د الترجمة البشتوية څخه په البشتوية کې د يس سورې ژباړه
Verse 1
ﭬ
ﭭ
36-1 يا، سين
Verse 2
ﭮﭯ
ﭰ
36-2 قسم دى په قرآن، چې ډېر د حكمت والا دى
Verse 3
ﭱﭲﭳ
ﭴ
36-3 بېشكه ته، یقینًا له رسولانو ځنې يې
Verse 4
ﭵﭶﭷ
ﭸ
36-4 په نېغه لار يې
Verse 5
ﭹﭺﭻ
ﭼ
36-5 (دغه قرآن) د ډېر غالب، بې حده مهربان نازلول دي
Verse 6
36-6 د دې لپاره چې ته هغه قوم ووېروې چې د دوى پلرونه نه دي وېرول شوي، نو (ځكه) دوى غافلان دي
Verse 7
36-7 یقینًا یقینًا د دوى په زیاترو باندې (د عذاب) خبره ثابته شوې ده، نو (په دې وجه) دوى ایمان نه راوړي
Verse 8
36-8 بېشكه مونږ د دوى په غاړو (څټونو) كې طوقونه اچولي دي، نو دغه (طوقونه) تر زنو پورې دي، نو (په دې سره) دوى جګ سري كړى شوي دي
Verse 9
36-9 او مونږ د دوى په مخه كې یو دېوال كړى دى او یو دېوال د دوى شا ته، پس مونږ دوى پټ كړي دي، لهذا دوى هېڅ نه ویني
Verse 10
36-10 او دوى ته یو شان ده كه ته دوى ووېروې، یا ته دوى ونه وېروې، دوى ایمان نه راوړي
Verse 11
36-11 بېشكه همدا خبره ده چې ته يواځې هغه څوك وېروې چې د ذكر (قرآن) پیروي كوي او له رحمٰن نه په نالیدلو وېرېږي، نو ته دغه كس ته د مغفرت او د ډېر عزت والا اجر زېرى وركړه
Verse 12
36-12 بېشكه مونږ، همدا مونږ مړي ژوندي كوو او مونږ هغه څه لیكو چې دوى يې مخكې لېږي او د دوى پاتې نښې (هم) او هر شى، مونږ هغه په ښكاره اصل (لوح محفوظ) كې درج كړى دى
Verse 13
36-13 او ته دوى ته د دغه كلي اوسېدونكي مثال وګرځوه، كله چې دوى ته رسولان راغلل
Verse 14
36-14 كله چې مونږ دوى ته دوه پېغمبران ولېږل، نو دوى هغو دواړو ته دروغجن وویل، نو مونږ (دغه) په دریم سره مضبوط كړل، نو دغو (رسولانو) وویل: بېشكه مونږ تاسو ته رسولان (رالېږل شوي) یو
Verse 15
36-15 دوى وویل، تاسو نه يئ مګر زمونږ په شان انسانان او رحمٰن هېڅ شى هم نه دى نازل كړى، نه یئ تاسو مګر دروغ وایئ
Verse 16
ﭶﭷﭸﭹﭺﭻ
ﭼ
36-16 دغو (رسولانو) وویل: زمونږ رب پوهېږي، بېشكه مونږ تاسو ته یقینًا (پېغمبران) راستول شوي یو
Verse 17
ﭽﭾﭿﮀﮁ
ﮂ
36-17 او زمونږ په ذمه نشته مګر ښكاره پېغام رسونه
Verse 18
36-18 دغو خلقو وویل: بېشكه مونږ په تاسو سره بدفالي نیولې ده، قسم دى كه تاسو منع نشوئ (، نو) مونږ به خامخا ضرور تاسو سنګسار كړو او زمونږ له جانبه به تاسو ته خامخا ضرور ډېر دردوونكى عذاب درورسېږي
Verse 19
36-19 دغو(پېغمبرانو) وویل: ستاسو بدفالي له هم تاسو سره ده، ایا نو كه تاسو ته پند دركړى شي (نو تاسو دغه ته بدفالي وایئ؟) بلكې تاسو له حده تېرېدونكى قوم یئ
Verse 20
36-20 او د ښار تر ټولو لرې جانب نه یو سړى راغى، چې منډې يې وهلې، ويې ويل: اى زما قومه! تاسو د رسولانو پیروي وكړئ
Verse 21
36-21 تاسو د هغه چا پیروي وكړئ چې له تاسو نه څه اجر (او مزدوري) نه غواړي، په داسې حال كې چې دوى (پخپله) هدایت موندونكي دي
Verse 22
36-22 او په ما څه شوي دي (څه مانع دى) چې زه به د هغه ذات عبادت نه كوم چې زه يې پیدا كړى یم او خاص هغه ته به تاسو بېرته بېول كېږئ
Verse 23
36-23 ایا زه له هغه (الله) نه غیر نور داسې معبوان ونیسم چې كه رحمٰن ما ته د ضرر رسولو اراده وكړي، (نو) له ما نه به د دوى سفارش هېڅ شى (ضرر) دفع (لرې) نه كړى شي او نه به ما دوى خلاص كړى شي
Verse 24
ﯪﯫﯬﯭﯮ
ﯯ
36-24 بېشكه زه به په دغه وخت كې خامخا په ښكاره ګمراهۍ كې یم
Verse 25
ﯰﯱﯲﯳ
ﯴ
36-25 بېشكه زه چې یم، ما ستاسو په رب ایمان راوړى دى، نو تاسو (ټول) زما (دا خبره) واورئ
Verse 26
36-26 ده ته وویل شو: ته جنت ته ننوځه! ده وویل: اى كاشكې چې زما قوم پوه شي!
Verse 27
36-27 په هغه شي چې زما رب ما ته په هغه سره بخښنه وكړه او زه يې له عزتمنو څخه كړمه
Verse 28
36-28 او مونږ له هغه نه وروسته د ده په قوم باندې له اسمان نه هېڅ لښكر راكوز نه كړ او نه مونږ نازلوونكي وو
Verse 29
36-29 هغه (سزا) نه وه مګر یوه چغه، نو ناڅاپه دوى مړه یخ پخ پراته وو
Verse 30
36-30 اى افسوسه په بنده ګانو! دوى ته به نه راته كوم رسول مګر دوى به په هغه پورې استهزا كولې
Verse 31
36-31 ایا دوى نه ویني چې له دوى نه مخكې مونږ څومره امتونه هلاك كړي دي، چې یقینًا هغوى دوى ته بېرته نه راګرځي
Verse 32
ﮂﮃﮄﮅﮆﮇ
ﮈ
36-32 او نه دي دا هر یو مګر ټول به زمونږ په وړاندې حاضر كړى شوي وي
Verse 33
36-33 او د دوى لپاره یوه لویه نښه مړه (وچه كلكه) ځمكه ده، چې مونږ هغه ژوندۍ كړه او له هغې نه مونږ دانې راووېستې، نو د دغو (دانو) ځنې دوى خوراك كوي
Verse 34
36-34 او مونږ په دغه (ځمكه) كې د كجورو او انګورو باغونه پیدا كړي دي او مونږه په دغه (ځمكه) كې چینې جاري كړي دي
Verse 35
36-35 د دې لپاره چې دوى د دغو (څیزونو) له مېوو نه خوراك وكړي، حال دا چې دغه (مېوې) د دوى لاسونو نه دي پیدا كړي، ایا نو دوى شكر نه وباسي
Verse 36
36-36 پاكي ده هغه ذات لره چې دغه ټولې جوړې يې پیدا كړي دي، له هغو څیزونو نه چې ځمكه يې زرغونوي او د دوى له نفسونو نه او له هغو څیزونو نه چې دوى يې نه پېژني
Verse 37
36-37 او د دوى لپاره لویه نښه شپه (هم) ده، مونږ له هغې نه ورځ راوباسو، نو ناڅاپه دوى په تیارو كې ننوتونكي وي
Verse 38
36-38 او لمر (دى چې) په خپلې ټاكلې لارې باندې روان دى، دغه د ډېر غالب، ښه پوه ذات مُقَدر (اندازه) كول دي
Verse 39
36-39 او سپوږمۍ لره، مونږ د هغې لپاره منزلونه مقرر كړي دي، تر هغه پورې چې دا شي لكه د كجورې وچ ډنډوركى
Verse 40
36-40 لمر لره ممكن نه دي چې سپوږمۍ رالاندې كړي او نه شپه په ورځ ړومبۍ كېدونكې ده او هر یو په (خپل) مدار كې لامبو وهي
Verse 41
36-41 او د دوى لپاره لویه نښه داده چې بېشكه مونږ د دوى اولاد په ډكه بېړۍ كې سواره كړي دي
Verse 42
ﭚﭛﭜﭝﭞﭟ
ﭠ
36-42 او د دوى لپاره مو د دغې (بېړۍ) په شان هغه څیزونه پیدا كړي دي چې دوى پرې سورېږي
Verse 43
36-43 او كه مونږ وغواړو (نو) دوى به غرق كړو، بیا به دوى لپاره نه هېڅ فریادرس وي او نه به دوى له غرقېدونه خلاصول كېږي
Verse 44
ﭫﭬﭭﭮﭯﭰ
ﭱ
36-44 مګر (نه يې غرقوو) له خپل جانب نه د رحمت په سبب او تر یو وخته پورې د فايدې اخيستلو لپاره
Verse 45
36-45 او كله چې دوى ته وویل شي: تاسو ځان وساتئ له هغه (عذاب) نه چې ستاسو په مخكې دى او له هغه نه چې ستاسو شا ته (په اخرت كې) دى، د دې لپاره چې په تاسو رحم وكړى شي
Verse 46
36-46 او دوى ته د خپل رب له دلیلونو نه هېڅ دلیل نه راځي، مګر دوى له هغو نه مخ ګرځوونكي دي
Verse 47
36-47 او كله چې دوى ته وویل شي چې تاسو له هغه (مال) نه ځینې ولګوئ چې الله تاسو ته دركړى دى، نو كافران شوي (د الله منكر) كسان هغو خلقو ته چې ایمان يې راوړى دى؛ وايي: ایا مونږ هغه چا ته طعام وركړو چې كه الله غوښتلى (نو) هغه ته به يې طعام وركړى وى. نه یئ تاسو مګر په ښكاره ګمراهۍ كې
Verse 48
36-48 او دوى (كفار) وايي: (د قیامت) دغه وعده به كله وي كه تاسو رښتیني یئ
Verse 49
36-49 دوى انتظار نه كوي مګر د یوې داسې چغې چې دوى به ونیسي، په داسې حال كې چې دوى به یو له بله سره جګړې كوي
Verse 50
36-50 نو نه به د وصیت كولو توان ولري او نه به خپل اهل ته بېرته ورشي
Verse 51
36-51 او په شپېلۍ كې به پوكى وكړى شي، نو ناڅاپه به دوى له قبرونو نه د خپل رب په طرف منډې وهي
Verse 52
36-52 دوى به وايي: اى زمونږ هلاكته! مونږ له خپل خوب ځاى نه چا راپاڅولو؟ (جواب به وركړى شي) دا هغه (ژوندون) دى چې رحمٰن يې وعده كړې وه او رسولانو رښتیا ویلي وو
Verse 53
36-53 دغه (پوكى) به نه وي مګر یوه چغه، نو ناڅاپه به دوى ټول زمونږ په وړاندي حاضر كړى شوي وي
Verse 54
36-54 نو نن ورځ به په هېڅ یو نفس باندې هېڅ شى ظلم ونه كړى شي او تاسو ته به بدله نه دركولى كېږي مګر هغه چې تاسو څه عمل كاوه
Verse 55
36-55 بېشكه د جنت والا نن ورځ په مشغولتیا كې دي، خوند اخيستونكي دي
Verse 56
36-56 دوى او د دوى ښځې په سیورو كې (ناست) دي، په تختونو باندې تكیه وهونكي دي
Verse 57
ﭡﭢﭣﭤﭥﭦ
ﭧ
36-57 د دوى لپاره په دغو (جنتونو) ښې مېوې دي او د دوى لپاره هغه څه دي چې دوى يې غواړي
Verse 58
ﭨﭩﭪﭫﭬ
ﭭ
36-58 سلام دى (چې دوى ته به ویلى شي) ښكاره ویل د رب له جانبه، چې ډېر مهربان دى
Verse 59
ﭮﭯﭰﭱ
ﭲ
36-59 او (وبه ویل شي:) اى مجرمانو! تاسو نن ورځ بېل بېل شئ
Verse 60
36-60 اى بني ادمو! ایا ما تاسو ته كلك حكم نه و كړى، داسې چې تاسو د شیطان عبادت مه كوئ. یقینًا هغه ستاسو ښكاره دښمن دى
Verse 61
ﮃﮄﮅﮆﮇﮈ
ﮉ
36-61 او داسې چې تاسو زما عبادت كوئ، دا نېغه لار ده؟
Verse 62
36-62 او یقینًا یقینًا ده (شیطان) په تاسو كې ډېر خلق ګمراه كړي دي، ایا نو تاسو داسې نه یئ چې عقل وچلوئ؟
Verse 63
ﮔﮕﮖﮗﮘ
ﮙ
36-63 (منكرانو ته به په اخرت كې وویل شي:) دا هغه جهنم دى چې تاسو ته به يې وعده دركول كېده
Verse 64
ﮚﮛﮜﮝﮞ
ﮟ
36-64 تاسو ده ته په نن ورځ ننوځئ، په سبب د هغه كفر چې تاسو به كاوه
Verse 65
36-65 نن ورځ به مونږ د دوى په خولو مهر ولګوو، او زمونږ سره به د دوى لاسونه خبرې كوي او د دوى پښې به ګواهي كوي په هغو كارونو چې دوى به كول
Verse 66
36-66 او كه مونږ غوښتلى (نو) د دوى سترګې به مو محوه (هوارې) كړې وى، نو دوى به (خپلې معلومې) لارې ته وړاندې شوي وى، بیا به دوى څنګه لېدله
Verse 67
36-67 او كه مونږ غوښتلى (نو) خامخا مونږ به دوى په خپلو ځایونو كې مسخ كړي وو، نو (بیا به) دوى نه د وړاندې تللو طاقت لاره او نه به بېرته ګرځېدلى وى
Verse 68
36-68 او هر هغه څوك چې مونږ هغه ته اوږد عمر وركړو (نو) هغه په تخلیق (ساخت) كې نسكور كړو، ایا نو دوى عقل مندي نه كوي
Verse 69
36-69 او مونږ ده ته شعر نه دى ښودلى او نه دا له ده سره ښايېږي، نه دى دا كتاب مګر نصیحت دى او بیانوونكى قرآن دى
Verse 70
36-70 د دې لپاره چې دغه (قرآن، یا نبي) هغه څوك ووېروي چې ژوندى وي او د دې لپاره چې په كافرانو خبره ثابته شي
Verse 71
36-71 ایا دوى نه دي كتلي چې بېشكه مونږ له هغو څیزونو نه چې زمونږ لاسونو جوړ كړي دي، دوى لپاره څاروي پیدا كړي دي، بیا دوى د هغو مالكان دي
Verse 72
ﭞﭟﭠﭡﭢﭣ
ﭤ
36-72 او مونږ دغه (څاروي) د دوى لپاره تابع كړي دي، نو په دغو كې ځینې د دوى سورلۍ دي او په دغو كې ځینې دوى خوري
Verse 73
36-73 او د دوى لپاره په دغو (څارویو) كې فايدې او مشروبونه دي، ایا نو دوى شكر نه وباسي؟
Verse 74
36-74 او دوى له الله نه غیر نور معبودان ونیول، د دې لپاره چې دوى سره مدد وكړى شي
Verse 75
36-75 دغه (معبودان) د دوى د مدد كولو طاقت نه لري، په داسې حال كې چې دوى (مشركان) به دغو (معبودانو) ته حاضر كړى شوى لښكر وي
Verse 76
36-76 نو تا دې د دوى وینا غمژن نه كړي، بېشكه مونږ پوهېږو په هغه (حسد، كینه) چې دوى يې پټوي او په هغه (كفر، عناد) چې دوى يې څرګندوي
Verse 77
36-77 ایا انسان نه دي كتلي چې بېشكه مونږ دغه (انسان) له نطفې (یو څاڅكې اوبو) نه پیدا كړى دى، نو ناڅاپه دى ښكاره سخت جګړه كوونكى دى
Verse 78
36-78 او دى زمونږ لپاره مثال بیانوي او خپل پیدایښت يې هېر كړى دى، وايي: دغه هډوكي به څوك راژوندي كوي، په داسې حال كې چې هغه وراسته وي
Verse 79
36-79 ته (دوى ته) ووایه: دا به هغه ذات راژوندي كوي چې دا يې اول ځلې پیدا كړي دي، او هغه په خپل مخلوق باندې ښه عالم دى
Verse 80
36-80 هغه ذات چې تاسو لپاره يې له شنې ونې نه اور پیدا كړى دى، نو ناڅاپه تاسو له دغې (شنې ونې) نه اور بلوئ
Verse 81
36-81 ایا هغه ذات چې اسمانونه او ځمكه يې پیدا كړي دي، په دې نه دى قادر چې هغه د دوى په شان (نور مخلوق) پیدا كړي؟ ولې نه! او هم دى ښه پیدا كوونكى، ښه پوه دى
Verse 82
36-82 بېشكه د هغه امر (حكم) هم دا وي چې كله د یو شي اراده وكړي، دا چې هغه ته ووايي چې پیدا شه، نو هغه پیدا شي
Verse 83
36-83 نو پاكي ده هغه (الله) لره چې خاص د هغه په لاس كې د هر شي باچاهي ده او خاص هغه ته به بېرته بېولى كېږئ
تقدم القراءة