ترجمة سورة الكافرون

الترجمة البشتوية
ترجمة معاني سورة الكافرون باللغة البشتوية من كتاب الترجمة البشتوية .
من تأليف: زكريا عبدالسلام .

109-1 (اى نبي!) ته (دوى ته) ووایه: اى كافرانو!
109-2 زه د هغو (شیانو) عبادت نه كوم چی تاسو يې عبادت كوئ
109-3 او نه تاسو د هغه ذات عبادت كوونكي يئ چې زه يې عبادت كوم
109-4 او نه زه د هغه شي عبادت كوونكى یم چی تاسو يې عبادت كړى دى
109-5 او نه تاسو عبادت كوونكي یئ د هغه ذات چې زه يې عبادت كوم
109-6 تاسو لپاره ستاسو دین دى او زما لپاره زما دین دى
Icon