سورة النازعات

الترجمة البشتوية

د الترجمة البشتوية څخه په البشتوية کې د النازعات سورې ژباړه

الترجمة البشتوية

Verse 1
79-1 قسم دى په (ملايكو) راوښكونكو (روحونو د كفارو لره)، راوښكل
Verse 2
79-2 او په (ملايكو) اسان راوښكونكو (د مومنانو روحونو لره)، اسان راوښكل
Verse 3
79-3 او په تېزو تلونكو (ملايكو)، تېز تلل
Verse 4
79-4 پس په وړاندې كېدونكو (ملايكو)، وړاندې كېدل
Verse 5
79-5 بیا د كار په تدبیر جوړونكو (ملايكو) چې تاسو به خامخا بیا راژوندي كړى شئ)
Verse 6
79-6 په هغه ورځ چې لړځېدونكې به ولړځېږي
Verse 7
79-7 په دې پسې به راځي ورپسې راتلونكې
Verse 8
79-8 (د مجرمانو) زړونه به په دغه ورځ كې رپېدونكي (درزېدونكي) وي
Verse 9
79-9 د دغو سترګې به ښكته وي
79-10 دوى به وايي: ایا په رښتیا (او) یقینًا به مونږ ړومبني حالت ته ګرځولى شو (بیا به ژوندي كېږو؟)
Verse 11
79-11 ایا كله چې مونږ زاړه رژېدونكي هډوكي شو
79-12 دوى وویل: دغه (ګرځېدل) به په هغه وخت كې زیانمن ګرځېدل وي
Verse 14
79-14 نو ناڅاپه به دوى د ځمكې په مخ وي
Verse 15
79-15 ایا تا ته د موسٰی خبره راغلې ده
79-16 كله چې ده ته خپل رب په پاكې دَرې (ناو) ’’طُوٰی‘‘ كې اواز وكړ
79-17 ته فرعون ته لاړ شه، بېشكه ده سركشي شروع كړې ده
79-18 نو ته (ورته) ووایه: ایا ته دا خوښوې چې ته پاك شې
Verse 19
79-19 او دا چې زه تا ته ستا د رب په طرف ښوونه وكړم، پس چې ته ووېرېږې
Verse 20
79-20 نو ده (موسٰی) دغه (فرعون) ته تر ټولو لویه نښه وښودله
Verse 21
79-21 نو ده تكذيب وكړ او نافراني يې وكړه
Verse 22
79-22 بيا يې شا كړه (او) په ډېره بيړه سره لاړ
Verse 23
79-23 نو ده (جادوګر) راجمع كړل، پس اواز يې وكړ
Verse 24
79-24 نو ويې ويل: زه ستاسو رب یم، تر ټولو اوچت (رب)
79-25 نو دى الله راونیوه په عذاب د اخرت او دنیا سره
79-26 بېشكه په دغه (غرقولو او سوځولو) كې یقینًا د هغه چا لپاره عبرت دى چې (له الله نه) وېرېږي
79-27 ایا تاسو د پیدا كولو په لحاظ ډېر سخت یئ، یا كه اسمان، دغه هغه (الله) جوړ كړى دى
Verse 28
79-28 د ده چت يې اوچت كړى دى، نو دغه يې ښه برابر جوړ كړى دى
Verse 29
79-29 او د ده شپه يې توره تیاره كړې ده او د ده رڼا يې راوېستلې ده
Verse 30
79-30 او ځمكه يې له ده نه وروسته غوړولې ده
Verse 31
79-31 ده له دغې (ځمكې) نه د دې اوبه او د دې واښه رااېستلي دي
Verse 32
79-32 او غرونو لره، ده دغه محكم كړي دي
Verse 33
79-33 ستاسو او ستاسو د څاریو د فايدې لپاره
Verse 34
79-34 نو كله چې تر ټولو لویه بلا (قیامت) راشي
79-35 په هغه ورځ چې انسان به هغه څه یادوي چې ده كړي وي
Verse 36
79-36 او دوزخ به هغه چا ته څرګند كړى شي چې يې ویني
Verse 37
79-37 نو هر چې هغه څوك دى چې سركشي يې كړې وي
Verse 38
79-38 او دنيايي ژوند ته يې ترجیح وركړې وي
Verse 39
79-39 نو بېشكه چې هم دا دوزخ (د ده) استوګنه ده
79-40 او هر چې هغه څوك دى چې د خپل رب په وړاندې له ودرېدلو نه وېرېدلى وي او نفس (ځان) يې له خواهشاتو نه منع كړى وي
Verse 41
79-41 نو بېشكه چې هم دا جنت (د ده) استوګنه ده
79-42 (اى نبي!) دوى له تا نه د قیامت په باره كې پوښتنه كوي چې د ده واقع كېدل به كله وي
Verse 43
79-43 ته د ده له یاده (علمه) په څه كې يې
Verse 44
79-44 خاص ستا رب ته د دغه (قيامت) انتها ده
79-45 بېشكه ته خو يواځې د هغه چا وېروونكى يې چې له ده (قیامت) نه وېرېږي
79-46 ګویاكې دوى به په هغې ورځې كې چې دوى دغه (قیامت) وویني (داسې به وي لكه چې) دوى (په دنیا، یا په قبر كې) نه دي ایسار شوي مګر د ورځې اخر، یا څاښت
تقدم القراءة