردونكې سزا ده
Verse 6
34-6 او هغه كسان چې هغوى ته علم وركړى شوى دى، (دوى) هغه (قرآن) چې تا ته د خپل رب له جانبه نازل كړى شوى، همدغه حق ویني او دغه (قرآن) د ډېر غالب، ښه ستايل شوي (الله) لارې ته ښودنه كوي
Verse 7
34-7 او كافران شویو كسانو وویل: ایا مونږ تاسو ته داسې سړى وښیو چې تاسو ته خبر دركوي چې كله تاسو ذرې ذرې كړى شئ، پوره ذره ذره كېدل، (نو) بېشكه تاسو به خامخا په نوي تخلیق كې يئ (له نوي سره به پیدا كولى شئ)
Verse 8
34-8 ایا ده له ځانه په الله دروغ تړلي دي، یا په ده پورې لېونتوب دى(داسې نه ده اى مشركانو!) بلكې هغه كسان چې په اخرت ایمان نه لري په عذاب او ډېرې لرې ګمراهۍ كې دي
Verse 9
34-9 ایا دوى نه دې كتلي هغه څه ته چې د دوى په مخ كې دي او هغه څه ته چې له دوى نه وروسته دي له اسمانه او ځمكې نه، كه چېرې مونږ وغواړو (نو) دوى به په ځمكه كې ورډوب كړو، یا به په دوى له اسمانه ټوټې راوغورځوو، بېشكه په دغو (كارونو) كې خامخا لویه نښه ده د هر رجوع كوونكي بنده لپاره
Verse 10
34-10 او یقینًا یقینًا مونږ داود ته له خپله جانبه لوى فضیلت وركړى و، اى غرونو! او مرغانو له ده سره تسبیح راوګرځوئ او مونږ د ده لپاره اوسپنه پسته كړې وه
Verse 11
34-11 چې ته پوره ارتې زغرې جوړوه او د (كړیو) په اوبدلو (بوڼلو) كې اندازه كوه او تاسو نېك عمل كوئ، بېشكه زه هغه كارونو لره چې تاسو يې كوئ ؛ ښه لیدونكى یم
Verse 12
34-12 او د سلیمان لپاره مو هوا (مسخر كړې وه) چې د هغې د ورځې د اولې حصې مزل یوه میاشت (لاره) وه او د هغې د ورځې د اخري حصې مزل (هم) یوه میاشت (لاره) وه او د ده لپاره مونږ د ویلې كړى شوې تانبې چینه وبهوله او (مسخر كړي مو وو) له پېرانو نه هغه څوك چې د ده په مخ كې به يې د ده د رب په حكم سره كار كاوه (ورته ویل شوي وو چې) په دوى كې چې هر چا زمونږ له حكم نه سركشي وكړه (، نو) مونږ به په هغه د لمبې وهونكي اور د عذاب نه وڅَكوو
Verse 13
34-13 دوى (پېریانو) به د ده لپاره هغه څه جوړول چې ده به غوښتل، یعنې اوچتې قلاګانې، او تمثالونه او لګنونه، لكه تالابونه او په نغریو كلك پراته دېګونه، اى آل داوده! تاسو (نېك) عمل كوئ د شكر لپاره او زما په بنده ګانو كې شكر كوونكي ډېر لږ دي
Verse 14
34-14 نو كله چې مونږ په ده د مرګ حكم وكړ، نو دوى (پېریان هیچا) خبر نه كړل مګر د ځمكې چینجو چې د ده امسا يې خوړله، نو كله چې هغه (سلیمان په ځمكه) ولوېده (نو) پېریانو ته معلومه شوه چې بېشكه كه دوى په غیبو پوهېدلى( نو) په دغه سپكوونكي عذاب كې به نه و پاتې شوي
Verse 15
34-15 یقینًا یقینًا د سبا (خلقو) لپاره په خپلې استوګنې كې یوه لویه نښه وه (هغه دا چې د دوى) ښي او چپ اړخ ته دوه باغونه دي، تاسو د خپل رب له رزقه خورئ او د هغه شكر وباسئ (دا ښار) پاكیزه ښار دى او (ستاسو) رب دى ډېر بخښونكى
Verse 16
34-16 بیا دوى مخ واړلو (د نبیانو له دعوت نه) نو مونږ په دوى د بند زورور سېلاب راخلاص كړ او د دوى د دوه باغونو په ځاى مو دوى ته دوه داسې باغونه په بدل كې وركړل چې دواړه خاوندان د بې خونده مېوو او غزانو او څه لږ شى د بېرو وو
Verse 17
34-17 دغه، مونږ دوى ته سزا وركړه، په سبب د دوى د كفر كولو او مونږ جزا نه وركوو مګر سخت ناشكري ته
Verse 18
34-18 او مونږه د دوى په مینځ كې او د هغو كلیو په مینځ كې چې مونږ په هغو كې بركت اچولى و ښكاره (لارې ته نژدې) كلي جوړ كړل او د دغو (كلیو) په مینځ كې مونږ تګ راتګ په اندازه كړى و، تاسو ګرځئ په دغو (كلیو) كې، په شپو او ورځو، په داسې حال كې چې په امان به یئ
Verse 19
34-19 نو دوى وویل: اى زمونږ ربه! ته زمونږ د منزلونو په مینځ كې لرې والى پیدا كړه او دوى په خپلو ځانونو ظلم وكړ، نو مونږه دوى قصې (افسانې) وګرځول او مونږ دوى تار په تار كړل، پوره تار په تار كول، بېشكه په دغو كې خامخا نښې دي دهر ډېر صبر كوونكي، ډېر شكر كوونكي لپاره
Verse 20
34-20 او یقینًا یقینًا ابلیس د دوى په باره كې خپل خیال رښتیا ومونده، نو دوى ټولو د هغه پيروي وكړه، مګر یوې ډلې، چې هغه مومنان دي
Verse 21
34-21 او د دغه (شیطان) لپاره په دغو (اهل سباوو) باندې هېڅ تسلط (او غلبه) نه وه مګر د دې لپاره چې مونږ معلوم (او بېل) كړو هغه څوك چې په اخرت ایمان لري له هغه چا نه چې هغه د دغه (اخرت) په باره كې په شك كې دى او ستا رب د هر شي ښه نګران دى
Verse 22
34-22 ته (دې مشركانو ته) ووایه: تاسو هغه (معبودان) وبولئ چې تاسو (هغه) له الله نه غیر (معبودان) ګڼلي دي، دوى د یوې ذرې اندازه اختیار (او مِلك) نه لري په اسمانونو كې او نه په ځمكه كې او د دوى لپاره په دغو دواړو كې هېڅ برخه (شركت) نشته، او نشته دغه (الله) ته له دوى نه هېڅ مددګار
Verse 23
34-23 او د هغه (الله) په نیز شفاعت نفع نه رسوي مګر د هغه چا لپاره چې هغه (الله) د هغه لپاره اجازت وركړي تر هغه پورې چې كله د دوى د زړونو نه وېره(هیبت) لرې كړى شي(نو) دوى وايي: ستاسو رب څه وفرمايل؟ هغوى به ووايي چې حق (يې وفرمایه) او هم دى ډېر اوچت، ډېر لوى دى
Verse 24
34-24 (اى نبي!) ته (دوى ته) ووایه چې تاسو ته له اسمانونو اوځمكې نه څوك رزق دركوي؟ ته ووایه چې ’’الله‘‘ او بېشكه مونږ، یا تاسو خامخا په هدایت باندې یو، یا په ښكاره ګمراهۍ كې یو
Verse 25
34-25 ته (دوى ته) ووایه: له تاسو نه د هغو جرمونو په باره كې تپوس نه كېږي چې مونږ كړي دي او زمونږ نه پوښتنه نه كېږي د هغو عملونو په باره كې چې تاسو يې كوئ
Verse 26
34-26 ته ووایه: زمونږ رب به زمونږ په مینځ كې جمع وكړي، بیا به زمونږ په مینځ كې په حقه سره فیصله وكړي او هم دى ښه فیصله كوونكى، ښه عالم دى
Verse 27
34-27 ته(دوى ته) ووایه: تاسو ما ته هغه (معبودان) راوښیئ چې تاسو له هغه (الله) سره پیوست كړي دي، چې شریكان دي (كله هم داسې نشي كېدى) بلكې همدغه الله ښه غالب، ښه حكمت والا دى
Verse 28
34-28 او ته نه يې لېږلى مونږ مګر د ټولو خلقو (انسانانو) لپاره زېرى وركوونكى او وېروونكى او لېكن اكثره خلق نه پوهېږي
Verse 29
34-29 او دوى وايي: دغه وعده به كله وي كه تاسو رښتيني یئ؟
Verse 30
34-30 ته (دوى ته) ووایه: تاسو لپاره د داسې ورځې وعده ده چې تاسو به له هغې نه نه يوه ګړۍ وروسته كېږي او نه به تاسو ړومبى كېږئ
Verse 31
34-31 او كافران شویو كسانو وویل: مونږ به له سره په دې قرآن ایمان رانه وړو او نه په هغو كتابونو چې له ده نه مخكې دي او كه ته ووینې كله چې ظالمان د خپل رب په وړاندې ودرول شوي وي، په داسې حال كې چې د دوى ځینې به ځینو نورو ته خبره اړوي (داسې) چې (په دنیا كې) ښه ضعیف كړى شوي كسان به هغو كسانو ته ووايي چې تكبر به يې كاوه: كه تاسو (مونږ لره د ایمان نه منع كوونكي) نه وى (، نو) یقینًا مونږ به مومنان وو
Verse 32
34-32 هغه كسان به ووايي چې تكبر يې كړى و، هغو كسانو ته چې ښه كمزور كړى شوي وو: ایا مونږه تاسو د هدایت نه بند كړي وئ، وروسته له دې چې كله هغه تاسو ته راغى! (داسې نه ده) بلكې تاسو (پخپله) مجرمان وئ
Verse 33
34-33 او كمزور كړى شوي كسان به هغو كسانو ته ووايي چې تكبر به يې كاوه: (داسې نه وه) بلكې(دا ستاسو) د شپې او ورځي مكر (او فریب) و، كله چې به تاسو مونږ ته حكم كاوه چې مونږ په الله سره كافران شو او د هغه لپاره مونږ شریكان پیدا كړو او دوى (ټول) به پښېماني پټه كړي كله چې دوى عذاب وویني او مونږ به ځنځيرونه د كافران شویو كسانو په غاړو (څټونو) كې واچوو، دوى ته بدله نه وركول كېږي مګر د هغو عملونو چې دوى به كول
Verse 34
34-34 او مونږ نه و لېږلى په كوم ښار كې هېڅ یو وېروونكى مګر هغه متكبره مَړو (مالدارو) خلقو به ویل: بېشكه مونږ په هغه څه چې تاسو په هغه سره رالېږل شوي يئ، كافران یو
Verse 35
34-35 او دوى به ویل: مونږ د مال او اولاد په لحاظ ډېر زیات یو او مونږ به په عذاب كولى نشو
Verse 36
34-36 ته ( دوى ته) ووایه: بېشكه زما رب رزق فراخوي چا ته چې وغواړي او تنګوي يې او لېكن د خلقو اكثریت نه پوهېږي
Verse 37
34-37 او نه دي ستاسو مالونه او نه اولاد هغه شى چې هغه تاسو مونږ ته رانژدې كړي، ښه رانژدې كول مګر هغه څوك چې ایمان يې راوړ او نېك عمل يې وكړ، نو دغه كسان دي چې د دوى لپاره دوه چنده بدله ده، په سبب د هغو عملونو چې دوى كړي دي او دوى به (د جنت) په بالاخانو كې په امن وي
Verse 38
34-38 او هغه كسان چې زمونږ په ایتونو كې كوشش كوي، چې ( په خپل خیال مونږ ه لره) عاجزه كوونكي وي، دغه كسان په عذاب كې حاضر كړى شوي دي
Verse 39
34-39 ته (دوى ته) ووایه: بېشكه زما رب رزق فراخوي چا ته چې وغواړي په خپلو بنده ګانو كې او د هغه لپاره يې تنګوي او تاسو چې څه شى هم لګوئ، نو هغه د دغه (څیز) عوض دركوي او هغه تر ټولو غوره رزق وركوونكى دى
Verse 40
34-40 او (یاد كړئ) هغه ورځ چې هغه (الله) به دوى ټول راجمع كړي، بیا به ملايكو ته ووايي: ایا دغو كسانو به خاص ستاسو عبادت كاوه؟
Verse 41
34-41 هغوى (ملايك) به ووايي: تا لره پاكي ده، ته له دوى نه غیر زمونږ مولٰى (او كارساز) يې بلكې دوى به د پېریانو عبادت كاوه، د دوى اكثره پر هغوى ایمان راوړونكي وو
Verse 42
34-42 نو نن ورځ ستاسو ځینې د ځینو نورو لپاره نه د هېڅ نفعې اختیار لري اونه د ضرر اومونږ به هغو كسانو ته چې ظلم (شرك) يې كړى دى، ووایو: تاسو د هغه اور عذاب وڅكئ چې تاسو به د هغه تكذیب كاوه
Verse 43
34-43 او كله چې دوى ته زمونږ ایتونه تلاوت كولى شي، چې ښه واضح دي (نو) دوى وايي: نه دى دا مګر یو داسې سړى دى چې غواړي چې تاسو د هغو (معبودانو له عبادت) نه منع كړي چې ستاسو پلرونو به يې عبادت كاوه او دوى وايي: دا (قرآن) نه دى مګر خالص دروغ دي چې له ځانه جوړ كړى شوي دي او كافران شوي خلق د حق(قرآن) په باره كې وايي كله چې دوى ته راغى: نه دى دا مګر ښكاره جادو
Verse 44
34-44 حال دا چې مونږ دوى ته هېڅ كتابونه نه دي وركړي چې دوى يې لولي او نه له تا نه مخكې مونږ دوى ته هېڅ وېروونكى لېږلى دى
Verse 45
34-45 او هغو كسانو تكذیب كړى و، چې له دوى نه مخكې وو، حال دا چې دوى (د مكې كافران) نه دي رسېدلي لسمې برخې ته د هغه (قوت او قدرت) چې ما هغوى (مخكينو كافرانو) ته وركړى و، نو هغوى زمونږ د رسولانو تكذيب وكړ، بيا نو زما انكار څنګه و
Verse 46
34-46 ته (دوى ته) وایه: بېشكه زه تاسو ته يواځې دیوې خبرې وعظ كوم، دا چې تاسو خاص الله ته ودرېږئ، دوه دوه او یو یو، بیا ښه فكر وكړئ چې ستاسو په ملګري كې هېڅ لېونتوب نشته، نه دى دا مګر تاسو لره وېروونكى، د ډېر سخت عذاب نه مخكې
Verse 47
34-47 ته (دوى ته) ووایه: هغه چې ما له تاسو نه څه اجرت غوښتى وي، نو هغه دې تاسو لپاره وي، زما اجر نشته مګر په الله باندې دى او هغه په هر شي باندې ښه ګواه (او ښه خبردار) دى
Verse 48
34-48 ته ووایه: بېشكه زما رب حق رالېږي (هغه) د پټو خبرو ښه عالم دى
Verse 49
34-49 ته ووایه: حق راغى او باطل نه اول ځلې پیدا كول كولى شي او نه دوباره ژوندي كول كولى شي
Verse 50
34-50 ته (دوى ته) ووایه: كه چېرې زه ګمراه شم، نو یقینًا يواځې د خپل ځان په ضرر ګمراه كېږم او كه ما هدایت ومونده، نو په سبب د هغه كلام چې زما رب يې ما ته وحي كوي، بېشكه هغه ښه اورېدونكى، ډېر نژدې دى
Verse 51
34-51 او كه ته ووینې كله چې دوى ووېرېږي، نو هېڅ خلاصى به نه وي او دوى به له ډېر نژدې ځایه ونیول شي
Verse 52
34-52 او دوى به ووايي: مونږ په دغه (الله) ایمان راوړى دى، او د دوى لپاره به د ډېر لرې ځاى نه نیول له كومه وي!
Verse 53
34-53 حال دا چې یقینًا دوى په ده سره له دې نه مخكې كافران شوي وو او دوى به بې له لیدلو ویشتل كول، له ډېر لرې ځایه
Verse 54
34-54 او پرده به واچول شي د دوى په مینځ كې او په مینځ د هغه شي كې چې دوى يې غواړي (او ارمان يې كوي) لكه چې د دوى له ملګرو (هم جنسو) سره(دا كار) كړى شوى و له دوى نه مخكې، بېشكه دوى په اضطراب اچوونكي شك كې وو
تقدم القراءة