ترجمة سورة الإنفطار

الترجمة البشتوية
ترجمة معاني سورة الإنفطار باللغة البشتوية من كتاب الترجمة البشتوية .
من تأليف: زكريا عبدالسلام .

82-1 كله چې اسمان وچوي
82-2 او كله چې ستوري ګډوډ شي (او) راولوېږي
82-3 او كله چې دریابونه یو ځاى روان كړى شي
82-4 او كله چې قبرونه لاندې باندې كړى شي
82-5 هر نفس به په هغه څه پوه شي چې ده وړاندې لېږلي دي او وروسته يې پرېښې دي
82-6 اى (كافره) انسانه! ته په خپل كریم (او سخي) رب باندې څه شي دوكه كړى يې
82-7 هغه چې ته يې پیدا كړې، نو ته يې ښه برابر كړې
82-8 په هر صورت (شكل) كې چې هغه غوښتل، ته يې پیوند (او جوړ) كړې
82-9 داسې بېخي نه ده، بلكې تاسو د بدلې ورځ (قیامت) دروغ ګڼئ
82-10 په داسې حال كې چې پر تاسو باندې ساتونكي (ملايك) مقرر دي
82-11 چې عزتمن لیكونكي دي
82-12 دوى په هغه څه پوهېږي چې تاسو يې كوئ
82-13 بېشكه نېكان (مومنان) به خامخا په نعمتونو كې وي
82-14 او بېشكه چې بدكاران (كافران) به خامخا په جهنم كې وي
82-15 دوى به ده ته د بدلې په ورځ ننوځي
82-16 او دوى به له دغه (دوزخ) نه له سره پټېدونكي نه وي
82-17 او ته څه شي پوه كړې چې د بدلې ورځ (قیامت) څه شى دى؟
82-18 بیا ته څه شي پوه كړې چې د بدلې ورځ څه شى دى
82-19 (یاده كړه) هغه ورځ چې هېڅ یو نفس به د بل نفس لپاره د هېڅ شي اختیار ونه لري او په دغې ورځ كې به امر (حكم) خاص الله لره وي
Icon