د الترجمة البشتوية څخه په البشتوية کې د السجدة سورې ژباړه
Verse 1
ﭑ
ﭒ
32-1 الف، لام، ميم
Verse 2
32-2 د دغه كتاب نازلول، چې په ده كې هېڅ شك نشته، د رب العالمین له جانبه دي
Verse 3
32-3 (بلكې) ایا دوى وايي چې ده (محمدﷺ) دا له خپله ځانه جوړ كړى دى، بلكې همدغه ستا د رب له جانبه حق دى، د دې لپاره چې ته هغه قوم ووېروې چې دوى ته له تا نه مخكې هېڅ وېروونكى نه دى راغلى، د دې لپاره چې دوى سمه لاره ومومي
Verse 4
32-4 الله هغه ذات دى چې اسمانونه او ځمكه او هر هغه څه چې د دې دواړو په مینځ كې دي، په شپږو ورځو كې پیدا كړي دي، بیا يې په عرش باندې استوا وكړه، ستاسو لپاره له هغه نه غیر نه هېڅ كارساز شته او نه شفاعت كوونكى، ایا نو تاسو پند نه اخلئ!
Verse 5
32-5 هغه د كار تدبیر كوي له اسمان نه ځمكې ته (د قیامت د ورځې پورې)، بیا به ده ته دغه (كار) په هغې ورځ كې خېژي چې د هغې مقدار زر كاله دى، له هغو (كلونو) نه چې تاسو يې شمېرئ
Verse 6
ﮝﮞﮟﮠﮡﮢ
ﮣ
32-6 دغه (الله) د پټو او ښكاره و عالم دى، چې ښه غالب، بې حده مهربان دى
Verse 7
32-7 هغه (الله) چې ښايسته كړى يې دى هر شى چې ده هغه پیدا كړى دى، او د انسان تخلیق يې له خټې نه شروع كړى دى
Verse 8
32-8 بیا يې د هغه نسل د ضعیفو حقیرو اوبو له خلاصې نه پیدا كړ
Verse 9
32-9 بیا يې هغه برابر كړ او په هغه كې يې له خپله روحه ځنې پو كړل او د هغه لپاره يې غوږونه او سترګې او زړونه پیدا كړل (خو) تاسو ډېر لږ شكر وباسئ
Verse 10
32-10 او دوى وايي: ایا كله چې مونږ په ځمكه كې ورك (او خاورې) شو، ایا مونږ به خامخا په رښتیا سره په نوي تخلیق كې یو! بلكې دوى د خپل رب له ملاقات نه انكار كوونكي دي
Verse 11
32-11 ته (دوى ته) ووایه: ستاسو روحونه هغه د مرګ مَلَك قبض كوي چې په تاسو مقرر كړى شوى دى، بیا به تاسو خپل رب ته بېرته ورګرځولى شئ
Verse 12
32-12 او كه ته ووینې كله چې مجرمان د خپل رب په وړاندې سركوزي وي (د خپلو سرونو ټیټوونكي وي او وايي به) اى زمونږه ربه! مونږ ولیده او مونږ واورېده، نو ته مونږ بېرته بوځه، چې مونږ نېك عمل وكړو، بېشكه مونږ (اوس) یقین كوونكي یو
Verse 13
32-13 او كه مونږ غوښتلى (نو) مونږ به خامخا هر نفس ته د هغه هدایت وركړى و او لېكن زما له جانبه دغه خبره ثابته (او لازمه) شوې ده چې زه به جهنّم خامخا ضرور له پېریانو او انسانانو، ټولو نه ډكوم
Verse 14
32-14 نو تاسو (دا عذاب) وڅكئ په سبب د دې چې تاسو د خپلې دغې ورځې ملاقات هېر كړى و، بېشكه مونږ (هم) تاسو هېر كړئ، نو تاسو (اوس) دغه دايمي عذاب وڅكئ، په سبب د هغو عملونو چې تاسو به كول
Verse 15
32-15 بېشكه زمونږ په ایتونو خو يواځې هغه كسان ایمان راوړي چې كله دوى ته په دغو (ایتونو) سره پند وركړى شي، نو پرېوځي، په داسې حال كې چې سجده كوونكي وي او د خپل رب د ستاينې سره تسبیح وايي او دوى تكبر نه كوي
Verse 16
32-16 د دوى ډډې له خپلو خوب ځایونو نه لرې كېږي، دوى خپل رب بولي په وېرې او طمعې سره او له هغه (مال) نه، چې مونږ دوى ته وركړى دى ؛ څه لګوي
Verse 17
32-17 نو هېڅ یو نفس ته معلوم نه دي هغه څه چې د دوى لپاره پټ كړى شوي دي، د سترګو له یخوالي نه، لپاره د بدلې د هغو عملونو چې دوى به كول
Verse 18
32-18 ایا هغه څوك چې مومن وي، د هغه چا په شان دى چې فاسق وي؟ دوى سره نه برابرېږي
Verse 19
32-19 هر چې هغه كسان دي چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي، نو د دوى لپاره د استوګنې باغونه دي، د مېلمستیا په طریقه، په سبب د هغو عملونو چې دوى به كول
Verse 20
32-20 او پاتې شو هغه كسان چې فاسقان شوي دي، نو د دوى استوګنه اور دى، هر كله چې دوى اراده وكړي چې له دغه (اور) نه ووځي (نو) بېرته به په هغه كې واپس كړى شي او دوى ته به وویل شي چې تاسو د اور هغه عذاب وڅَكئ چې تاسو به د ده تكذیب كاوه
Verse 21
32-21 او مونږ به خامخا هرومرو په دوى د نژدې (لږ) عذاب نه وڅكوو، له ډېر لوى عذاب نه مخكې، د دې لپاره چې دوى (له كفر نه اسلام ته) راوګرځي
Verse 22
32-22 او څوك دى لوى ظالم له هغه چا نه چې هغه ته د خپل رب په ایتونو سره پند وركړى شي، بیا هغه له دغو (ایتونو) نه مخ وګرځوي، بېشكه مونږ له مجرمانو نه انتقام اخيستونكي یو
Verse 23
32-23 او یقینًا یقینًا مونږ موسٰى ته كتاب وركړى و، نو ته د هغه (موسٰى) له ملاقات نه مه په شك كې كېږه او مونږ هغه د بني اسرائیلو لپاره هدایت ګرځولى و
Verse 24
32-24 او مونږ په دوى كې ځینې امامان ګرځولي وو چې زمونږ په حكم سره به يې (خلقو ته) لار ښودنه كوله كله چې دوى صبر وكړ، او دوى زمونږ په ایتونو یقین كاوه
Verse 25
32-25 بېشكه همدغه ستا رب به د قیامت په ورځ د دوى په مینځ كې فیصله كوي، په هغو خبرو كې چې دوى به په هغو كې اختلاف كاوه
Verse 26
32-26 ایا دوى ته ښكاره شوې نه ده چې مونږ له دوى نه مخكې څومره ډېرې پېړۍ هلاكې كړې دي، چې دوى د هغو په (ورانو) استوګنو كې (تل) تېرېږي، بېشكه په دغو كې خامخا نښې دي، ایا نو دوى نه اوري!
Verse 27
32-27 او ایا دوى نه دي لیدلي چې بېشكه مونږ وچې (ګیاه ختمې شوې) ځمكې ته اوبه لېږو، نو په دغو (اوبو) سره هغه فصل راوباسو چې له هغه نه د دوى څاروي او د دوى نفسونه خوراك كوي، ایا نو دوى نه ویني
Verse 28
32-28 او دوى وايي: دغه فیصله به كله وي، كه تاسو رښتیني يئ؟
Verse 29
32-29 ته (دوى ته) ووایه: د فیصلې په ورځ به كافران شویو كسانو ته د هغوى ایمان راوړل فايده ورنكړي او نه به دوى ته مهلت وركولى شي
Verse 30
ﯯﯰﯱﯲﯳ
ﯴ
32-30 نو ته له دوى نه مخ واړوه او انتظار كوه، بېشكه دوى (هم) انتظار كوونكي دي
تقدم القراءة