د الترجمة البشتوية څخه په البشتوية کې د الإسراء سورې ژباړه
Verse 1
17-1 هغه ذات لره پاكي ده چې خپل بنده يې د شپې په یوه لږه برخه كې له مسجد حرام نه مسجد اقصٰى ته بوتلو، هغه (مسجد اقصٰى) چې مونږ د هغه ګېرچاپېره بركت اچولى دى، د دې لپاره چې مونږ هغه ته له خپلو نښو څخه ځینې وښیو، بېشكه هم هغه ښه اورېدونكى، ښه لېدونكى دى
Verse 2
17-2 او مونږ موسٰى ته كتاب وركړى و او هغه مو د بني اسرائیلو لپاره هدایت ګرځولى و، چې تاسو له ما نه غیر هېڅ كارساز مه نیسئ
Verse 3
17-3 اى د هغه چا اولاده چې مونږ له نوح سره سواره كړي وو، بېشكه هغه ډېر شكر ایستونكى بنده و
Verse 4
17-4 او مونږ بني اسرائیلو ته په كتاب كې دا قطعي خبردارى وركړى و چې تاسو به خامخا هرومرو په ځمكه كې دوه ځلې فساد كوئ او خامخا هرومرو به تاسو سركشي كوئ، ډېره لویه سركشي
Verse 5
17-5 نو كله چې په هغو دواړو كې د اول ځلې وعده راغله (نو) مونږ پر تاسو باندې خپل داسې بنده ګان مسلط كړل چې ډېر سخت جنګي خلق وو، نو هغوى د ښارونو په مینځ كې ښه وګرځېدل او وه دا یوه وعده چې پوره كولى شوه
Verse 6
17-6 بیا مونږ بېرته تاسو ته پر هغوى باندې غلبه دروګرځوله او ستاسو مدد مو وكړ په مالونو او زامنو سره او تاسو مو د ملاتړ (او افرادو) په لحاظ بېخي زیات كړئ
Verse 7
17-7 كه تاسو نېكي وكړئ (نو) د خپلو ځانونو لپاره به نېكي وكړئ او كه چېرې تاسو بدي وكړئ، نو د همدغو (نفسونو) لپاره ده، نو كله چې د اخري ځل وعده راغله (نو مونږ پر تاسو باندې نور بنده ګان مُسلط كړل)، د دې لپاره چې (په وهلو وهلو) ستاسو مخونه وران ويجاړه كړي او د دې لپاره چې (اقصا) جومات ته داخل شي لكه څنګه چې اول ځلې ده ته داخل شوي وو، او د دې لپاره چې هلاك او تباه كړي هر هغه شى چې دوى پرې غالب شي، هلاكول
Verse 8
17-8 امېد دى چې ستاسو رب به پر تاسو رحم وكړي او كه تاسو بېرته وګرځېدئ (سركشۍ ته، نو) مونږ به هم راوګرځو (عذاب دركولو ته)، او مونږ جهنم د كافرانو لپاره زندان ګرځولى دى
Verse 9
17-9 بېشكه دا قرآن هغې (لارې) ته ښودنه كوي چې تر ټولو برابره نېغه ده او هغو مومنانو ته زېرى وركوي چې نېك عملونه كوي، د دې چې يقينًا د دوى لپاره ډېر لوى اجر دى
Verse 10
17-10 او دا چې بېشكه هغه كسان چې په اخرت باندې ایمان نه راوړي، مونږ د هغوى لپاره ډېر دردوونكى عذاب تیار كړى دى
Verse 11
17-11 او انسان د شر دعا غواړي د خپلې خیر د دعا (په شان) او انسان له شروع نه ډېر تلوار كوونكى دى
Verse 12
17-12 او مونږ شپه او ورځ دوه نښې جوړې كړي دي، بیا مونږ د شپې نښه تته وګرځوله او د ورځې نښه مو روښانه وګرځوله، د دې لپاره چې تاسو د خپل رب فضل طلب كړئ او د دې لپاره چې تاسو د كلونو شمېر او حساب وپېژنئ او هر شى، مونږ هغه ښه په تفصیل سره بیان كړى دى
Verse 13
17-13 او هر انسان لره، مونږ هغه ته خپل عمل د هغه په غاړه كې لازم كړى دى او د قیامت په ورځ به ده ته یو كتاب راوباسو چې دى به ورسره مخامخ شي، په داسې حال كې چې غوړېدلى به وي
Verse 14
17-14 ته خپل كتاب ولوله، نن ورځ ستا په خلاف هم ستا خپل نفس كافي دى، حساب كوونكى
Verse 15
17-15 چا چې نېغه لار ونیوله، نو همدا خبره ده چې هغه د خپل ځان (د فايدې) لپاره نېغه لار نیسي او څوك چې بې لارې شو، نو همدا خبره ده چې هغه د همدغه (نفس) په ضرر بې لارې كېږي او هېڅ بار اوچتونكى د بل بار نه اوچتوي او مونږ كله هم عذاب وركوونكي نه یو تر هغه پورې چې رسول ولېږو
Verse 16
17-16 او كله چې مونږ اراده وكړو چې یو كلى هلاك كړو (نو) مونږ د هغه (كلي) كبرجنو مالدارو ته حكم وكړو، نو هغوى (حكم ونه مني بلكې) په دغه (كلي) كې فسق وكړي، نو په هغه باندې خبره ثابته شي، بیا مونږ هغه تباه كړو، سخت تباه كول
Verse 17
17-17 او مونږ له نوح نه وروسته څومره ډېر قرنونه (امتونه) هلاك كړي دي! او ستا رب ښه كافي دى د خپلو بنده ګانو په ګناهونو باندې ښه خبردار، ښه لیدونكى
Verse 18
17-18 هغه څوك چې داسې وي چې دنیا غواړي (نو) مونږ به هغه ته په دې كې هغه څه په تلوار وركړو چې مونږ يې غواړو، د هغه چا لپاره چې مونږ يې اراده وكړو، بیا مونږ د هغهٔ لپاره جهنم مقرر كړو چې دى به هغه ته ننوځي، په داسې حال كې چې ملامت كړى شوى، شړل شوى به وي
Verse 19
17-19 او هغه څوك چې اخرت غواړي او د هغه لپاره كوشش كوي، د هغهٔ لايق كوشش، په دې حال كې چې مومن (هم) وي، نو دغه خلق، د دوى سعي قدر كړى شوې (او مقبوله) ده
Verse 20
17-20 له هر یو سره مونږ ستا د رب له وركړې څخه مدد كوو، له دوى سره او له دغو سره، او ستا د رب عطا (وركړه په دنیا كې) كله هم منع كړى شوې نه ده
Verse 21
17-21 ته وګوره! څرنګه مونږ د دوى ځینې، په ځینو نورو باندې غوره كړي دي او خامخا اخرت د درجو په لحاظ تر ټولو لوى او د فضیلت وركولو په لحاظ تر ټولو غټ دى
Verse 22
17-22 ته له الله سره بل معبود مه نیسه، نو (ګنې) ملامت كړى شوى، بې یارومددګار به كېنې
Verse 23
17-23 او ستا رب حكم كړى دى چې تاسو عبادت مه كوئ (د بل هیچا) مګر يواځې د هغهٔ او له مور و پلار سره ښه احسان كوئ او كه چېرې په دوى كې یو یا دواړه له تا سره كله هم زوړوالي (بوډاوالي) ته ورسېږي، نو ته دې دواړو ته اُف (هم) مه وایه او مه دوى رټه او ته دوى ته ډېره تعظیمي خبره وایه
Verse 24
17-24 او ته د دوى لپاره له مهربانۍ نه د تواضع وزر ښكته كړه او وایه: اى زما ربه! ته پر دوى دواړو مهرباني وكړه، لكه څنګه چې دوى دواړو زما پالنه كړې ده، په دې حال كې چې زه وړوكى وم
Verse 25
17-25 ستاسو رب پر هغه څه ښه پوه دى چې ستاسو په نفسونو كې دي كه تاسو نېكان یئ، نو بېشكه هغه له شروع نه د توبه كوونكو لپاره ډېر مغفرت كوونكى دى
Verse 26
17-26 او د خپلوۍ خاوند ته د هغه حق وركړه او مسكین او مسافر ته (هم) او اسراف مه كوه، اسراف كول
Verse 27
17-27 بېشكه اسراف كوونكي د شیطانانو وروڼه دي او شیطان له همېشه د خپل رب ډېر ناشكره دى
Verse 28
17-28 او كه چېرې ته له دوى نه خامخا اعراض كوې (مخ اړوې)، د خپل رب له جانبه د رحمت د طلب لپاره چې ته يې امېد لرې، نو دوى ته ډېره اسانه خبره وایه
Verse 29
17-29 او مه كوه خپل لاس تر خپلې غاړې پورې تړل شوى او مه هغه غځوه، بېخي پوره غځول (ګنې) نو ملامت كړى شوى، پښېمانه شوى به كېنې
Verse 30
17-30 بېشكه ستا رب رزق فراخوي چا ته چې وغواړي او تنګوي يې، (چا ته چې وغواړی) بېشكه هغه پر خپلو بنده ګانو ښه خبردار، ښه لیدونكى دى
Verse 31
17-31 او تاسو خپل اولاد د فقر له وېرې مه وژنئ، هم دا مونږ هغوى ته روزي وركوو او تاسو ته (هم) بېشكه د دوى وژل له شروع نه ډېره لویه ګناه ده
Verse 32
17-32 او تاسو زنا ته مه نژدې كېږئ، بېشكه دا له شروع نه غټه بې حیايي ده او بده لار ده
Verse 33
17-33 او تاسو هغه نفس مه وژنئ چې الله حرام كړى دى مګر په حقه سره (د قانون او قاضي د حكم مطابق) او څوك چې ووژل شي، په دې حال كې چې مظلوم وي، نو یقینًا مونږ د هغه ولي (وارث) ته پوره غلبه وركړې ده، نو هغه دې په وژلو كې اسراف نه كوي، بېشكه دغه (وارث) مدد كړى شوى دى
Verse 34
17-34 او تاسو د یتیم مال ته مه نژدې كېږئ مګر په هغې طریقې سره چې هغه تر ټولو ښه وي، تر هغه پورې چې هغه خپل د بلوغ حد ته ورسېږي او تاسو عهد پوره كوئ، بېشكه د عهد باره كې به پوښتنه كېږي.
Verse 35
17-35 او تاسو پېمانه پوره وركوئ كله چې تاسو (څه شى) پېمانه كوئ او په ډېرې برابرې تلې سره تول كوئ دا (كار) تر ټولو غوره او د انجام په لحاظ تر ټولو ښه دى
Verse 36
17-36 او ته د هغه شي پیروي مه كوه چې تا ته د هغهٔ (صحيح) علم نه وي، بېشكه غوږونه او سترګې او زړه، په دغو كې د هر یو باره كې به تپوس كولى شي.
Verse 37
17-37 او په ځمكه كې په تكبر سره مه ګرځه، بېشكه چې ته به ځمكه كله هم څیرې نه كړى شې او په اوږدوالي كې به غرونو ته كله هم ونه رسېږې
Verse 38
17-38 دغه ټول كارونه (چې دي)، د دغو بدي (او خرابي) ستا د رب په نیز له شروع نه ناخوښه ده
Verse 39
17-39 دا (ټول حكمونه) له هغو د حكمت (او پوهې) له خبرو څخه دي چې ستا رب تا ته وحي كړي دي او ته له الله سره بل هېڅ معبود مه نیسه (ګنې) نو په جهنم كې به وغورځول شي، ملامت كړى شوى، رټل شوى
Verse 40
17-40 ایا ستاسو رب تاسو په زامنو سره غوره كړي یئ او (پخپله) هغه له ملايكو څخه جینكۍ نیولي دي؟ بېشكه تاسو یقینًا ډېره لویه (دروغجنه) خبره وایئ
Verse 41
17-41 او یقینًا یقینًا مونږ په دې قرآن كې مكرر بیان كړى دى، د دې لپاره چې دوى نصیحت واخلي (خو دغه بیان) دوى ته نه زیاتوي مګر تېښته (لرې والى)
Verse 42
17-42 ته ووایه: كه له دغه (الله) سره نور معبودان وى، لكه څنګه چې دوى يې وايي (، نو) په دغه وخت كې به دوى خامخا د عرش د مالك په طرف لار لټولې وى
Verse 43
ﮋﮌﮍﮎﮏﮐ
ﮑ
17-43 هغه لره پاكي ده او هغه ډېر اوچت دى له هغو خبرو نه چې دوى يې وايي ډېر لوى اوچتېدل
Verse 44
17-44 خاص د هغه لپاره تسبیح وايي اوه اسمانونه او ځمكه او هغه څوك چې په دغو كې دي، او نشته هېڅ یو شى مګر د هغه له ستاینې سره تسبیح وايي او لېكن تاسو د هغو پر تسبیح نه پوهېږئ، بېشكه هغه له ازله ډېر تحمل والا، ډېر بخښونكى دى
Verse 45
17-45 او كله چې ته قرآن لولې (، نو) مونږ ستا په مینځ كې او د هغو كسانو په مینځ كې چې پر اخرت ایمان نه راوړي یوه پټه پرده پیدا كړو
Verse 46
17-46 او مونږ د هغوى په زړونو باندې پردې واچوو له دې نه چې دوى پر ده پوه شي او د دوى په غوږونو كې كوڼوالى (پیداكړو)، او كله چې ته په قرآن كې، يواځې خپل رب یاد كړې، نو دوى په خپلو شاګانو بېرته وګرځي، په داسې حال كې چې ترهېدونكي وي
Verse 47
17-47 مونږ ښه پوه یو پر هغه (نیت) چې دوى په هغه سره اورېدل كوي، كله چې دوى تا ته غوږ ږدي او كله چې دوى پټې مشورې كوي، كله چې دا ظالمان وايي: تاسو پیروي نه كوئ مګر د داسې سړي چې جادو پرې شوى دى
Verse 48
17-48 ته وګوره! دوى ستا په باره كې مثالونه څنګه بیان كړل، نو ګمراه شول، نو د سمې لارې استطاعت نه لري
Verse 49
17-49 او دوى وايي ایا كله چې مونږ هډوكي او میده شوې خاورې شو، ایا په رښتيا به مونږ بیا راژوندي كولى شو په نويو پیدا كولو سره
Verse 50
ﭑﭒﭓﭔﭕﭖ
ﭗ
17-50 ته (ورته) ووایه: تاسو كاڼي شئ، یا اوسپنه
Verse 51
17-51 یا كوم داسې مخلوق له هغه قسمه نه چې ستاسو په زړونو (او ذهنونو) كې لوى ښكاري، نو دوى به ژر ووايي: څوك به مونږ بیا راژوندي كوي؟ ته ووایه: هغه ذات چې تاسو يې اول كرت پیدا كړي یئ، نو ژر به دوى خپل سرونه تا ته (د استهزا په ډول) وخوځوي او وايي به: دا به كله وي؟ ته ووایه: امېد دى چې دغه به ډېر نژدې وي
Verse 52
17-52 په هغې ورځ كې چې هغه (الله) به تاسو راوبلي، نو تاسو به (د هغه بلل) قبول كړئ، په داسې حال كې چې د هغه ثنا به وایئ، او ګمان به كوئ چې تاسو (په دې حالت كې) نه یئ پاتې شوي مګر لږ شانې
Verse 53
17-53 او ته زما بنده ګانو ته ووایه چې هغه خبره دې وايي چې هغه تر ټولو ښه وي، بېشكه شیطان د دوى په مینځ كې دښمني اچوي، بېشكه شیطان د انسان لپاره له شروع نه ښكاره دښمن دى
Verse 54
17-54 ستاسو رب پر تاسو ښه پوه دى، كه هغه وغواړي (نو) پر تاسو به رحم وكړي او كه هغه وغواړي (نو) تاسو ته به عذاب دركړي او ته مونږ په دوى باندې ذمه وار نه يې لېږلى
Verse 55
17-55 او ستاسو رب ښه عالم دى پر هغه چا چې په اسمانونو او ځمكه كې دي او یقینًا یقینًا مونږ ځینو نبیانو ته په ځینو نورو باندې فضیلت وركړى دى او مونږ داود ته زبور وركړى و
Verse 56
17-56 ته ووایه: تاسو هغه (معبودان) راوبلئ چې تاسو يې له هغه (الله) نه غير عقیده لرئ، نو دوى اختیار نه لري له تاسو نه د ضرر لرې كولو او نه يې د ګرځولو
Verse 57
17-57 دغه خلق چې دوى يې بلي، هغه خلق دي چې خپل رب ته وسیله لټوي چې په دوى كې كوم یو زیات قریب دى، او د هغه د رحمت امېد لري او د هغه له عذابه وېرېږي، بېشكه ستا د رب عذاب له همېشه داسې دى چې (په كار ده چې) وېره ترې وكړى شي
Verse 58
17-58 او نشته هېڅ یو (كفر او سركښي كوونكى) كلى مګر د قیامت له ورځې نه مخكې مونږ هغه لره هلا كوونكي یو، یا هغه لره عذاب وركوونكي یو، ډېر سخت عذاب، دا له شروع نه په كتاب كې لیكل شوي دي
Verse 59
17-59 او مونږ نه یو منع كړي له دې نه چې (د دوى له غوښتنې سره سم) معجزې ولېږو مګر دې خبرې چې اولنیو خلقو د دغو (معجزو) تكذیب كړى و او مونږ ثمود ته اوښه وركړه، چې ښكاره معجزه وه، نو هغوى له هغې سره ظلم وكړ او مونږ معجزې نه رالېږو مګر د وېرولو لپاره
Verse 60
17-60 او هغه وخت (یاد كړه) چې مونږ تا ته وویل: بېشكه ستا رب ټول خلق راګېر كړي دي او هغه منظره چې مونږ تا ته وښودله مونږ نه ده ګرځولې مګر د خلقو لپاره ازمايش او هغه ونه هم (ازمايش ګرځولې) چې قرآن كې پرې لعنت شوى دى او مونږ دوى وېروو، نو (دغه وېرول) دوى ته نه زیاتوي مګر ډېره لويه سركشي
Verse 61
17-61 او كله چې مونږ ملايكو ته وویل: تاسو ادم ته سجده وكړئ، نو دوى سجده وكړه غیر له ابلیس نه، هغه وویل: ایا زه هغه چا ته سجده وكړم چې تا له خَټې (خاورې) نه پېدا كړى دى
Verse 62
17-62 هغه وویل: ما ته خبر راكړه! دا سړى چې تا هغه په ما باندې بهتر كړى دى، یقینًا كه تا زه د قیامت د ورځې پورې وروسته كړم (نو) زه به خامخا هرومرو د ده د اولادې بېخ وباسم، سوا له لږو ځنې
Verse 63
17-63 (الله) وویل چې ځه! نو په دوى كې چې چا ستا پیروي وكړه، نو بېشكه جهنم ستاسو جزا ده، ډېره پوره جزا
Verse 64
17-64 او ته په خپل اواز سره له دوى ځنې هغه څوك راپورته كړه چې ستا پرې وس رسېږي، او ته په دوى باندې خپل سواره او پیاده راجمع كړه او له دوى سره په مالونو او اولادونو كې شریك شه او دوى ته وعده وركړه، او شیطان دوى ته وعده نه وركوي مګر د دوكې
Verse 65
17-65 بېشكه زما بنده ګان چې دي، تا لره پر هغوى باندې هېڅ غلبه نشته او ستا رب ښه كافي كارساز دى
Verse 66
17-66 ستاسو رب هغه دى چې تاسو لپاره په سمندر كې بېړۍ روانوي، د دې لپاره چې تاسو د هغه فضل ولټوئ، بېشكه هغه پر تاسو له شروع نه ډېر رحم كوونكى دى
Verse 67
17-67 او كله چې تاسو ته په سمندر كې سختي درورسېږي (، نو) هغه څوك (ستاسو له فكره) ورك شي چې تاسو يې بلئ مګر يواځې هغه (الله بلئ)، نو كله چې تاسو وچې ته بچ كړي (، نو) تاسو (له توحیده) مخ اړوئ او انسان دى ډېر ناشكره
Verse 68
17-68 ایا نو تاسو له دې نه په امان كې یئ چې هغه تاسو د وچې ځمكې په یوه خوا كې ډوب (ښخ) كړي، یا پر تاسو باندې كاڼي وروونكى سخت باد راولېږي (او) بیا تاسو د خپل ځان لپاره هېڅ ساتونكى ونه مومئ
Verse 69
17-69 یا تاسو له دې نه په امان كې یئ چې په دغه (سمندر) كې مو بېرته په دويم ځلې واپس كړي، نو پر تاسو باندې (بېړۍ) ماتوونكى سخت باد راولېږي، نو تاسو د كفر كولو په سبب غرق كړي، بیا به تاسو د خپل ځان لپاره زمونږ په ضد راپسې ګرځېدونكى ونه مومئ
Verse 70
17-70 او یقینًا یقینًا مونږ د ادم اولادې ته ډېر عزت وركړى دى، او مونږ دوى ته په وچه او سمندر كې سورلۍ وركړي دي او مونږ دوى ته خوندور پاكیزه شیان وركړي دي او مونږ دوى په خپل مخلوق كې په ډېرو زیاتو باندې غوره كړي دي، غوره كول
Verse 71
17-71 او (یاده كړه) هغه ورځ چې مونږ به ټول خلق (انسانان) سره له خپل امامه (عملنامې) راوبلو، نو هغه څوك چې هغه ته خپل كتاب (عمل نامه) په خپل ښي لاس كې وركړى شو، نو دغه كسان به خپل كتاب (عمل نامه) لولي او پر دوى به د كجورې د نري تار هومره ظلم (هم) نه كېږي
Verse 72
17-72 او څوك چې په دي (دنیا) كې ړوند و، نو هغه به په اخرت كې هم ړوند وي، او (د نجات) د لارې په لحاظ به ډېر بې لارې وي
Verse 73
17-73 او بېشكه شان دا دى چې دوى نژدې وو چې تا له هغه (قرآن) نه واړوي چې مونږ تا ته وحي كړى دى، د دې لپاره چې ته پر مونږ له دې (قرآن) نه غیر (خبرې) راوتپې او په دغه وخت كې به نو ته دوى دوست نیولى وى
Verse 74
17-74 او كه ته مونږ (په حق باندې) نه وى ټینګ كړى (، نو) یقینًا یقینًا ته نژدې وې چې دوى ته لږ څه مايله شې
Verse 75
17-75 (نو) په دغه وخت كې به خامخا مونږ په تا څكلى وى دوه چند عذاب په (دې دنياوي) ژوندون او دوه چنده عذاب په مرګ (په اخرت) كې بیا به تا د خپل ځان لپاره زمونږ په خلاف مدد كوونكى نه وى موندلى
Verse 76
17-76 او بېشكه شان دا دى چې دوى قریب وو چې تا له دې ځمكې (وطن) نه واقعًا وخوځوي، د دې لپاره چې تا له دې نه وباسي او په دغه وخت كې به دوى له تا نه وروسته درنګ (وخت) نه وى تېر كړى مګر ډېر لږ
Verse 77
17-77 (دا ده زمونږ) طریقه په هغو رسولانو كې چې مونږ له تا نه مخكې یقینًا لېږلي وو، او ته به زمونږ طریقې لره هېڅ تبدیلېدل ونه مومې
Verse 78
17-78 ته لمونځ قايموه د لمر له زواله وورسته د شپې تر تیارې پورې او د سبا قرآن (لمونځ) هم (قايموه) بېشكه د سبا قرآن، ده ته خو حاضري كولى شي
Verse 79
17-79 او د شپې په څه حصه كې خوب پرېږده، چې تا لپاره دا زیاتي عبادت دى، امېد دى چې ستا رب به تا مقامِ محمود (ستايل شوي ځاى) ته پورته كړي
Verse 80
17-80 او ته ووایه: اى زما ربه! ته ما داخل كړه په رښتیني داخلولو سره او ته ما وباسه په رښتیني وېستلو سره او ته زما لپاره له خپل جانب نه یو مددكوونكى قوت مقرر كړه
Verse 81
17-81 او ته ووایه: حق راغى او باطل په تېښته ورك شو، بېشكه باطل دى وركېدونكى
Verse 82
17-82 او مونږ قرآن نازلوو هغه چې د مومنانو لپاره شفا او رحمت دى او ظالمانو ته نه زیاتوي مګر تاوان
Verse 83
17-83 او كله چې مونږ پر (نافرمان) انسان باندې انعام وكړو (نو) هغه مخ وګرځوي او خپل ځان لرې كړي او كله چې ده ته شر (او تكلیف) ورسي (نو) ډېر ناامېده شي
Verse 84
17-84 ته ووایه: هر كس پر خپلې مناسبحالې طریقې عمل كوي، نو ستا رب ښه عالم دى پر هغه چا چې هغه د لارې په لحاظ ښه هدایت والا دى
Verse 85
17-85 او دوى له تا نه د روح په باره كې پوښتنه كوي ته (ورته) ووایه: روح زما د رب له امره ځنې دى او تاسو ته له علم ځنې څه برخه نه ده دركړ شوې مګر ډېره لږه
Verse 86
17-86 او یقینًا كه مونږ وغواړو (نو) خامخا ضرور به هغه (قرآن) بېرته یوسو چې مونږ تا ته وحي كړى دى، بیا به ته د خپل ځان لپاره په دې باره كې زمونږ په خلاف هېڅ وكیل (او كارساز) ونه مومې
Verse 87
17-87 خو ستا د رب له جانبه د مهربانۍ په وجه (مونږ دا قايم ساتلى دى، ځكه چې)، بېشكه د هغه فضل په تا باندې ډېر لوى دى
Verse 88
17-88 ته ووایه: خامخا كه انسانان او پېریان ټول پر دې خبره سره جمع شي چې د دې قرآن مِثل راوړي (، نو) د ده په مثل به رانه وړى شي اګر كه د دوى ځینې د ځینو نورو ملاتړي (هم) وي
Verse 89
17-89 او یقینًا یقینًا مونږ په دې قرآن كې هر قسمه مثال بیا بیا بیان كړى دى، نو زیاترو خلقو انكار وكړ غیر له كفر كولو نه
Verse 90
17-90 او دوى وویل: مونږ به پر تا له سره ایمان رانه وړو تر دې چې ته زمونږ لپاره په دې ځمكه كې خوټېدونكې چینه جاري كړې
Verse 91
17-91 یا چې تا لپاره باغ وي د كجورو او انګورو، بیا ته د دې (باغ) په مینځ كې ولې روانې كړې، روانول
Verse 92
17-92 یا چې لكه څنګه چې ستا خیال دى ته پر مونږ باندې اسمان ټوټې ټوټې راوغورځوې، یا چې ته الله او ملايك مخامخ (ښكاره) راولې
Verse 93
17-93 یا چې تا لپاره د سرو زرو كور وي، یا چې ته پورته اسمان ته وخېژې او مونږ به ستا پر (تشو) ختلو له سره ایمان رانه وړو تر هغه پورې چې ته پر مونږ باندې داسې یو كتاب راكوز كړې چې مونږ يې لولو، ته (دوى ته) ووایه: زما رب لپاره پاكي ده، زه نه یم مګر یو انسان (د نورو رسولانو په شان) رالېږل شوى
Verse 94
17-94 او خلق د ایمان له راوړلو نه نه دي منع كړي، كله چې دوى ته هدایت راغى، مګر دې خبرې چې دوى به ویل: ایا الله یو انسان رسول رالېږلى دى!
Verse 95
17-95 ته (دوى ته) ووایه: كه په ځمكه كې (د انسانانو پر ځاى) ملايك وى، چې په ارام سره ګرځېدلى (نو) مونږ به خامخا په دوى باندې له اسمان نه مَلك، رسول رالېږلى وى
Verse 96
17-96 ته ووایه: زما په مینځ كې او ستاسو په مینځ كې الله ښه كافي ګواه دى، بېشكه هغه په خپلو بنده ګانو باندې ښه خبردار، (د هغو) ښه لېدونكى دى
Verse 97
17-97 او چا ته چې الله هدایت وكړي، نو هم هغه هدایت موندونكى دى او هغه څوك چې هغه (الله) يې بې لارې كړی، نو ته به د هغوى لپاره له هغه (الله) نه غیر هېڅ كارسازي (دوستان) له سره ونه مومې او د قیامت په ورځ به مونږ دوى په خپلو مخونو باندې (نسكور) راجمع كوو، په دې حال كې چې ړانده او ګونګیان او كاڼه به وي او د دوى اوسېدنځاى به جهنم وي، هر كله چې (د جهنم اور) غلى شي، (نو) مونږ به دوى ته لمبې وهونكى اور ورزیات كړو
Verse 98
17-98 „دا د دوى جزا ده، په سبب د دې چې بېشكه دوى زمونږ په ایتونو سره كفر كړى و او ویل به يې: ایا كله چې مونږ هډوكي او رېژېدلې خاورې شو، ایا په رښتیا به مونږ هرومرو بیا ژوندي كولى شو، په نوي تخلیق سره
Verse 99
17-99 ایا دوى نه دي كتلي چې بېشكه هغه الله چې اسمانونه او ځمكه يې پیدا كړي دي پر دې قادر دى چې د دوى په مثل (نور) پیدا كړي او هغه د دوى لپاره یوه نېټه مقرر كړې ده چې په هغې كې هېڅ شك نشته، نو ظالمانو انكار وكړ مګر له كفر كولو نه
Verse 100
17-100 ته (دوى ته) ووایه: كه تاسو زما د رب د رحمت د خزانو مالكان شئ (نو) په دغه وخت كې به تاسو هرو مرو امساك (بخل) وكړئ د لګېدلو (خرچ كېدو) له وېرې نه او انسان خو دى ډېر بخیل
Verse 101
17-101 او یقینًا یقینًا مونږ موسٰى ته نهه واضحې معجزې وركړې وې، نو تهٔ له بني اسرائیلو نه پوښتنه وكړه كله چې هغه، دوى ته راغى، نو هغهٔ ته فرعون وویل: بېشكه زه خامخا ضرور پر تا د جادو شوي عقیده ساتم اى موسٰى! (پر تا جادو شوى دى)
Verse 102
17-102 ويې ويل: یقینًا یقینًا ته پوهېږې (په زړه كې) چې دا (نهه معجزې) نه دي نازلې كړې مګر د اسمانونو او ځمكې رب، په داسې حال كې چې دلیلونه دي، او بېشكه زه خامخا هرومرو په تا باندې اى فرعونه! د هلاك شوي یقین كوم
Verse 103
17-103 نو هغه (فرعون) اراده وكړه چې دوى له دغې ځمكې (وطن) نه وخوځوي (وباسي)، نو مونږ هغه او څوك چې له هغه سره وو؛ ټول غرق (ډوب) كړل
Verse 104
17-104 او د هغه ( له هلاكت) نه وروسته مونږ بني اسرائیلو ته وویل: تاسو په دغه ځمكه (خاوره) كې اوسئ، نو كله چې د اخرت وعده (قیامت) راشي (نو) مونږ به تاسو ټول ګډ سره راولو
Verse 105
17-105 او په حقه سره مونږ دا نازل كړى دى او په حقه سره نازل شوى دى او ته مونږ نه يې لېږلى مګر زېرى وركوونكى او وېروونكى
Verse 106
17-106 او (مونږ) قرآن (نازل كړى دى) مونږ هغه ټوټه ټوټه (نازل) كړى دى، د دې لپاره چې ته دا خلقو ته ولولې په ارام (او وقفې) سره او مونږ دا نازل كړى دى (لږ لږ) نازلول
Verse 107
17-107 ته (دوى ته) ووایه چې تاسو پر ده ایمان راوړئ، یا ایمان مه راوړئ، بېشكه هغه كسان چې له دغه (قرآن) نه مخكې هغوى ته علم وركړى شوى دى، كله چې هغوى ته دا لوستى شي (نو) هغوى په (اړخ د) خپلو زنو باندې نسكور پرېوځي، چې سجده كوونكي وي
Verse 108
17-108 او وايي زمونږ رب ته پاكي ده، بېشكه زمونږ د رب وعده خامخا كېدونكې ده
Verse 109
ﮃﮄﮅﮆﮇﮈ
ﮉ
17-109 او دوى پر خپلو زنو نسكور پرېوځي، چې ژاړي او عاجزي يې (د قرآن اورېدل) ورته ورزیاته كړي
Verse 110
17-110 ته (دوى ته) ووایه: تاسو الله بلئ، یا تاسو رحمٰن بلئ، هر یو (نوم) يې چې وبلئ، نو خاص د هغهٔ لپاره دي تر ټولو ښكلي نومونه او ته (قراءت د) خپل لمونځ ډېر مه ظاهروه او مه يې ډېر پټوه او د دې دواړو په مینځ كې (منځنۍ) لار ولټوه
Verse 111
17-111 او ته ووایه: ټوله ثنا هغه الله لره خاص ده چې نه يې څوك اولاد نیولى دى او نه د هغه لپاره په بادشاهۍ كې څوك شریك شته او نه د هغهٔ لپاره د عاجزۍ په وجه څوك دوست شته او تهٔ د هغه لويي بیانوه، لويي كامله
تقدم القراءة