ترجمة سورة الماعون

الترجمة البشتوية
ترجمة معاني سورة الماعون باللغة البشتوية من كتاب الترجمة البشتوية .
من تأليف: زكريا عبدالسلام .

107-1 ایا تا هغه كس لیدلى چې د بدلي ورځ (قیامت) دروغ ګڼي
107-2 نو همدغه هغه كس دى چې یتیم ته دیكې وركوي
107-3 او مسكین ته په طعام وركولو ترغیب نه وركوي
107-4 نو هلاكت دى لمونځ كوونكو لره
107-5 هغه كسان چې دوى له خپلو لمونځونو نه غافله (او اعراض كوونكي) وي
107-6 هغه كسان چې دوى ریاكاري كوي
107-7 او دوى ماعون (د استعمال عام څیزونه هم له یو بل نه) منع كوي
Icon