ترجمة سورة الهمزة

الترجمة البشتوية
ترجمة معاني سورة الهمزة باللغة البشتوية من كتاب الترجمة البشتوية .
من تأليف: زكريا عبدالسلام .

104-1 هلاكت دى د هر ډېر غیبت كوونكي، ډېر عیبت لګوونكي لپاره
104-2 هغه چې مال يې جمع كړى دى او دغه يې بیا بیا شمېرلى (او ذخیره كړى) دى
104-3 دى خیال كوي چې بېشكه د ده مال به دى تل ژوندى وساتي؟
104-4 داسې هیڅكله نشي كېدى، دى به خامخا ضرور په حطمه (ماتوونكي او سوځوونكي دوزخ) كې وغورځول شي
104-5 او ته څه شي پوه كړې چې حطمه څه شى دى؟
104-6 د الله هغه بل كړى شوى اور دى
104-7 هغه چې په زړونو راخېژي (او غالب كېږي)
104-8 بېشكه دغه (اور) به په دوى باندې (له هره جانبه) رابند كړى شوى وي
104-9 په اوږدو (راښكلى شویو) ستنو كې
Icon