ترجمة سورة الإنسان

الترجمة البشتوية
ترجمة معاني سورة الإنسان باللغة البشتوية من كتاب الترجمة البشتوية .
من تأليف: زكريا عبدالسلام .

76-1 یقینًا په انسان باندې داسې وخت هم راغلى دى چې دى څه داسې د يادولو (وړ) شى نه و
76-2 بېشكه مونږ انسان له ګډې وډې شوې نطفې نه پیدا كړى دى، چې مونږ به دى ازمایو، نو دى مونږ اورېدونكى (او) لیدونكى وګرځاوه
76-3 بېشكه مونږ ده ته د نېغې لارې ښوونه كړې ده، یا به دى شكر كوونكى وي او یا به ډېر ناشكره وي
76-4 بېشكه مونږ د كافرانو لپاره ځنځیرونه او طوقونه (زلونې) او لمبې وهونكى اور تیار كړى دى
76-5 بېشكه نېكان خلق به د شرابو له داسې جامونو نه څښاك كوي چې د هغو ګډونى (امېزش) به كافور وي
76-6 چې چینه ده، د الله بنده ګان به له هغې نه څښي، دوى به هغه بهوي (چېرته چې وغواړي) ښه بهول
76-7 دوى نذرونه پوره كوي او له هغې ورځې نه وېرېږي چې د هغې شر ښه ښكاره دى
76-8 او دوى د هغه (الله) په مینه كې مسكین او یتیم او بندي ته طعام وركوي
76-9 (دوى وايي:) بېشكه همدا خبره ده چې مونږ تاسو ته د الله له مخه طعام دركوو، مونږ له تاسو نه څه بدله او شكر نه غواړو
76-10 بېشكه مونږ له خپل رب نه د تریو مخې ډېرې سختې ورځې (له عذاب) نه وېرېږو
76-11 نو الله به دوى د دغې ورځې له شر نه بچ وساتي او دوى ته به تازګي او خوشالي ورسوي
76-12 او دوى ته به د خپل صبر په سبب جنت او ورېښم په بدل كې وركړي
76-13 په داسې حال كې چې په تختونو باندې به تكیه وهونكي وي، دوى به په هغه (جنت) كې نه لمر ویني او نه ساړه (یخني)
76-14 په داسې حال كې چې په دوى باندې به د دغه (جنت د ونو) سیورى نژدې وي او د هغه د مېوو شوكول به مُسخَّر (راټیټ) كړى شوي وي، مُسخركېدل
76-15 او په دوى باندې به لوښي د سپينو زرو او ګلاسونه ګرځولى شي چې د شیشو به وي
76-16 د سپینو زرو شیشې چې دوى به دغه (لوښي) اندازه كړي وي، اندازه كول
76-17 او په دغه (جنت) كې به په دوى د شرابو داسې جامونه ورڅښول كېږي چې ګډونى به يې زنجبیل وي
76-18 چې چینه ده په دغه (جنت) كې چې نوم يې سلسبیل ایښودل شوى دى
76-19 او په دوى باندې به (د خدمت لپاره) همېشني هلكان ګرځي، كله چې ته دوى ووینې (نو) ته به دوى خورې كړى شوې ملغلرې ګڼې
76-20 او كله چې ته وګورې (نو) په دغه ځاى كې به نعمتونه او ډېره لویه بادشاهي ووینې
76-21 د دوى په تن باندې به د نري ورېښمو جامې وي چې شنې به وي او د پېړو ورېښمو (جامې به هم وي) او دوى ته به د سپینو زرو باهوګان واچولى شي او خپل رب به په دوى ډېر پاكيزه شراب وڅښي
76-22 بېشكه دا (نعمت) تاسو لپاره بدله ده. او ستاسو سعي (كوشش) قبول كړى شوى دى
76-23 بېشكه همدا مونږ پر تاسو باندې قرآن نازل كړى دى، ښه نازلول
76-24 نو ته د خپل رب حكم ته صبر كوه او په دوى كې د هېڅ ګناهګار او سخت ناشكره خبره مه منه
76-25 او په سبا او بېګاه كې ته د خپل رب نوم یادوه
76-26 او د شپې په څه حصه كې، نو ته هغه ته سجده كوه او د هغه تسبیح وایه په اوږده شپه كې
76-27 بېشكه دغه خلق تادي كوونكې (زر تېرېدونكي دنیا) خوښوي او له خپل ځان وروسته درنه ورځ پرېږدي
76-28 مونږ دوى پیدا كړي دي او مونږ د دوى بندونه مضبوط كړي دي او كله چې مونږ وغواړو د دوى مثالونه به په بدل كې راولو، په بدل كې راوستل
76-29 بېشكه دا (قرآن) نصیحت دى، نو هغه څوك چې غواړي چې خپل رب طرف ته لار ونیسي (نو ودې نیسي)
76-30 او تاسو اراده نشئ كولى مګر دا چې الله وغواړي، بېشكه الله ښه عالم، ښه حكمت والا دى
76-31 چا ته چې وغواړي په خپل رحمت كې يې داخلوي او ظالمان (كافران) چې دي هغهٔ، د دوى لپاره ډېر دردوونكى عذاب تیار كړى دى
Icon