ترجمة سورة الأنعام

الترجمة البشتوية
ترجمة معاني سورة الأنعام باللغة البشتوية من كتاب الترجمة البشتوية .
من تأليف: زكريا عبدالسلام .

6-1 ټول د كمال صفتونه خاص هغه الله لره دي چې اسمانونه او ځمكه يې پیدا كړي دي، او پیدا كړې يې دي تیارې او رڼا، بیا (هم) هغه خلق چې كافر دي، له خپل رب سره (نور څیزونه) برابروي
6-2 دى همغه ذات دى چې تاسو يې له خَټې نه پیدا كړئ، بیا يې یو وخت مقرر كړ او مقرر وخت له هغه سره (لیك) دى، بیا (هم) تاسو شك كوئ
6-3 او په اسمانونو كې او په ځمكه كې همغه الله دى، هغه ستاسو پر پټو (حالاتو) او ستاسو پر ښكاره (حالاتو) پوهېږي او پوهېږي پر هغه څه چې تاسو يې كوئ
6-4 او دوى ته د خپل رب له ایتونو څخه هېڅ یو ایت نه راځي مګر دا چې دوى له هغه نه مخ اړوونكي وي
6-5 پس یقینًا دوى د حق تكذیب وكړ، كله چې دوى ته راغى، نو ژر به دوى ته د هغه څیز خبرونه راشي چې دوى به په هغه پورې استهزا كوله
6-6 ایا دوى نه دي كتلي(نه دي خبر شوي) چې مونږ له دوى نه مخكې څومره (ډېر) امتونه هلاك كړي دي، چې مونږ هغوى ته په ځمكه كې ښه قوت وركړى و، دومره (قوت) چې تاسو ته مو (هومره) نه دى دركړى او مونږ پر هغوى باندې پرله پسې ورېدونكى باران ورولى و او داسې وَلې مو جاري كړې وې چې له هغوى نه ښكته بهېدلې، نو مونږ هغوى د خپلو ګناهونو په سبب هلاك كړل او له هغوى نه بعد مونږه نور خلق پیدا كړل
6-7 او كه چېرې مونږه په تا باندې په كاغذ كې (لیكلى) كتاب نازل كړى وى، بيا دوى پر هغه، خپل لاسونه هم لګولي وى، (نو) كافر شويو كسانو به خامخا ویل: نه دى دا مګر ښكاره جادو
6-8 او دوى وویل: په ده باندې مَلَك ولې نه دى نازل كړى شوى؟ او كه مونږه مَلَك نازل كړى وى (نو) معامله به ضرور فیصله كړى شوې وه، بیا به دوى ته مهلت نه وركول كېدى
6-9 او كه چېرې مونږ دا (رسول) مَلَك ګرځولى وَى (، نو) مونږ به هغه خامخا سړى جوړ كړى و او مونږه به دوى خامخا په هغه شبه كې اچولى، په كومه شبه كې چې(اوس) پراته دي
6-10 او یقینًا یقینًا له تا نه په مخكې رسولانو پورې استهزا ګانې شوي دي، نو هغو كسانو لره چې په دوى پورې يې مسخرې كړې وې؛ هغه شي راګېر كړل چې دوى به په هغه پورې استهزا كوله
6-11 ته ووایه: تاسو په ځمكه كې وګرځئ، بیا تاسو وګورئ چې د دروغ ګڼونكو انجام څنګه و؟
6-12 ته ووایه: هغه څه د چا دي چې په اسمانونو او ځمكه كې دي؟ ته ووایه: د الله دي، هغه په خپل ځان باندې رحمت لازم كړى دى، هغه به تاسو خامخا لازمًا د قیامت په ورځ راجمع كوي، چې په هغې كې هېڅ شك نشته، هغه كسان چې خپلو ځانونو ته يې تاوان رسولى دى، نو هغوى ایمان نه راوړي
6-13 او خاص د هغه لپاره دي هغه څه چې ارام كوي په شپه كې او په ورځ كې او هم هغه ښه اورېدونكى، ښه عالم دى
6-14 ته ووایه: ایا زه (بل) ولي (مددګار) ونیسم، له الله نه غیر چې د اسمانونو او ځمكې پیدا كوونكى دى او هغه خوراك وركوي او هغه ته خوراك نشي وركولى؟ ته ووایه: بېشكه ما ته خو حكم شوى دى چې زه په اسلام راوړونكو كې اول شم او (ما ته ویل شوي دي چې) ته هېڅكله هم له مشركانو څخه مه كېږه
6-15 ته ووایه: بېشكه زه د لويې ورځې له عذاب نه وېرېږم، كه د خپل رب نافرماني وكړم
6-16 هغه څوك چې له هغه نه په دغې ورځ كې دغه (عذاب) واړول شو، نو یقینًا پر هغه يې رحم وكړ او همدا څرګنده كامیابي ده
6-17 او كه الله تا ته تكلیف درورسوي، نو د هغه (تكلیف) لرې كوونكى له هغه نه سِوا بل هیڅوك نشته او كه هغه تا ته خیر درورسوي، نو هغه په هر شي باندې ښه قادر دى
6-18 او همدى غالب دى، د خپلو بنده ګانو له پاسه دى او همدى ښه حكمت والا، ښه خبردار دى
6-19 ته ووایه: د ګواهۍ په لحاظ كوم شى تر ټولو لوى دى؟ ته ووایه: الله دى، (هغه) زما په مینځ كې او ستاسو په مینځ كې ګواه دى او ما ته دا قرآن وحي شوى دى، د دې لپاره چې په دې (قرآن) سره زه تاسو ووېروم او هغه څوك چې دا ورته رسي، ایا تاسو په رښتيا (د دې خبرې) ګواهي كوئ چې یقینًا له الله سره نور معبودان (هم) شته؟ ته ووایه: زه (د دې) شاهدي نه كوم، ته ووایه: بېشكه همدا خبره ده چې همغه یو حق معبود دى او بېشكه زه له هغه څه نه بېزاره یم چې تاسو يې شریكوئ
6-20 هغه كسان چې هغوى ته مونږ كتاب وركړى دى، هغوى دى (داسې) پېژني لكه څنګه چې خپل زامن پېژني، هغه كسان چې خپلو ځانونو ته يې تاوان رسولى دى، نو هغوى ایمان نه راوړي
6-21 او له هغه كس نه (بل) زیات ظالم څوك دى چې په الله باندې دروغ تپي (اړوي)، یا د هغه ایتونه دروغ ګڼي، بېشكه حقيقت دا دى چې ظالمان نشي كاميابېدلى
6-22 او په هغې ورځ كې چې مونږ به دوى ټول راجمع كوو، بیا به مونږه هغو كسانو ته چې شرك يې كړى دى ؛ وایو: ستاسو هغه شریكان چېرته دي چې تاسو به (له الله سره شریكان) ګڼل؟
6-23 بیا به نه وي (بله) بهانه د دوى مګر دا چې دوى به ووايي: قسم پر الله چې زمونږ رب دى! مونږ مشركان نه وو
6-24 ته وګوره څنګه دوى په خپلو ځانونو باندې دروغ وویل او له دوى نه هغه څه ورك شول چې دوى به په دروغه جوړول
6-25 او په دوى كې ځینې هغه څوك دي چې تا ته غوږ نیسي او مونږ د هغوى په زړونو باندې پردې اچولې دي چې پر دې (قرآن) پوه (نه) شي او د دوى په غوږونو كې مو كوڼ والى (اچولى دى) او كه دوى هره نښه وویني، (بيا هم) دوى په هغې ایمان نه راوړي، تر دې چې كله دوى تا ته راشي، چې له تا سره جګړه كوي (، نو) هغه كسان چې كافر شوي دي؛ وايي: نه دى دا (قرآن) مګر د مخكېنو خلقو باطلې قصې
6-26 او دوى له ده نه منع كول كوي او )پخپله هم) ترې لرې كېږي او دوى يواځې خپل ځانونه هلاكوي او دوى شعور نه لري
6-27 او كه ته ووینې كله چې دوى پر (غاړه د) اور ودرول شي، نو دوى به وايي: اى كاشكې! مونږ بیا (دنیا ته) واپس كړى شو، له دې (عقيدې او عمل) سره چې د خپل رب د ایتونو (بیا) تكذیب ونه كړو او مونږ شو له مومنانو ځنې
6-28 بلكې دوى ته هغه څه ظاهر شول چې دوى له دې نه مخكې پټول او كه چېرې دوى (دنیا ته) واپس كړى شي (، نو) دوى به هغه شي ته خامخا بيا وروګرځي، له څه نه چې دوى منع كړى شوي وو، او بېشكه دوى یقینًا دروغجن دي
6-29 او دوى وايي: نه دى دا (ژوند) مګر همدغه زمونږ دنيايي ژوند دى او مونږ به كله هم بیا راژوندي نه كړى شو
6-30 او كه چېرې ته ووینې كله چې دوى د خپل رب په وړاندې ودرول شي (، نو) هغه به وفرمايي: ایا دا (ژوند) رښتیا نه دى؟ دوى به ووايي: ولې نه! زمونږ دې پر خپل رب قسم وي، رب به وفرمايي: نو تاسو عذاب وڅكئ د هغه كفر په سبب چې تاسو به كاوه
6-31 هغه كسان یقینًا تاوانیان شوي دي چې له الله سره ملاقات يې دروغ ګڼلى دى، تر دې چې كله دوى ته قیامت ناڅاپه راشي، دوى به وايي: هۍ افسوس! په هغې كوتاهۍ باندې چې مونږ د دې (قیامت) په باره كې كړې ده، او دوى به خپل پېټي په خپلو شاګانو پورته كوي، اګاه شئ! بد دى هغه شى چې دوى يې (بوج) پورته كوي
6-32 او دنيايي ژوند نه دى مګر لوبه او تماشه، او یقینًا د اخرت كور د هغو كسانو لپار ډېر غوره دى چې پرهېزګاره دي، نو ولې تاسو عقل نه كاروئ!
6-33 بېشكه مونږ پوهېږو چې یقینًا حقیقت دا دى چې تا هغه خبره خامخا غمجنوي، چې دوى يې وايي، نو یقینًا دوى تا دورغژن نه ګڼي او لېكن دغه ظالمان د الله له ایتونو نه انكار كوي
6-34 او یقینًا یقینًا له تا نه مخكې رسولان دروغژن بلل شوي وو، نو هغوى په دروغژن بلل كېدلو او ضرر رسېدلو صبر وكړ تر دې چې هغوى ته زمونږ مدد راغى، او د الله كلماتو لره هیڅوك اړوونكى نشته، او یقینًا تا ته د رسولانو څه خبرونه خو راغلي دي
6-35 او كه چېرې په تا باندې د دوى مخ اړول ګران وي، نو كه ته طاقت لرې د دې چې په ځمكه كې سُرنګ ولټوې، یا اسمان ته كومه زینه، بیا ته دوى ته څه نښه (مُعجِزه) راوړې، (نو همدغسې وكړه) او كه الله غوښتلى دوى به يې  په نېغه لار باندې لازمًا جمع كړي وو، نو ته له ناپوهانو څخه مه كېږه
6-36 یقینًا همدا خبره ده چې (حق) هغه كسان قبلوي چې خبره اوري، او مړي به الله راژوندي كوي، بیا به خاص د هغه په طرف ورګرځولى شي
6-37 او دوى وايي: ولې په ده باندې د خپل رب له جانبه كومه معجزه نه نازلولى شي؟ ته (دوى ته) ووایه: بېشكه الله پر دې قادر دى چې معجزه نازله كړي او لېكن د دوى اكثره خلق نه پوهېږي
6-38 او نشته په ځمكه كې هېڅ یو خوځنده او نه هېڅ مارغه چې په خپلو دواړو وزرونو الوزي مګر (دوى) ستاسو په شان امتونه دي، مونږ په كتاب )لوحِ محفوظ) كې هېڅ شى (بې ليكلو) نه دى پریښى، بیا به دوى د خپل رب په طرف ورجمع كولى شي
6-39 او هغه كسان چې زمونږ د ایتونو تكذیب يې كړى دى (دوى) كاڼه او ګونګیان دي، په تیارو كې دي، چا ته چې الله وغواړي هغه ګمراه كوي او چا ته چې وغواړي هغه په نېغه لار روانوي
6-40 ته (دوى ته) ووایه: ما ته خبر راكړئ: كه چېرې پر تاسو د الله عذاب راشي، یا پر تاسو قیامت راشي، ایا تاسو به له الله نه غیر نور څوك بلئ، كه چېرې تاسو رښتیني یئ؟
6-41 (نه) بلكې تاسو به (په دغه وخت كې) خاص هغه بلئ، نو كه هغه بيا وغواړي هغه (تكلیف) به لرې كړي د څه لپاره چې تاسو هغه بلئ او تاسو به هغه هېر كړئ چې تاسو يې (له الله سره) شريكوئ
6-42 او یقینًا یقینًا مونږ پېغام لېږلى و له تا نه مخكې امتونو ته، بیا مونږ هغوى په سختیو او تكلیفونو کې واچول، د دې لپاره چې هغوى عاجزي وكړي
6-43 نو كله چې دوى ته زمونږ عذاب راغى، دوى ولې عاجزي ونه كړه او لېكن د دوى زړونه سخت شوي وو او شیطان دوى ته د دوى هغه عملونه ښايسته كړي وو چې دوى به كول
6-44 نو كله چې دوى هغه شى هېر كړ په څه سره چې دوى ته نصیحت شوى و، بیا نو مونږ په دوى باندې د هر شي دروازې پرانستلې تر دې چې دوى لويي وكړه، په سبب د هغه څه چې دوى ته وركړل شوي وو (، نو) مونږه دوى ناڅاپه ونیول، بيا نو دوى ناګهانه ناامېده وو
6-45 نو د هغه قوم بېخ پرې كړى شو چې ظلم يې كړى و او ټولې ستاينې خاص الله لره دي، چې د عالَمونو ښه پالونكى دى
6-46 ته (دوى ته) ووایه: تاسو ما خبر كړئ كه چېرې الله ستاسو غوږونه او ستاسو سترګې واخلي او ستاسو په زړونو باندې مهر ولګوي (، نو) له الله نه غير (بل څوك حق) معبود دى، چې دا تاسو ته واپس راوړي؟ ته وګوره، مونږه ایتونه په څنګه قسما قسم (انداز كې) بیانوو، بیا (هم) دوى مخ اړوي
6-47 ته ووایه: تاسو ما خبر كړئ كه چېرې پر تاسو باندې د الله عذاب ناڅاپه راشي، یا ښه ښكاره، (، نو) نه به شي هلاكولى مګر ظالمان خلق
6-48 او مونږ رسولان نه لېږو مګر زېرى وركوونكي او وېروونكي، نو چا چې ایمان راوړ او )د ځان) اصلاح يې وكړه، نو په دوى باندې به نه څه وېره وي او نه به دوى غمجن كېږي
6-49 او هغه كسان چې زمونږ د ایتونو تكذیب يې وكړ، دوى ته به د هغې نافرمانۍ په سبب عذاب رسېږي چې دوى كوله
6-50 ته ووایه: زه تاسو ته نه وایم چې ما سره د الله خزانې دي او نه زه عالم الغیب یم او نه زه تاسو ته دا وایم چې بېشكه زه مَلَك یم، زه پَيروي نه كوم مګر د هغه شي چې ما ته وحي كولى شي، ته ووایه: ایا ړوند او بينا سره برابر دي؟ نو ولې تاسو سوچ او فكر نه كوئ!
6-51 او ته په دې (وحي) سره هغه كسان ووېروه چې د خپل رب په وړاندې له ورټولول كېدو نه وېرېږي، په دې حال كې چې د دوى لپاره به له هغه نه غير نه څوك دوست وي او نه څوك سفارشي، لپاره د دې چې دوى پرهېزګاره شي
6-52 او ته هغه كسان (له ځانه) مه شړه چې خپل رب سبا او بېګاه بلي، چې د الله مخ (او رضا) غواړي، په تا باندې د هغوى له حساب نه هېڅ شى نشته او نه پر هغوى باندې ستا له حسابه څه شى شته، نو كه ته دوى وشړې، نو شې به ته له ظالمانو ځنې
6-53 او همدارنګه مونږ د دوى ځینې په ځینو (نورو) سره ازمایلي دي، د دې لپاره چې دوى ووايي: ایا دا خلق دي چې الله په دوى باندې زمونږ له مینځه احسان كړى دى، ایا الله په شكر ګذارو باندې ښه پوه نه دى!
6-54 او كله چې تا ته هغه كسان راشي چې زمونږ پر ایتونو ایمان لري، نو ته ووایه: پر تاسو دې سلام وي، ستاسو رب په خپل ځان باندې مهرباني كول لیكلي (لازم كړي) دي، چې یقینًا شان دا دى څوك چې په تاسو كې په ناپوهۍ سره بدي وكړي، بیا له هغې نه پس توبه وباسي او اصلاح وكړي، نو بېشكه هغه ډېر بخښونكى، بې حده مهربان دى
6-55 او همدارنګه مونږ ایتونه په تفصیل سره بیانوو، او د دې لپاره چې د مجرمانو لاره ښه واضحه شي
6-56 ته (دوى ته) ووایه: بېشكه زه منع كړى شوى یم له دې نه چې زه د هغو (څیزونو) عبادت وكړم چې تاسو يې له الله نه غير بلئ، ته ووایه: زه ستاسو د خواهشاتو پیروي نه كوم، (كه ومې كړه، نو) یقینًا زه به په دغه وخت كې ګمراه شوى یم او نه به یم زه له نېغه لار موندونكو نه
6-57 ته ووایه: بېشكه زه په ښكاره دلیل باندې ولاړ یم چې زما د رب له جانبه دى او تاسو د هغهٔ تكذیب كړى دى، ما سره هغه شى نشته چې تاسو يې په تلوار سره غواړئ، حكم (د فيصلې اختيار) يواځې له الله سره دى، هغه حق بیانوي او هغه ډېر غوره فیصله كوونكى دى
6-58 ته ووایه: یقینًا كه ما سره هغه شى وَى چې تاسو يې په تلوار سره غواړئ (، نو) زما او ستاسو په مینځ كې به خبره خامخا فیصله كړى شوې وه او الله په ظالمانو باندې ښه عالم دى
6-59 او خاص له الله سره د غیبو چابیانې دي، يواځې هغه پر دغو عالم دى او هغه عالم دى پر هغه څه چې په وچه او سمندر كې دي، او هېڅ یوه پاڼه نه غورځېږي مګر هغه پرې عالم دى او د ځمكې په تیارو كې نه یوه دانه (پرېوځي) او نه لوند څیز او نه وچ مګر (دا ټول) په څرګند كتاب (لوح محفوظ) كې دي
6-60 او دى همغه ذات دى چې تاسو په شپه كې وفات كوي (ويده كوي) او هغه پوهېږي پر هغه څه چې تاسو يې د ورځې كوئ، بیا به هغه تاسو په هغې (ورځې) كې راژوندي كوي، د دې لپاره چې ټاكلى وخت پوره كړى شي، بیا به خاص د هغه په طرف ستاسو واپسي وي، بیا به هغه تاسو پر هغو عملونو خبر كړي چې تاسو به كول
6-61 او همغه غالب دى، د خپلو بنده ګانو له پاسه دى، او پر تاسو باندې ساتونكي (ملايك) رالېږي، تر دې چې كله په تاسو كې یو كس ته مرګ راشي (، نو) زمونږ استازي يې وفات كړي او هغوى هېڅ تقصیر (كمى) نه كوي
6-62 بیا به دوى ورګرځولى شي الله ته چې د دوى حق مالك دى، اګاه شئ! د حكم (او فيصلې كولو) ټول اختيار خاص د هغه دى، او هغه تر ټولو ژر حساب كوونكى دى
6-63 ته (دوى ته) ووایه: تاسو ته د وچې او سمندر له تیارو نه څوك خلاصى دركوي، چې تاسو هغه بلئ په زارۍ سره او په پټه سره، (او وایئ) كه چېرې الله مونږ ته له دې (مصیبت) نه خلاصى راكړ (، نو) مونږ به خامخا ارومرو له شكر كوونكو څخه شو
6-64 ته (ورته) ووایه: الله تاسو ته له دغه (مصيبت) نه نجات دركوي او له هر غم نه هم، بیا (هم) تاسو شرك كوئ
6-65 ته (دوى ته) ووایه: همغه قادر دى په دې باندې چې پر تاسو باندې ستاسو له پاسه نه عذاب راولېږي، یا ستاسو د پښو له لاندې طرف نه، یا تاسو د بېلو، بېلو ډلو په جوړولو سره ګډوَډ كړي او په ځینو باندې د ځینو نورو (د) جنګ (مزه) وڅكي، ته وګوره مونږ ایتونه په څنګه انداز كې بیانوو، د دې لپاره چې دوى پوه شي
6-66 او ستا قوم د دې (قرآن) تكذیب وكړ، حال دا چې همدا حق دى، ته (ورته) ووایه: زه پر تاسو باندې نګهبان نه یم
6-67 د هر یو خبر لپاره مقرر وخت دى او ژر به تاسو پوه شئ
6-68 او كله چې ته هغه كسان ووینې چې زمونږ په ایتونو كې عبث بحثونه كوي، نو ته له هغوى نه مخ واړوه، تر دې چې دوى له دې نه په علاوه خبرو كې مشغول شي، او كه چېرې شیطان له تا نه (دا حكم) هېر كړي، نو له یادېدلو نه پس له دغو ظالمانو سره مه كېنه
6-69 او په پرهېزګاره كسانو باندې د دغو (عبث بحث كوونكو) خلكو له حسابه څخه د هېڅ شي ذمه واري نشته او لېكن (د هغوى پر ذمه بس) نصیحت كول دي، د دې لپاره چې دوى (هم)پرهېزګار شي
6-70 او ته هغه كسان پرېږده چې خپل دین يې لوبه او تماشه ګرځولى دى او دنيايي ژوند دوكه كړي (غولولي) دي او ته په دې (قرآن) سره نصیحت كوه، چې كوم نفس د خپلو كړو عملونو په سبب هلاك (نه) كړى شي، په داسې حال كې چې د هغه (نفس) لپاره له الله نه پرته نه څوك دوست وي او نه سفارشي او كه دا (نفس) د ځان د خلاصون لپاره فدیه وركړي، هر قسمه فدیه (، نو) دا به له هغه نه قبوله نه كړى شي، دا هغه كسان دي چې د خپلو كړو عملونو په سبب هلاك كړى شوي دي، د دوى لپاره ډېرې ګرمې اوبه څښاك دى او ډېر دردوونكى عذاب دى، په سبب د هغه كفر چې دوى به كاوه
6-71 ته (ورته) ووایه: ایا مونږه له الله نه سوا د هغه شي عبادت وكړو چې مونږ ته هغه نه فايده رارسولى شي او نه مونږ ته ضرر رارسولى شي؟ او (ایا) مونږه بېرته په شا وګرځول شو وروسته له دې چې الله مونږ ته نېغه لار وښودله، د هغه كس په شان چې شیطانانو په ځمكه كې ژورې كندې ته بېولى وي، چې حیران وي، د هغه ملګري وي چې دى نېغې لارې ته رابلي، (چې) مونږ ته راشه، (اى نبي!) ته ووایه: بېشكه د الله هدایت، همغه اصل هدایت دى او مونږ ته حكم شوى دى چې د رب العلمین اطاعت كوونكي شو
6-72 او دا چې تاسو لمونځ قايموئ او له الله نه وېرېږئ او دى همغه ذات دى چې خاص هغه ته به تاسو ورټولولى شئ
6-73 او دى همغه ذات دى چې اسمانونه او ځمكه يې په حقه سره پیدا كړي دي او (یاده كړئ) هغه ورځ چې وبه وايي: موجود شه! نو هغه به موجود شي، هم د هغه وینا حقه ده، او خاص د هغه لپاره حكومت دى په هغې ورځ كې چې په شپېلۍ كې به پوكى وكړى شي، (هغه) د پټو او ښكاره څیزونو عالم دى او همغه ښه حكمت والا، ښه خبردار دى
6-74 او كله چې ابراهیم خپل پلار ازر ته وویل: ایا ته بتان، معبودان نیسي، يقينًا زه تا او ستا قوم په څرګنده ګمراهۍ كې وینم
6-75 او همدارنګه مونږ ابراهیم ته د اسمانونو او ځمكې بادشاهي ښودله او د دې لپاره چې هغه له یقین كوونكو ځنې شي
6-76 بیا كله چې په هغه باندې شپه تیاره شوه (، نو) یو ستورى يې ولیده، ويې ويل: دا زما رب دى؟ نو كله چې هغه پټ شو، ويې ويل: زه پټېدونكي (غايبېدونكي) نه خوښوم
6-77 بیا كله چې يې سپوږمۍ ولیده، ځلېدونكې، ويې ويل: دا زما رب دى؟ نو كله چې هغه پرېوتله (، نو) ويې ويل: یقینًا كه چېرې ما ته زما رب نېغه لار ونه ښیي (، نو) زه به خامخا له ګمراه خلقو ځنې شم
6-78 نو كله چې هغهٔ، لمرسترګه ولیدله، ځلېدونكې، ويې ويل: دا زما رب دى؟ دا خو تر ټولو لوى دى، نو كله چې هغه پرېوتله، ويې ويل: اى زما قومه! بېشكه زه بېزاره یم له هغه څه نه چې تاسو يې شریكان جوړوئ
6-79 بېشكه ما خپل مخ هغه ذات ته اړولى دى چې اسمانونه او ځمكه يې پیدا كړي دي، يواځې په حق پسې تلونكى یم او نه یم له مشركانو څخه
6-80 او له هغه سره خپل قوم جګړه وكړه، ويې ويل: ایا تاسو زما سره د الله په باره كې جګړه كوئ، حال دا چې هغهٔ ما ته نېغه لار راښودلې ده، او زه له هغو شیانو نه نه وېرېږم چې تاسو يې له الله سره شريكوئ، مګر دا چې زما رب څه شى وغواړي، زما رب د علم په لحاظ سره هر شى راګېر كړى دى، نو ولې تاسو نصیحت نه منئ!
6-81 او زه له هغو څیزونو نه څنګه ووېرېږم چې تاسو له الله سره شريك كړي دي، حال دا چې تاسو له دې څخه نه وېرېږئ چې واقعًا تاسو له الله سره هغه څه شریك كړي دي چې د هغو په باره كې يې پر تاسو باندې هېڅ دلیل نه دى نازل كړى، نو په دواړو ډلو كې كومه یوه د امن (له عذاب نه د بچ كېدو) زیاته حقداره ده؟ كه چېرې تاسو پوهېږئ
6-82 هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او له خپل ایمان سره يې ظلم )شرك) نه دى ګډ كړى (، نو) دغه كسان دي چې د همدوى لپاره (له عذاب نه) امن (بچاو) دى او دغه كسان هدایت موندونكي دي
6-83 او دا زمونږ دلیل دى چې مونږه ابراهیم ته وركړى و د هغه د قوم په مقابله كې، مونږ درجې اوچتوو چا لره چې مونږ وغواړو، بېشكه ستا رب، ښه حكمت والا، ښه پوه دى
6-84 او مونږ هغه ته اسحٰق او یعقوب عطا كړ، مونږ هر یو ته هدایت كړى و، او له ده نه مخكې نوح ته مونږ هدایت كړى و او د هغه په اولاد كې داود او سلیمان، او ایوب او یوسف او موسٰی او هارون ته (هم) او همدارنګه مونږ نېكي كوونكو ته بدله وركوو
6-85 (او هدایت كړى و مونږ) زكریا، او یحیٰی او عیسٰی او الیاس ته، (دوى) هر یو له صالحانو څخه دي
6-86 او اسمٰعیل، او اَلْیسَع او یونس او لوط ته، او (دوى) هر یو مونږه په ټولو عالَمونو باندې غوره كړي دي
6-87 او (فضیلت مو وركړى و) د دوى په پلرونو كې ځینو ته او د دوى په اولاد كې او د دوى په وروڼو كې (ځینو ته) او مونږ هغوى غوره كړي وو او مونږ هغوى ته د نېغې لارې هدایت كړى و
6-88 دغه د الله هدایت دى، په دې سره هدایت كوي په خپلو بنده ګانو كې چا ته چې وغواړي او كه چېرې هغوى شرك كړى وَى (، نو) له هغوى نه خامخا به ضايع شوي وو هغه عملونه چې دوى به كول
6-89 دا هغه كسان دي چې دوى ته مونږ كتاب او حُكم او نبوت وركړى و، نو كه دا خلق په دغو سره كفر وكړي، نو یقینًا مونږ د دې لپاره داسې خلق مقرر كړي دي چې په دغو سره كفر كوونكي نه دي
6-90 دا هغه كسان دي چې الله ورته هدایت كړى دى، نو ته د دوى د طریقې اتباع كوه، ته ووایه: زه له تاسو نه په دې (تبلیغ) باندې مزدوري نه غواړم، نه دى دا مګر د ټولو عالَمونو لپاره نصیحت
6-91 او دوى د الله قدر ونه كړ، څنګه چې د هغه د قدر كولو حق دى! كله چې دوى وویل: الله په انسان باندې هېڅ شى نه دى نازل كړى، ته (ورته) ووایه: هغه كتاب چا نازل كړى دى چې موسٰی راوړى و، چې رڼا او هدایت دى د خلقو لپاره؟ چې تاسو يې پاڼه پاڼه كوئ، چې (ځینې) ښكاره كوئ او ډېرې پټوئ، او تاسو ته هغه علم دركړى شو چې نه پرې تاسو پوهېدلئ او نه ستاسو پلرونه، ته ووایه: الله (نازل كړى دى) بیا ته دوى په خپلو باطلو بحثونو كې پرېږده چې لوبې كوي
6-92 او دا كتاب دى، چې مونږ نازل كړى دى، بركتي دى او د هغو (كتابونو) تصدیق كوونكى دى چې له ده نه مخكې وو او د دې لپاره چې ته د مكې خلق او د هغې ګېرچاپېره خلق ووېروې او هغه كسان چې پر اخرت ایمان لري، دوى پر ده ایمان راوړي، په داسې حال كې چې همدوى د خپلو لمونځونو ساتنه كوي
6-93 او له هغه كس نه لوى ظالم څوك دى چې په الله باندې دروغ تپي، یا وايي چې ما ته وحي شوې ده ! حال دا چې هغه ته هېڅ شى نه وي وحي شوى او له هغه چا نه (بل لوى ظالم څوك دى) چې وايي: ژر دى زه به (هم) نازل كړم د هغه په مثل چې الله نازل كړى دى ! او كه چېرې ته ووینې كله چې ظالمان د مرګ په سختیو كې (ګېر) وي او ملايكو خپل لاسونه وراوږده كړي وي (او ورته وايي) تاسو خپلې ساه ګانې راوباسئ، نن ورځ به تاسو ته د سپكوونكي عذاب سزا دركولى شي، په سبب د هغې ناحقه وینا چې تاسو به په الله باندې تپله، او تاسو به د ده د ایتونو له قبلولو نه انكار او تكبر كاوه
6-94 او یقینًا یقینًا تاسو مونږ ته يواځې يواځې (ځانله، ځانله) راغلئ، لكه څنګه چې مونږ تاسو اول ځلې پیدا كړي وئ، او تاسو هغه څه د خپلو شاګانو شا ته پرېښودل چې مونږ تاسو ته دركړي وو او مونږ له تاسو سره ستاسو هغه سفارشیان نه وینو چې تاسو به دعوا كوله چې بې له شكه دغه په تاسو كې شريك دي، یقینًا یقینًا ستاسو خپل مینځي تعلق پرې شو او له تاسو څخه هغه څه ورك شول چې تاسو به (سفارشیان) ګڼل
6-95 بېشكه الله د دانې او زړي چوونكى دى، ژوندى له مړي څخه راوباسي او له ژوندي څخه د مړي راوېستونكى دى، همدغه الله دى، نو كوم طرف ته تاسو ګرځولى شئ!
6-96 د سبا (د رڼا) چوونكى دى او شپه يې د ارام ذریعه ګرځولې ده او لمرسترګه او سپوږمۍ يې د حساب ذریعې ګرځولې دي، دا د ښه غالب، ښه پوه ذات اندازه كول دي
6-97 او دى همغه ذات دى چې ستاسو لپاره يې ستوري پیدا كړي دي، د دې لپاره چې تاسو د هغو په ذریعې سره د وچې او سمندر په تیارو كې لار ومومئ، یقینًا مونږ ایتونه ښه واضحه بیان كړي دي د هغه قوم لپاره چې پوهېږي
6-98 او دى همغه ذات دى چې تاسو يې له یو نفس څخه پیدا كړئ، نو (تاسو لپاره) یو قرارځاى او یو امانتځاى دى، یقینًا مونږ ایتونه ښه واضحه بیان كړي دي د هغه قوم لپاره چې ښه پوهېږي
6-99 او دى همغه ذات دى چې له بره نه يې اوبه نازلې كړې دي، بیا مونږ په هغو سره د هر شي زرغونه راوښكلې ده، بیا مونږ له هغې (زرغونې) څخه شینكى راوښكلى دى، چې له دې (شینكي) نه مونږ پر يو بل سَورې دانې راوباسو او له كجورې څخه د هغې له كڅوړو نه جوخت او نژدې وږي، او د انګورو باغونه او زیتون او انار چې له یو بل سره څه مشابه وي او څه مشابه نه وي، تاسو د هغې مېوې ته وګورئ كله چې مېوه ونیسي او د هغې پخوالي ته، بېشكه په دې كې خامخا د هغه قوم لپاره نښې دي چې ایمان لري
6-100 او دوى له الله سره پېریان شریكان جوړ كړي دي، حال دا چې الله دوى پیدا كړي دي، او دوى بې له پوهې له ځانه، د هغهٔ لپاره زامن او لوڼه راپیداكړې، هغه لره پاكي ده او هغه (الله) له هغو خبرو نه ډېر اوچت دى چې دوى يې بیانوي
6-101 د اسمانونو او ځمكې بې له نمونې پیدا كوونكى دى، د هغه لپاره به اولاد څرنګه وي؟ حال دا چې د هغه لپاره هېڅ ښځه نشته، او هغهٔ، هر شى پیدا كړى دى او هغه په هر شي باندې ښه عالم دى
6-102 همدغه الله، ستاسو رب دى، له ده نه غير هېڅ لايق د عبادت نشته، د هر شي پیدا كوونكى دى، نو تاسو د هغه عبادت كوئ او هغه په هر شي باندې نګران دى
6-103 سترګې د هغهٔ ادراك نشي كولى او هغه د سترګو ادراك كوي او هغه ډېر باریكبین، ښه خبردار دى
6-104 یقینًا تاسو ته د خپل رب له جانبه څرګند دلیلونه راغلي دي، نو چا چې بصیرت حاصل كړ، نو د خپل ځان لپاره يې حاصل كړ او څوك چې ړوند شو، نو ضرر يې په همدې نفس باندې دی او زه پر تاسو باندې نګهبان نه یم
6-105 او همدارنګه مونږ ایتونه بیانوو او د دې لپاره چې دوى ووايي: تا لوستل زده كړي دي او د دې لپاره چې مونږه دا ښه بیان كړو د هغه قوم لپاره چې پوهېږي
6-106 ته پیروي كوه د هغه شي چې تا ته د خپل رب له جانبه وحي كولى شي، نشته حق معبود مګر همغه دى او ته له مشركانو څخه مخ واړوه
6-107 او كه چېرې الله غوښتلى (، نو) دوى به شرك نه و كړى او ته مونږ په دوى باندې ساتونكى (نګران) نه يې ګرځولى او نه ته يې په دوى باندې نګران
6-108 او (اى مومنانو!) تاسو هغو (معبودانو) ته كنځلې مه كوئ چې دغه خلق يې له الله نه غیر بلي، نو دوى به په ناحقه سره، بې له پوهې، الله ته كنځل وكړي، همدارنګه مونږ د هر امت لپاره د هغوى عملونه ښايسته كړي دي، بیا خاص خپل رب ته د دوى واپسي ده، نو هغه به دوى ته د هغو عملونو خبر وركړي چې دوى به كول
6-109 او دوى د الله قسمونه وخوړل، پاخه قسمونه چې كه چېرې دوى ته مُعجِزه راشي، نو پر هغې به خامخا لازمًا ایمان راوړي، ته (ورته) ووایه: بېشكه همدا خبره ده چې مُعجِزې له الله سره دي او تاسو پر دې څه شي پوه كړئ چې بېشكه دغه مُعْجِزه چې كله راشي (بیا به هم) دوى ایمان نه راوړي
6-110 او مونږ د دوى زړونه او د دوى سترګې اړوو، لكه څنګه چې دوى په اول وارې په دې (نورو معجزاتو) باندې ایمان رانه وړ، او مونږ دوى په خپله سركشۍ كې پرېږدو، چې سرګردانه دي
6-111او كه مونږ دوى ته ملايك واقعاً نازل كړي وى او له دوى سره مړیو خبرې كړې وى او مونږ هر شى دوى ته مخامخ راجمع كړى وى، (بیا هم) دوى (داسې) نه وو چې ایمان يې راوړى وى مګر دا چې كه الله وغواړي، او لېكن د دوى زیاتره خلق جهالت كوي
6-112 او همدارنګه مونږ د هر نبي لپاره انساني او جني شیطانان، دښمنان ګرځولي وو، چې د دغو ځینو به ځینو نورو ته ښايسته كړى شوې خبرې د دوكه كولو (غولولو) لپاره ور اچولې او كه چېرې ستا رب، غوښتلى (، نو) دوى به دا (كار) نه و كړى، نو ته دوى پرېږده او هغه هم چې دوى له خپله ځانه څه دروغ جوړوي
6-113 او دا د دې لپاره چې دې (دروغو) ته د هغو خلقو زړونه مايل شي چې پر اخرت ایمان نه راوړي او د دې لپاره چې دوى دا خوښ كړي او د دې لپاره چې دوى هغه (ګناهونه) وكړي چې دوى يې كوونكي دي
6-114 ایا نو زه له الله نه سِوا بل كوم حَكم (عادل قاضي) ولټوم، حال دا چې همغه دى چې تاسو ته يې كتاب نازل كړى دى، چې ښه تفصیل يې شوى دى او هغه كسان چې مونږ هغوى ته (له ده نه مخكې) كتاب وركړى دى؛ هغوى پوهېږي چې بېشكه دا ستا د رب له جانبه په حقه سره نازل كړى شوى دى، نو ته هېڅ كله هم له شك كوونكو ځنې مه كېږه
6-115 او د رښتینولۍ او عدل له لحاظه ستا د رب خبره كمال ته رسېدلې ده، د هغهٔ كلماتو لره هیڅوك بدلوونكى نشته، او همغه ښه اورېدونكى، ښه عالم دى
6-116 او كه چېرې ته اطاعت وكړې د هغو كسانو د اكثریت چې په ځمكه كې دي (، نو) دوى به تا د الله له لارې نه واړوي، دوى يواځې د ګمان پیروي كوي او دوى يواځې اټكل چلوي
6-117 بېشكه ستا رب پر هغه چا ښه پوه دى چې د هغه له لارې نه ګمراه كېږي او هغه په هدایت موندونكو (هم) ښه پوه دى
6-118 نو تاسو له هغې (مذبوحې) څخه خورئ چې پر هغې د الله نوم یاد كړى شوى وي، كه چېرې تاسو یئ چې د هغه پر ایتونو ایمان لرونكي یئ
6-119 او پر تاسو څه شوي دي چې له هغې (مذبوحې) څخه به خوراك نه كوئ چې پر هغې د الله نوم یاد كړى شوى وي او یقینًا الله تاسو ته هغه څه واضح كړي دي چې پر تاسو يې حرام كړي دي، سِوا له هغو (څيزونو) نه چې تاسو هغو ته مجبور كړى شئ، او بېشكه ډېر خلق، خامخا د خپلو خواهشاتو په ذرېعې سره، بې له پوهې نه (خلقو لره) ګمراه كوي، بېشكه ستا رب، هغه پر زیاتي كوونكو ښه پوه دى
6-120 او تاسو ښكاره او پټ ټول ګناهونه پرېږدئ، بېشكه هغه كسان چې ګناه كوي، ژر ده چې دوى ته به سزا وركړى شي د هغو (ګناهونو) په سبب چې دوى به كولې
6-121 او تاسو له هغې (مذبوحې) څخه خوراك مه كوئ چې پر هغې باندې د الله نوم نه وي یاد كړى شوى او بېشكه دا (خوراك كول) خامخا فسق او نافرماني ده او بېشكه يقينًا شیطانان خپلو دوستانو ته وسوسې اچوي، د دې لپاره چې له تاسو سره جګړه وكړي او كه چېرې تاسو د هغوى اطاعت وكړئ، (بيا نو) بېشكه تاسو (هم) خامخا مشركان یئ
6-122 ایا هغه څوك چې(مخكې) مړ و، بیا مونږ هغه ته ژوند وركړ او مونږ هغه ته رڼا عطا كړه چې د هغې په رڼا سره به هغه په خلقو كې ګرځي راګرځي؛ د هغه كس په شان دى چې د هغه حال داسې وي چې هغه په تیارو كې پروت وي، له هغو نه كله هم وتونكى نه وي، همدارنګه د كافرانو لپاره هغه عملونه ښايسته كړى شوي دي چې دوى يې كوي
6-123 او همدارنګه مونږ په هر كلي كې د هغه (كلي) مجرمان، مشران ګرځولي دي، د دې لپاره چې دوى په هغه (كلي) كې مكر (فريب) وكړي او دوى يواځې له خپلو ځانونو سره مكر كوي، په دې حال كې چې دوى شعور نه لري
6-124 او كله چې دوى ته كومه نښه راشي، دوى وايي: هیڅكله به مونږ ایمان رانه وړو تر هغه پورې چې مونږ ته راكړى شي په شان د هغو (نښو) چې د الله رسولانو ته وركړى شوي دي، الله ښه عالم دى پر هغه ځاى چې (هلته) خپل رسالت ږدي، ژر به هغو كسانو ته چې جرم يې كړى دى د الله په نیز ذلت ورسېږي او ډېر سخت عذاب، په سبب د هغه مكر چې دوى به كاوه
6-125 نو هغه څوك چې الله هغهٔ ته د هدایت كولو اراده وكړي، (نو) د هغهٔ سینه د اسلام لپاره فراخه كړي او هغه څوك چې هغه يې د ګمراه كولو اراده وكړي (، نو) د هغهٔ سینه تنګه كړي، بېخي تنګه، ګویا كې هغه پورته اسمان ته په سختۍ سره خېژي، همدارنګه الله پلیتي (عذاب) اچوي په هغو كسانو باندې چې ایمان نه راوړي
6-126 او دا ستا د رب لار ده، چې نېغه ده، یقینًا مونږ ایتونه واضحه بیان كړي دي، د هغه قوم لپاره چې نصیحت اخلي
6-127 د دوى لپاره د خپل رب په نیز د سلامتۍ كور دى او هغه د دوى مددګار دى، په سبب د هغو عملونو چې دوى به كول
6-128 او په هغې ورځ كې چې هغه به دوى ټول راجمع كړي (او ورته وبه وايي:) اى د پېریانو ډلې! تاسو له انسانانو څخه یقینًا ډېر راخپل (او بې لارې) كړل او د دوى هغه دوستان به، چې له انسانانو ځنې دي؛ ووايي: اى زمونږه ربه! زمونږه ځینو له ځینو نورو نه فايده واخيسته او مونږ هغې نېټې ته ورسېدو كومه چې تا زمونږ لپاره مقرر كړې وه، الله به (دوى ته) ووايي: ستاسو ځاى اور دى، چې په هغه كې به همېشه یئ مګر هغه چې الله وغواړي، بېشكه ستا رب ښه حكمت والا، ښه پوه دى
6-129 او همدارنګه مونږ ځینې ظالمان پر ځینو نورو مسلط كوو، په سبب د هغو عملونو چې دوى به كول
6-130 اى د پیریانو او انسانانو ډلې! ایا تاسو ته له هم تاسو نه رسولان نه وو راغلي چې تاسو ته به يې زما ایتونه بیانول او تاسو به يې د خپلې دې ورځې له ملاقات نه وېرولئ؟ دوى به ووايي: مونږ د خپلو ځانونو په خلاف ګواهي كوو او دوى دنيايي ژوند دوكه كړي وو او دوى به د خپلو ځانونو په خلاف ګواهي وركړي چې بېشكه دوى كافران وو
6-131 دا (د رسولانو لېږل) د دې لپاره (دي) چې ستا رب د ظلم په وجه د كلیو هلاكوونكى نه دى، په دې حال كې چې د هغو اوسېدونكي ناخبره وي
6-132 او د هر چا لپاره درجې دي له هغو اعمالو نه چې دوى كړي دي، او ستا رب له هغو عملونو نه چې دوى يې كوي؛ كله هم غافل نه دى
6-133 او هم ستا رب ښه بې پروا، (او) رحمت والا دى، كه چېرې هغه وغواړي (، نو) تاسو به بوځي او له تاسو وروسته به هغه (خلق) ځاى نیوونكي كړي چې يې وغواړي، لكه څنګه چې يې تاسو د بل قوم له اولادې نه پیدا كړئ
6-134 بېشكه هغه چې له تاسو سره يې وعده كولى شي، يقيناً راتلونكى دى او تاسو كله هم (الله لره) عاجزه كوونكي نه یئ
6-135 ته ووایه: اى زما قومه! تاسو په خپل حالت باندې عمل كوئ، بېشكه زه (هم) عمل كوونكى یم، پس تاسو به ژر پوه شئ چې څوك دى چې د هغه لپاره به د اخرت (ښه) انجام وي، بېشكه حقيقت دا دى چې ظالمان برى نه مومي
6-136 او دغو د الله لپاره په هغو څیزونو كې برخه مقرر كړه چې هغه پیدا كړي دي، چې فصل او څاروي دي، نو وايي: دا د الله لپاره دي، د دوى په عقیده، او دا زمونږ د شریكانو لپاره دي، نو هغه چې د دوى د شریكانو لپاره وي، نو هغه خو الله ته نه رسېږي او هغه چې د الله لپاره وي، نو هغه د دوى شریكانو ته رسېږي، بده ده هغه فیصله چې دوى يې كوي
6-137 او همدارنګه د ډېرو مشركانو لپاره د هغوى شریكانو د خپل اولاد وژل ښايسته كړي دي، د دې لپاره چې هغوى (شريكان)دوى هلاك كړي او د دې لپاره چې په دوى باندې خپل دین ګډوډ كړي او كه چېرې الله غوښتلى (، نو) دوى به دا (كار) نه و كړى، نو ته پرېږده دوى او هغه چې دوى دروغ جوړوي
6-138 او دوى وايي: دا ځینې څاروي او فصلونه دي، چې ممنوع دي، دا به نه خوري مګر هغه څوك چې مونږ يې وغواړو، د دوى په عقیده، او څه څاروي دي چې د هغو شاګانې منع كړى شوي دي (سورېدل او بار وړل پرې بند دي)، او څه څاروي دي چې دوى په هغو باندې د الله نوم نه یادوي،(او دا) په الله باندې د دروغو تپلو لپاره(كوي)، ضرور به الله دوى ته سزا وركړي، په سبب د هغو دروغو چې دوى به جوړول
6-139 او دوى وايي: هغه چې د دې څارویو په ګېډو كې دي (هغه) زمونږ د نرانو لپاره خالص دي او زمونږ پر ښځو باندې حرام دي او كه چېرې هغه مردار وي، نو دوى (نر او ښځه) په هغه كې شریكان دي، ژر به الله دوى ته د خپل دې بیان سزا وركړي، بېشكه هغه ښه حكمت والا، ښه عالم دى
6-140 هغه كسان یقینًا تاوانیان شول چې خپل اولادونه يې قتل كړل، په دې حال كې چې بېوقوفان وو (او) بې پوهې وو او حرام يې كړل هغه څه چې الله دوى ته وركړي وو، په الله باندې يې دروغ وتپل، یقینًا دوى ګمراه شول او دوى هدایت موندونكي نه وو
6-141 او دى همغه ذات دى چې باغونه يې پیدا كړي دي، چې په څپرونو خېژول شوي دي او چې په څپرونو نه دي خېژول شوي او د كجورو ونې او فصل (يې پیدا كړي دي) چې د هغو مېوې مختلفې وي او زیتون او انار (يې پیدا كړي دي) چې(ځينې) په خپلو كې یو شان وي او ځينې غیر مُشابه هم وي، تاسو د هغو(ونو) له مېوو څخه خورئ! كله چې مېوه وكړي او د هغهٔ حق (عشر، زكات) د رېبلو په ورځ وركړئ، او تاسو اسراف مه كوئ، بېشكه الله اسراف كوونكي نه خوښوي
6-142 او (پیدا كړي يې دي) په څارویو كې بار وړونكي او وړوكي (څاروي، نو) تاسو له هغو ځنې خورئ چې الله تاسو ته دركړي دي او تاسو د شیطان د قدمونو پیروي مه كوئ، بېشكه هغه ستاسو ښكاره دښمن دى
6-143 (الله پیدا كړي دي حلال څاروي) اته جوړې (قسمونه)، له ګډو نه دوه (نر او ښځه) او له چېلو (بزو) نه دوه (نر او ښځه)، ته (دوى ته) ووایه: ایا الله دواړه نران حرام كړي دي، یا دواړه ښځې، یا هغه (بچي) چې د دواړو ښځو (ګډې او چېلۍ) رحمونه په هغو مشتمل وي، تاسو ما ته په علم سره خبر راكړئ، كه چېرې تاسو رښتیني یئ
6-144 او (پیدا كړي يې دي) له اوښانو نه دوه (نر او ښځه) او له غوایانو نه دوه (نر او ښځه) ته ووایه: ایا الله دواړه نران حرام كړي دي، یا دواړه ښځې، یا هغه (بچي) چې د دواړو ښځو (اوښې او غوا) رحمونه په هغو مشتمل وي، ایا تاسو حاضر وَئ كله چې الله تاسو ته د دې وصیت كاوه، نو له هغه چا نه لوى ظالم (بل) څوك دى چې په الله باندې دروغ تپي، د دې لپاره چې بې له علمه خلق ګمراه كړي، بېشكه الله ظالم قوم ته نېغه لار نه ښیي
6-145 (اى نبي!) دوى ته ووایه: زه نه مومم (هېڅ څیز) په هغه (شریعت) كې چې ما ته وحي كړى شوى دى په كوم خوړونكي باندې حرام كړى شوى، چې هغه يې خوري مګر دا چې هغه (څيز) مرداره وي، یا بهَول شوې وینه، یا د خنزیر غوښه، نو هغه خو پلیتي ده، یا (هغه څيز) نافرماني وي چې پر هغې د غیر الله لپاره اواز اوچت كړى شوى وي، نو هغه څوك چې ناچاره شي، چې نه زیاتي كوونكى وي او نه له حده تېرېدونكى وي، (نو د هغه لپاره يې خوړل حلال دي) نو بېشكه ستا رب ډېر بخښونكى، بې حده مهربان دى
6-146 او پر هغو كسانو باندې چې یهودیان دي، مونږ ټول نوكداره څاروي حرام كړي وو او له غوایانو او ګډو چېلو نه مونږه پر هغوى باندې د هغو دواړو وازدې حرامې كړې وې، سِوا له هغو نه چې د هغو شاګانو پورته كړې وي، یا كُلمو، یا هغه چې له هډوكو سره لګېدلې وي، دا مونږ هغوى ته د خپلې سركشۍ سزا وركړه او بېشكه مونږ خامخا رښتیا ویونكي یو
6-147 نو كه چېرې دوى ستا تكذیب وكړي، نو ته ووایه: ستاسو رب د فراخه رحمت والا دى او د هغه عذاب له مجرم قوم نه بېرته نه ګرځول كېږي
6-148 ژر به هغه كسان ووايي چې شرك يې كړى دى، كه چېرې الله غوښتلى (نو) نه به مونږ شرك كړى و او نه زمونږ پلرونو او نه به مونږ څه شى حرام ګرځولى و، همدارنګه هغو كسانو (هم) تكذیب كړى و چې له دوى نه مخكې وو، تر دې چې هغوى زمونږ عذاب وڅاكه، ته ووایه: ایا تاسو سره څه علم شته چې پس مونږ ته يې راوباسئ، تاسو يواځې د ګمان پیروي كوئ او تاسو يواځې اټكل چلوونكي یئ
6-149 ته ووایه: نو خاص الله لره كامل دلیل دى، نو كه هغه غوښتلى تاسو ټول به يې لازمًا پر نېغه لار روان كړي وى
6-150 ته ووایه: تاسو خپل هغه ګواهان راولئ چې د دې خبرې ګواهي كوي چې بېشكه الله دغه (څیزونه) حرام كړي دي، نو كه هغوى ګواهي وركړي، نو ته له دوى سره ګواهي مه وركوه او ته د هغو خلقو په خواهشاتو پسې مه ځه چې زمونږ ایتونه يې دروغ ګڼلي دي او هغه كسان چې پر اخرت ایمان نه راوړي او هغوى له خپل رب سره (نور څیزونه) برابروي
6-151 ته ووایه: تاسو راشئ چې زه ولولم هغه څه چې ستاسو رب پر تاسو باندې حرام كړي دي، دا چې تاسو له هغه سره هېڅ شى مه شریكوئ او له مور و پلار سره ښېګڼه كوئ، او تاسو خپل اولاد د غریبۍ له وجې مه وژنئ، مونږ تاسو ته روزي دركوو او هغوى ته (هم) او تاسو د بې حیایۍ كارونو ته مه نژدې كېږئ، هغه چې په دغو كې ظاهر دي او هغه چې پټ دي او تاسو هغه نفس مه وژنئ چې الله حرام كړى دى مګر په حقه سره، دا (حكم) چې دى، هغه (الله) تاسو ته د دې كلك حكم دركړى دى، د دې لپاره چې تاسو له عقل نه كار واخلئ
6-152 او تاسو د یتیم مال ته نژدې (هم) مه ورځئ مګر په هغې طریقې سره چې تر ټولو ښه وي تر دې چې هغه (یتیم) خپل پوخ والي ته ورسېږي او تاسو پېمانه او تول په انصاف سره پوره وركوئ، مونږ هېڅ یو نفس د هغه له طاقت نه زیات نه مكلف كوو او كله چې تاسو خبره كوئ، نو عدل كوئ، اګر چې هغه د خپلولۍ والا وي او د الله عهد پوره كوئ، دا (حكم) دى چې الله تاسو ته د دې كلك حكم كړى دى، د دې لپاره چې تاسو نصیحت ومنئ
6-153 او دا چې بېشكه دا زما لار ده، چې نېغه ده، نو تاسو د دې پیروي وكړئ او د (نورو) لارو پیروي مه كوئ، ګنې نو تاسو به (د نورو لارو پیروي) د هغهٔ له لارې نه تار په تار كړي، دا (حكم) دى چې هغه (الله) تاسو ته د دې كلك حكم كړى دى، د دې لپاره چې تاسو پرهېزګاره شئ
6-154 بیا مونږ موسٰی ته كتاب وركړ، د نعمت د پوره كولو لپاره پر هغه كس باندې چې نېكي يې وكړه او لپاره د هر شي د تفصیل او هدایت او رحمت، د دې لپاره چې دوى د خپل رب پر ملاقات ایمان راوړي
6-155 او دا كتاب دى چې مونږ نازل كړى دى، نو تاسو د ده پیروي وكړئ او پرهېزګاره شئ، د دې لپاره چې پر تاسو رحم وكړى شي
6-156 دا چې تاسو ونه وایئ چې همدا خبره ده چې زمونږ نه په مخكېنو دوه ډلو باندې كتاب نازل كړى شوى و، او بېشكه مونږ د هغوى له لوستلو نه یقینًا ناخبره وو
6-157 یا چې تاسو ونه وایئ: یقینًا كه چېرې پر مونږه كتاب نازل كړى شوى وَى نو مونږ به لازمًا له دوى نه ښه لارموندونكي وو، نو یقینًا تاسو ته د خپل رب له جانبه ښكاره دلیل راغلى دى او هدایت او رحمت، نو له هغه چا نه لوى ظالم څوك دى چې د الله ایتونه دروغ ګڼي او له هغو نه مخ اړوي؟ عنقریب به مونږ هغو كسانو ته د سخت عذاب سزا وركړو چې زمونږ له ایتونو نه مخ اړوي، په سبب د هغه چې دوى به اعراض كاوه
6-158 دوى انتظار نه كوي مګر د دې چې دوى ته ملايك راشي، یا ستا رب راشي، یا ستا د رب ځینې نښې راشي، په كومه ورځ كې چې ستا د رب ځینې نښې راشي (نو) هېڅ يو نفس ته به د هغه ایمان راوړل فايده ورنه كړي چې له مخكې نه يې ایمان نه وي راوړى، یا يې په خپل ایمان كې څه خیر نه وي ګټلى، ته (دوى ته) ووایه: تاسو انتظار كوئ، بېشكه مونږ (هم) انتظار كوونكي یو
6-159 بېشكه هغه كسان چې خپل دین يې تار په تار كړى دى، او دوى فرقې فرقې شول، ته له دوى نه په هېڅ شي كې نه يې، یقینًا خبره همدا ده چې د دوى معامله الله ته (سپارل شوې) ده، بیا به هغه دوى ته د هغو كارونو خبر وركوي چې دوى به كول
6-160 څوك چې یوه نېكي راوړي، نو د هغه لپاره د هغې لس چنده دي او څوك چې یوه بدي راوړي، نو هغه ته به يواځې د هغې په مثل سزا وركولى شي او پر دوى به ظلم نه كېږي
6-161 ته ووایه: بېشكه زه (چې یم) ما ته زما رب د نېغې لارې هدایت كړى دى، چې بېخي سم دین دى، د ابراهیم ملت دى، چې يواځې په حق پسې تلونكى و او له مشركانو څخه نه و
6-162 ته ووایه: بېشكه زما لمونځ او زما قرباني او زما ژوند او زما مرګ خاص د الله رب العلمین لپاره دي
6-163 د هغه هېڅ شریك نشته او ما ته د همدې (توحید) حكم شوى دى او زه تر ټولو مسلمانانو اول یم
6-164 ته ووایه: ایا زه له الله نه غیر (بل) رب ولټوم، حال دا چې هغه د هر شي رب دى، او هېڅ یو نفس (د ګناه) كسب نه كوي مګر د خپل (ځان) په ضرر يې كوي او هېڅ بار وړونكى د بل بار نه پورته كوي، بیا خاص خپل رب ته ستاسو واپس تلل دي، نو هغه به تاسو خبر كړي په هغو كارونو چې تاسو به په هغو كې اختلاف كاوه
6-165 او دى همغه ذات دى چې تاسو يې په ځمكه كې خلیفګان( ځاى ناستي) جوړ كړئ او ستاسو ځینې يې د ځینو (نورو) له پاسه په درجو كې پورته كړل، د دې لپاره چې تاسو وازمايي په هغه څه كې چې تاسو ته يې دركړي دي، بېشكه ستا رب ډېر ژر سزا وركوونكى دى او بېشكه هغه خامخا ښه بخښونكى، بې حده مهربان دى
Icon