ترجمة سورة التحريم

الترجمة البشتوية
ترجمة معاني سورة التحريم باللغة البشتوية من كتاب الترجمة البشتوية .
من تأليف: زكريا عبدالسلام .

66-1 اى نبي! ته ولې هغه شى حراموې (بندوې) چې الله تا ته حلال كړى دى؟ ته د خپلو ښځو خوشحالول (او راضی كول) غواړې او الله ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى
66-2 یقینًا الله تاسو لپاره ستاسو د قسمونو حلالوالى مقرر كړى دى او الله ستا مددګار دى، او هم دى ښه پوه، ښه حكمت والا دى
66-3 او (یاد كړه) هغه وخت چې نبي په خپلو ښځو كې كومې ته په راز كې یوه خبره وویله، نو كله چې هغې په دې سره (بلې ته) خبر وركړ او الله ده ته دغه (خبره) ښكاره كړه (نو) ده ځینې خبره وښودله او له ځینې نه يې اعراض وكړ، نو كله چې ده هغه (ښځه) په دې خبره كړه (نو) هغې وویل: ته په دې باندې چا خبر كړې؟ ده وویل: ما ته ډېر پوه (او) ښه خبردار ذات خبر راكړ
66-4 كه چېرې تاسو دواړه الله ته توبه وباسئ، نو یقینًا ستاسو د دواړو زړونه مايله شوي دي او كه د ده (نبي) په خلاف تاسو یوه له بلې سره مدد وكړئ، نو بېشكه چې الله، همغه د ده مددګار دى او جبریل او صالح مومنان او ملايك له دې نه پس مددګاران دي
66-5 كه دى تاسو ته طلاق دركړي (، نو) امېد دى چې د ده رب به ده ته په بدل كې له تاسو نه ډېرې غوره ښځې وركړي، چې مسلمانانې، مومنانې، اطاعت ګزارې، توبه اېستونكې، عبادت كوونكې، روژه نیوونكې، (هجرت كوونكې) څښتن لیدلې او پېغلې به وي
66-6 اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو خپل ځانونه او خپل اهل له داسې اور نه بچ وساتئ چې د هغه خشاك خلق او كاڼي دي، په ده باندې ډېر سخت خویه، قوتناك ملايك مقرر دي، چې دوى په هغه څه كې د الله نافرمانۍ نه كوي چې دوى ته يې حكم كړى وي او دوى هغه څه كوي چې دوى ته يې حكم كولى شي
66-7 اى هغو كسانو چې كافران شوي دي! تاسو نن ورځ عذرونه مه وړاندې كوئ، بېشكه همدا خبره ده چې تاسو ته به د هغه څه بدله دركولى شي چې تاسو به كول
66-8 اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو الله ته توبه وباسئ خالصه رښتینې توبه، امېد دى چې ستاسو رب به له تاسو نه ستاسو ګناهونه ورژوي او تاسو به داسې جنتونو ته داخل كړي چې د هغو له لاندې ولې بهېږي، په هغه ورځ كې چې الله به نبي او هغه كسان چې له ده سره يې ایمان راوړى دى رسوا نه كړي، د دوى رڼا به د دوى په وړاندې او د دوى په ښي اړخ منډې وهي، دوى به وايي: اى زمونږه ربه! ته مونږ ته زمونږ رڼا پوره كړه او مونږ وبخښه، بېشكه ته په هر شي باندې ښه قادر يې
66-9 اى نبي! ته له كافرانو او منافقانو سره جهاد كوه او په دوى باندې سختي كوه او د دوى استوګنه جهنم دى او هغه د ورتلو بد ځاى دى
66-10 الله د هغو كسانو لپاره مثال بیانوي چې كافران شوي دي: د نوح ښځه او د لوط ښځه، دا دواړه زمونږ په بنده ګانو كې ددوه نېكو بنده ګانو لاندې وې، نو دغو دواړو (ښځو) له هغو سره خیانت وكړ، نو هغوى د الله په مقابله كې د دوى هېڅ په كار رانغلل او دغو دواړو (ښځو) ته وویل شول چې تاسو اور ته له ننوتونكو سره ننوځئ
66-11 او الله د ایمان راوړونكو لپاره یو بل مثال بیانوي: د فرعون ښځه ده، كله چې هغې وویل: اى زما ربه! ته ما ته زما لپاره خپلې خوا كې په جنت كې یو كور جوړ كړه او ته ما له فرعون او د هغه له عمل نه خلاصه كړه او ته ما ته له ظالم قوم نه نجات راكړه
66-12 او د عمران لور مریم ده، هغه چې د خپل شرم ځاى حفاظت يې كړى و، پس مونږ له خپل روح نه په ده كې پوكى وواهه او دې د خپل رب د كلمو (خبرو) او د هغه د كتابونو تصدیق كړى و او دا له حكم منونكو ځنې وه
Icon