ترجمة معاني سورة الزلزلة باللغة البشتوية من كتاب الترجمة البشتوية

زكريا عبد السلام

الترجمة البشتوية

زكريا عبد السلام

آية رقم 1
99-1 كله چې ځمكه وخوزلى شي په خپلو سختو خوزولو سره
آية رقم 2
99-2 او ځمكه خپل درانه بارونه بهر ته راوباسي
آية رقم 3
99-3 او انسان به ووايي چې په دې څه شوي دي
آية رقم 4
99-4 په دغې ورځې كې به دا ځمكه خپلې خبرې (حالات) بیانوي
آية رقم 5
99-5 په دې سبب چې ستا رب به دې ته وحي وكړي
آية رقم 6
99-6 په دغې ورځ كې به خلق بېرته راګرځي، په داسې حال كې چې بېل بېل (او مختلف) به وي، د دې لپاره چې دوى ته خپل عملونه وښودل شي
آية رقم 7
99-7 نو هغه څوك چې د یوې ذرې په اندازه نېك عمل وكړي (، نو) دى به هغه وویني
آية رقم 8
99-8 او هغه څوك چې د یوې ذرې په اندازه د شر (او بدۍ) عمل كوي (، نو) دى به هغه وویني
تقدم القراءة