د الترجمة البشتوية څخه په البشتوية کې د البروج سورې ژباړه
Verse 1
ﭛﭜﭝ
ﭞ
85-1 قسم دى په اسمان چې خاوند د برجونو دى
Verse 2
ﭟﭠ
ﭡ
85-2 او په وعده كړى شوې ورځې(د قيامت)
Verse 3
ﭢﭣ
ﭤ
85-3 او په ګواه يا حاضرېدونكي او په هغې (ورځې) چې هغې ته حاضري كولى شي (چې د قيامت ورځ ده)
Verse 4
ﭥﭦﭧ
ﭨ
85-4 هلاك دې كړى شي خاوندان د خندق
Verse 5
ﭩﭪﭫ
ﭬ
85-5 چې (په كې) اور و د بلېدلو (او لرګو) والا
Verse 6
ﭭﭮﭯﭰ
ﭱ
85-6 كله چې دوى په (غاړو د) هغو ناست وو
Verse 7
ﭲﭳﭴﭵﭶﭷ
ﭸ
85-7 او دوى هغه څه ته چې دوى به په مومنانو باندې كول؛ حاضر وو
Verse 8
85-8 او دوى له دغو (مومنانو) نه هېڅ عیب نه لیده مګر دا چې دوى په الله باندې ایمان راوړى و، چې ډېر غالب، ښه ستايل شوى دى
Verse 9
85-9 هغه (الله) چې خاص د هغه لپاره د اسمانونو او ځمكې بادشاهي ده او الله په هر شي باندې ښه خبردار (او ګواه) دى
Verse 10
85-10 بېشكه هغه كسان چې مومنان سړي او مومنې ښځې يې په فتنه (عذاب) كې اچولي وي، بیا يې توبه نه وي ایستلې، نو د دوى لپاره د جهنم (دوزخ) عذاب دى او د دوى لپاره د ډېر سوځوونكي اور عذاب دى
Verse 11
85-11 بېشكه هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي د دوى لپاره داسې جنتونه دي چې د هغو له لاندې ولې بهېږي، همدغه ډېره لویه كامیابي ده
Verse 12
ﮮﮯﮰﮱ
ﯓ
85-12 بېشكه ستا د رب نیول یقینًا ډېر سخت دي
Verse 13
ﯔﯕﯖﯗ
ﯘ
85-13 بېشكه هم دغه (الله) اول ځلې پیدا كوي او دویم ځلې پیدا كوي
Verse 14
ﯙﯚﯛ
ﯜ
85-14 او هم دى ډېر بخښونكى، ډېر محبت كوونكى دى
Verse 15
ﯝﯞﯟ
ﯠ
85-15 د عرش مالك دى، لوى شان (او عزت) والا دى
Verse 16
ﯡﯢﯣ
ﯤ
85-16 ډېر كوونكى دى هغه څه لره چې دى يې اراده وكړي
Verse 17
ﯥﯦﯧﯨ
ﯩ
85-17 ایا تا ته د لښكرو خبر راغلى دى؟
Verse 18
ﯪﯫ
ﯬ
85-18 چې فرعونیان او ثمودیان وو
Verse 19
ﯭﯮﯯﯰﯱ
ﯲ
85-19 بلكې هغه كسان چې كافران شوي دي په دروغ ګڼلو كې (لګیا) دي
Verse 20
ﯳﯴﯵﯶ
ﯷ
85-20 او الله د دوى له چاپېره نه راګېروونكى دى
Verse 21
ﯸﯹﯺﯻ
ﯼ
85-21 بلكې دغه د لوى قدر والا قرآن دى
Verse 22
ﯽﯾﯿ
ﰀ
85-22 په لوح محفوظ كې دى
تقدم القراءة