ترجمة سورة الشرح

الترجمة البشتوية
ترجمة معاني سورة الشرح باللغة البشتوية من كتاب الترجمة البشتوية .
من تأليف: زكريا عبدالسلام .

94-1 ایا مونږ تا لره ستا سینه نه ده فراخه كړې
94-2 او له تا نه مو ستا دروند بار كوز كړى
94-3 هغه (بار) چې ستا شا يې كږه (او) درنه كړې وه
94-4 او تا لپاره مو ستا ذكر اوچت كړ
94-5 نو بېشكه له سختۍ سره اساني شته
94-6 بېشكه له سختۍ سره اساني شته
94-7 نو كله چې ته فارغ شې، نو (په عبادت كې،) ځان ستړى كوه
94-8 او خاص خپل رب ته رغبت (او زاري) كوه
Icon