ترجمة سورة النّمل

الترجمة البشتوية
ترجمة معاني سورة النّمل باللغة البشتوية من كتاب الترجمة البشتوية .
من تأليف: زكريا عبدالسلام .

27-1 طا، سين، دا د قرآن او څرګند (ښكاره بیانوونكي) كتاب ایتونه دي
27-2 هدایت او زېرى دى، د مومنانو لپاره
27-3 هغه چې لمونځ قايموي او زكات وركوي او هم دوى په اخرت یقین كوي
27-4 بېشكه هغه كسان چې په اخرت ایمان نه راوړي، دوى ته مونږ د دوى عملونه ښايسته كړي دي، نو دوى سرګردانه دي
27-5 دغه كسان دي چې د دوى لپاره بد عذاب دى، او دوى به په اخرت كې هم دوى تر ټولو تاوانیان وي
27-6 او بېشكه ته (چې يې) خامخا تا ته د ډېر حكمت والا، ښه علم والا (الله) له جانبه قرآن ښوولى (او عطا كولى) شي
27-7 (یاد كړه) هغه وخت چې موسٰى خپلې ښځې ته وویل: بېشكه ما اور ولیده، زه به تاسو ته له دغه (ځاى) نه څه خبر راوړم، یا به تاسو ته بله كړى شوې لمبه راوړم، د دې لپاره چې تاسو تاوده شئ
27-8 نو كله چې دى هغه (اور) ته راغى، اواز وكړى شو، داسې چې بركتي كړى شوى دى هغه چې په اور كې دى او هغه چې د ده (اور) چاپېره دى او پاكي ده الله ته چې رب العلمین دى
27-9 اى موسٰى! بېشكه شان دا دى چې هم زه الله یم، ښه غالب، ښه حكمت والا
27-10 او ته خپله امسا وغورځوه، نو كله چې هغه دا ولیدله چې خوځېږي، ګویا كې دغه (همسا) نرى سپین تېز مار دى، نو وتېښتېده چې شاكوونكى و او بېرته راونه ګرځېده، اى موسٰى، مه وېرېږه، بېشكه زه چې یم، له ما سره رسولان نه وېرېږي
27-11 خو هغه څوك چې ظلم يې كړى وي، بیا له بدۍ نه پس نېكي په بدل كې راوړي، نو بېشكه زه ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى یم
27-12 او ته خپل لاس په خپل ګرېوان كې ننباسه، (نو) له بيمارۍ (او عیب) نه بغیر به تك سپین راووځي، (دا حساب دي) په نهو معجزو كې (چې ته ورسره لېږل شوى يې) فرعون او د هغه قوم ته، بېشكه دوى یو فاسق (نافرمانه) قوم دى
27-13 نو كله چې دوى ته زمونږ نښې (معجزې) راغلې، چې روښانه وې، (نو) دوى وویل: دا ښكاره جادو دى
27-14 او دوى له دغو (معجزو) نه انكار وكړ، د ظلم او سركشۍ په وجه، حال دا چې د دوى نفسونو په دغو یقین كړى و، نو ته وګوره د فساد كوونكو انجام څنګه و؟
27-15 او یقینًا یقینًا مونږ داود او سلیمان ته (خاص) علم وركړى و او هغو دواړو وویل: ټوله ستاينه خاص د هغه الله لپاره ده چې مونږ ته يې په خپلو مومنو بنده ګانو كې په ډېرو زياتو باندې فضيلت راكړى دى
27-16 او سلیمان د داود (په علم، نبوت او سلطنت كې) وارث شو او هغه وویل: اى خلقو! مونږ ته د الوتونكو (مرغانو) خبرې ښوول شوې دي او مونږ ته له هر څیز نه راكړه شوې ده، بېشكه دا، خامخا هم دغه ښكاره فضل دى
27-17 او د سلیمان لپاره د هغه لښكرې راجمع كړى شوې، چې له پېریانو او انسانانو او مرغانو څخه وې، بیا به د دوى (په ترتیب سره) ډلې جوړولى شوې
27-18 تر هغه پورې چې كله دوى د مېږانو په دره راغلل، (نو) یوې مېږۍ وویل: اى مېږانو تاسو خپلو استوګنو ته ننوځئ، چې تاسو سلیمان او د هغه لښكرې مات او چیت پیت نه كړي، په داسې حال كې چې دوى به نه پوهېږي
27-19 نو دى د دې په خبره (اول) مسكى شو، چې خندا كوونكى و (ورپسې د خوشحالۍ په وجه) ويې ويل: اى زما ربه! ته ما ته الهام او توفیق راكړه چې زه ستا د هغو نعمتونو شكر وباسم چې تا په ما او زما په مور و پلار انعام (او پېرزو) كړي دي او دا چې زه داسې نېك عمل وكړم چې ته يې خوښوې، او ته ما په خپل رحمت سره په خپلو نېكو بنده ګانو كې داخل كړه
27-20 او د مرغانو لټونه يې وكړه، نو ويې ويل: ما له څه دي چې زه هدهد (ملاچرګك) نه وینم، بلكې كه هغه له غايب شویو ځنې دى؟
27-21 خامخا هرومرو به زه ده ته سزا وركړم، ډېره سخته سزا، یا به خامخا ضرور دى حلال كړم، یا به ضرور هرومرو ما ته ښكاره دلیل راوړي
27-22 نو هغه (هدهد) ایسار شو، خو ډېر نه، (او ژر راغى) نو ويې ويل: ما هغه خبره (په علم كې) ګېره كړې ده چې تا هغه ګېره كړې نه ده او زه تا ته له سبا (ښار) نه په یقیني خبر سره راغلى یم
27-23 بېشكه ما یوه داسې ښځه وموندله چې په دغو (د سبا ښار په اوسېدونكو) بادشاهي كوي او هغې ته له هر څیز څخه وركړه شوې ده او د هغې یو ډېر لوى تخت دى
27-24 ما هغه او د هغې قوم ومونده چې له الله نه غیر لمر ته سجده كوي او دوى ته شیطان خپل عملونه ښايسته كړي دي، نو دوى يې له (حقې) لارې نه منع كړي دي، نو دوى هدایت نه مومي
27-25 چې دوى الله ته سجده ونه كړي، هغه چې په اسمانونو او ځمكه كې پټ څیزونه راوباسي او پوهېږي په هغه څه چې تاسو يې پټوئ او په هغه څه چې تاسو يې څرګندوئ
27-26 الله چې دى، نشته هېڅ لايق د عبادت مګر هم دى دى، د ډېر ستر عرش رب دى
27-27 (سلیمان) وویل: ضرور به مونږ ګورو چې ایا تا رښتیا ویلي دي، یا ته له دروغ ویونكو ځنې وې؟
27-28 ته زما دا لیك یوسه، نو ته دا دوى ته وروغورځوه، بیا ته له دوى نه مخ وګرځوه، نو وګوره چې دوى څه واپس كوي؟
27-29 هغې وویل: اى سردارانو! بېشكه زه چې یم، ما ته یو ډېر عزتناك لیك راغورځول شوى دى
27-30 بېشكه دا د سلیمان له جانبه (راغلى) دى او بېشكه هغه (داسې) دى: د الله په نامه سره (شروع كوم) چې ډېر زیات مهربان، بې حده رحم كوونكى دى
27-31 دا چې تاسو زما په خلاف سركشي مه كوئ او تاسو ما ته راشئ مسلمانان (غاړه ایښودونكي)
27-32 هغې وویل: اى سردارانو! تاسو ما ته زما په (دغه) كار كې مشوره راكړئ، زه د كوم كار فیصله كوونكې نه یم تر هغه پورې چې تاسو ما ته حاضر شئ
27-33 هغوى وویل: مونږه د قوت والا او د ډېر سخت جنګ والا یو، او (نور) اختیار تا ته دى، نو ته وګوره چې ته څه حكم كوې؟
27-34 هغې وویل: بېشكه بادشاهان (د هغوى لښكرې) چایان چې دي، كله چې دوى كوم كلي (ښار) ته داخل شي (نو) هغه خرابوي، او د هغه عزتمن اوسېدونكي ذلیله ګرځوي او دوى به هم همداسې كوي
27-35 او بېشكه زه دوى ته یوه ډالۍ لېږونكې یم، نو كتونكې یم چې په څه خبرې سره لېږل شوي استازي بېرته راځي
27-36 نو كله چې هغه (استازى) سلیمان ته راغى، (نو سلیمان ورته) وویل: ایا تاسو په مال سره زما مدد كوئ، نو هغه چې ما ته الله راكړى دى (هغه) ډېر غوره دى له هغه نه چې تاسو ته يې دركړى دى، بلكې تاسو په خپلې ډالۍ سره خوشالېږئ
27-37 ته هغوى ته بېرته لاړ شه، نو مونږ به خامخا هرومرو په دوى پسې داسې لښكرې بوځو، چې په دوى كې به له هغو سره د مقابلې هېڅ طاقت نه وي او مونږ به خامخا هرومرو دوى له هغه (ښاره) وباسو، په دې حال چې چې ذلیل به وي، خوار او سپك به وي
27-38 (سلیمان) وویل: اى (د دربار) مخورو! په تاسو كې به څوك ما ته د هغې تخت راوړي، مخكې له دې چې دوى ما ته راشي مسلمانان (غاړه اېښودونكي)؟
27-39 په پېریانو كې ډېر سخت زورور وویل: زه به هغه تا ته راوړم مخكې له دې چې ته له خپل ځاى نه پاڅېږي، او بېشكه زه په دغه (تخت) باندې خامخا قوي (او) امانتګر یم
27-40 وویل هغه كس چې له هغه سره د كتاب علم و: زه به هغه تا ته راوړم مخكې له دې چې تا ته خپل نظر بیا راګرځي، نو كله چې يې هغه خپلې مخې ته برقرار (حاضر) ولید، ويې ويل: دا زما د رب له فضله ځنې دى، د دې لپاره چې هغه ما وازمايي چې زه شكر وباسم، یا ناشكري كوم او څوك چې شكر وباسي، نو هغه يواځې د ځان لپاره شكر وباسي او څوك چې ناشكري كوي، نو بېشكه زما رب ډېر بې پروا، ډېر كرم كوونكى دى
27-41 ويې ويل: هغې ته خپل تخت نا اشنا كړئ چې وګورو ایا پېژني يې، یا كېږي له هغو كسانو نه چې نه يې پېژني
27-42 نو كله چې هغه راغله، (ورته) وویل شول: ایا ستا تخت همداسې دى؟ هغې وویل: ګویا كې دا همغه دى او مونږ ته له دې (معجزې) نه مخكې (د توحید او نبوت) علم راكړى شوى و او مونږ غاړه ايښودونكي (مسلمانان) وو
27-43 او دا (د الله له عبادت نه) منع كړې وه هغه څیز چې دې يې له الله نه غیر عبادت كاوه، یقینًا هغه له كافر قوم ځنې وه
27-44 هغې ته وویل شول: ته دې صحن ته ننوځه، نو كله چې يې هغه ولیده، نو په هغه يې د ژورو اوبو ګمان وكړ او له خپلو دواړو پنډیو نه يې كپړه پورته كړه هغه (سلیمان) وویل: بېشكه دا هوار ښویه صحن دى چې له شیشو نه (جوړ) دى، هغې وویل: بېشكه ما (مخكى) په خپل ځان ظلم كړى دى او ما له سلیمان سره خاص د الله رب العلمین لپاره اسلام راوړى دى
27-45 او یقینًا یقینًا مونږ ثمودیانو ته د هغوى ورور صالح لېږلى و، په دې سره چې تاسو د الله عبادت كوئ، نو ناڅاپه هغوى داسې دوه ډلې وې چې په خپل مینځ كې جنګېدلې
27-46 هغه وویل: اى زما قومه! ولې تاسو په بدۍ (عذاب) سره تادي كوئ، مخكې له نېكۍ (توبې) نه، ولې تاسو له الله نه مغفرت نه غواړئ ؟ د دې لپاره چې په تاسو رحم وكړى شي
27-47 هغوى وویل: مونږ په تا او په هغه چا چې له تاسره دي؛ بدفالي نیولې ده، هغه وویل: ستاسو بدفالي د الله په نېز ده، بلكې تاسو داسې قوم یئ چې ازمایل كېږئ
27-48 او په ښار كې نهه (غټ شریر) سړي وو، چې په ځمكه كې به يې فساد كاوه او اصلاح به يې نه كوله
27-49 هغوى وویل: تاسو په الله قسم وخورئ چې خامخا هرومرو به په ده او د ده په ټبر د شپې حمله كوو، بیا به مونږ د ده ولي (وارث) ته خامخا ضرور (داسې) ووایو چې مونږ د ده هلاكت ته حاضر شوي نه یو او بېشكه مونږ یقینًا رښتیني یو
27-50 او دوى مكر وكړ، خاص مكر كول او مونږ هم تدبیر وكړ خاص تدبیر كول، په دې حال كې چې دوى نه پوهېدل
27-51 نو ته وګوره چې د دوى د مكر انجام څنګه و چې بېشكه مونږه دوى او د دوى قوم ټول هلاك كړل
27-52 نو دغه د دوى كورونه دي، چې وران شوي پراته دي، په سبب د دې چې ظلم (شرك) يې كاوه، بېشكه په دې كې خامخا لویه نښه ده د هغه قوم لپاره چې پوهېږي
27-53 او مونږ نجات وركړ هغو كسانو ته چې ایمان يې راوړى و او پرهېزګاري يې كوله
27-54 او (یاد كړه) لوط كله چې ده خپل قوم ته وویل: ایا تاسو فاحشه (د لواطت قبیح كار) كوئ، حال دا چې تاسو وینئ
27-55 ایا بېشكه تاسو خامخا د خپل شهوت لپاره له خپلو ښځو نه غیر له سړیو سره بدكاري كوئ! بلكې تاسو داسې قوم یئ چې جهالت كوئ
27-56 نو د ده د قوم جواب نه و غیر له دې نه چې دوى وویل: تاسو د لوط خېلخانه له خپل كلي نه وباسئ، بېشكه دوى داسې خلق دى چې ځانونه ډېر پاك ساتي
27-57 نو مونږ نجات وركړ ده ته، او د ده كورنۍ ته د ده له ښځې نه غیر، مونږ هغه په باقي پاتې كېدونكو كې مقرر كړې وه
27-58 او مونږ په دوى باندې (د كاڼو) باران ووراوه، نو د وېرول شویو باران بد و
27-59 ته ووایه: ټوله ستاينه خاص د الله لپاره ده، او سلام دې وي د هغه په هغو بنده ګانو باندې چې غوره كړي يې دي، ایا الله غوره دى، یا كه هغه چې دوى يې (له الله سره) شریكوي
27-60 بلكې هغه ذات (بهتر دى) چې اسمانونه او ځمكه يې پیدا كړي دي او تاسو لپاره يې له بره نه اوبه نازلې كړې دي، نو هم مونږ په هغو سره د رونق (او ښايست) والا باغونه زرغون كړل، تاسو لپاره دا طاقت نشته چې تاسو د هغو (باغونو) ونې زرغونې كړئ، ایا له الله سره بل معبود شته؟ بلكې دوى یو داسې قوم دى چې (له الله سره د نورو) برابري كوي
27-61 بلكې هغه ذات (غوره دى) چې ځمكه يې د قرار (او ارام) ځاى جوړه كړې ده او د هغې په مینځ كې يې نهرونه جوړ كړي دي او د دې لپاره يې پاخه لوړ غرونه پیدا كړي دي، او د دوو سمندرونو په مینځ كې يې پرده پیدا كړې ده، ایا له الله سره بل معبود شته؟ بلكې د دوى اكثره نه پوهېږي
27-62 بلكې هغه ذات (غوره دى) چې د مجبور ( او عاجز) سوال قبلوي، كله چې دغه (الله) وبلي او هغه تكلیف (او سختي) لرې كوي او تاسو د ځمكې خلیفه ګان جوړوي، ایا له الله سره بل معبود شته؟ تاسو ډېر لږ شانته نصیحت قبلوئ
27-63 بلكې هغه ذات (غوره دى) چې تاسو ته د وچې او سمندر په تیارو كې لاره ښیي او هغه ذات چې له خپل رحمت نه مخكې هواګانې لېږي، چې زېرى وركوونكې وي، ایا له الله سره بل معبود شته؟ الله ډېر اوچت دى له هغو شیانو نه چې دوى يې (له الله سره) شریكوي
27-64 بلكې هغه ذات چې اول ځلې مخلوق پیدا كوي، بیا به دغه (مخلوق) بېرته ژوندي كوي او هغه ذات چې تاسو ته له اسمان او ځمكې نه روزي دركوي، ایا له الله سره بل معبود شته ؟ ته (دوى ته) ووایه: تاسو خپل دلیل راوړئ، كه تاسو رښتیني یئ
27-65 ته (دوى ته) ووایه: هر هغه څوك چې په اسمانونو او ځمكه كې دي په غیبو نه پوهېږي غیر له الله نه او دوى نه پوهېږي چې كله به دوى بیا ژوندي كولى شي
27-66 بلكې د اخرت په باره كې د دوى علم بېخي ختم شوى دى، بلكې دوى د دغه (قیامت) په باره كې په شك كې دي، بلكې دوى له دغه (قیامت) نه ړانده دي
27-67 او كافران شویو كسانو وویل: ایا كله چې مونږه او زمونږ پلرونه خاورې شو، ایا په رښتیا به مونږ خامخا (ژوندي) راوښكلى شو؟
27-68 یقینًا یقینًا له دې نه مخكې هم دا وعده مونږ ته او زمونږ پلرونه ته راكړى شوې ده، نه دي دغه (خبرې) مګر د ړومبنو خلقو باطلې قصې
27-69 ته (دوى ته) ووایه: تاسو په ځمكه كې وګرځئ، بیا وګورئ چې د مجرمانو (كافرانو) انجام څنګه و؟
27-70 او ته په دوى غم مه كوه او په تنګۍ كې مه كېږه، د هغو مكرونو (فریبونو) په سبب چې دوى يې كوي
27-71 او دوى وايي: دا (د عذاب د نازلېدو) وعده به كله وي، كه تاسو رښتیني یئ
27-72 ته (دوى ته) ووایه چې امېد دى چې په تاسو پسې به پیوست شي ځینې له هغه (عذاب) نه چې تاسو يې په جلتۍ غواړئ
27-73 او بېشكه ستا رب په خلقو باندې خامخا د فضل كولو والا دى او لېكن د دوى اكثره شكر نه وباسي
27-74 او بېشكه ستا رب خامخا پوهېږي په هغه څه چې د دوى سینې يې پټوي او څه چې دوى (خلق) ظاهروي
27-75 او په اسمان او ځمكه كې هېڅ پټ پناه شى نشته مګر په واضح كتاب كې (لیك) دي
27-76 بېشكه دا قرآن بني اسرائیلو ته د هغو خبرو زیاتره حصه بیانوي چې دوى په هغو كې اختلاف كوي
27-77 او بېشكه دا (قرآن) یقینًا هدایت او رحمت دى، لپاره د مومنانو
27-78 بېشكه ستا رب به د دوى په مینځ كې په خپل انصاف سره فیصله كوي، او همغه ډېر غالب، ښه علم والا دى
27-79 نو ته خاص په الله باندې توكل وكړه، بېشكه ته په ښكاره حق باندې يې
27-80 بېشكه ته مړو ته نشې اورولى او ته كڼو ته (هم) اواز نشې رسولى، كله چې دوى مخ واړوي، په دې حال كې چې شا كوونكي وي
27-81 او ته ړندو ته د هغوى له ګمراهۍ نه هدایت كوونكى نه يې، ته نشې اورولى مګر هغه چا ته چې زمونږ په ایتونو ايمان راوړي، نو هم دوى مسلمانان دي
27-82 او كله چې په دوى (د عذاب) خبره ثابته شي (او قیامت رانژدې شي، نو) مونږ به دوى ته له ځمكې نه يوه دابّه (ژوندى خوځنده) راوباسو، چې له دوى سره به خبرې كوي، چې بېشكه خلقو به زمونږ په ایتونو یقین نه كاوه
27-83 او (یاده كړه) هغه ورځ چې مونږ به له هر امت نه (د مشرانو) یوه ډله راجمع كړو، له هغو نه چې زمونږ د ایتونو تكذیب كوي، نو دوى به منع كولى(یوځاى كولى) شي
27-84 تر دې چې كله دوى (محشر ته) راشي، وبه وايي (الله): ایا تاسو زما د ایتونو تكذیب كړى و، حال دا چې د علم په لحاظ سره تاسو د هغو احاطه نه وه كړې، ایا څه دي هغه چې تاسو عمل كاوه؟
27-85 او په دوى باندې به (د عذاب) خبره ثابته شي، په سبب د هغه ظلم چې دوى كړى و، نو دوى به خبرې نشي كولى
27-86 ایا دوى نه دي كتلي چې بېشكه مونږ شپه پیدا كړې ده، د دې لپاره چې دوى په دې كې سكون (او ارام) وكړي او ورځ مو روښانه (ګرځولې ده) بېشكه په دغو كې خامخا ډېر دلیلونه (نښې) دی د هغه قوم لپاره چې ایمان راوړي
27-87 او (یاده كړه) هغه ورځ چې په شپېلۍ كې به پوكى وكړى شي، نو سخت به ووېرېږي هغه څوك چې په اسمانونو كې دي او هغه څوك چې په ځمكه كې دي غیر له هغه چا نه چې الله يې وغواړي او دوى ټول به دغه (الله) ته عاجزه (او ذلیله) راشي
27-88 او ته به غرونه وینې، ته به په دوى د كلكو ولاړو ګمان كوې، حال دا چې دوى به د ورېځې د تېرېدلو په شان تېرېږي، (وګورئ) كاریګري د الله هغه چې هر شى يې محكم كړى دى، بېشكه هغه ښه خبردار دى په هغو كارونو چې تاسو يې كوئ
27-89 هغه څوك چې یوه نېكي (د توحید كلمه) راوړي، نو د هغه لپاره له هغې نه غوره (بدله) ده او دوى به د دغې ورځې د سختې وېرې نه په امان (امن والا) وي
27-90 او څوك چې یوه بدي (شرك) راوړي، نو د دوى مخونه به په اور كې نسكور وغورځولى شي، (او ورته ویلى به شي) تاسو ته جزا نه دركولى كېږي مګر (جزا د) هغو عملونو چې تاسو به كول
27-91 بېشكه ما ته حكم شوى دى چې يواځې د دې ښار د رب عبادت وكړم، هغه (الله) چې ده ته يې حرمت (عزت) وركړى دى او هر شى خاص د هغه لپاره دى او ما ته حكم راكړى شوى دى چې زه له مسلمانانو څخه شم
27-92 او داچې د قرآن تلاوت وكړم، نو څوك چې په نېغه لار روان شو، نو بېشكه هغه يواځې د خپل ځان د فايدې لپاره په نېغه لار ځي او څوك چې ګمراه شو، نو ته ووایه: زه خو يواځې له وېروونكو څخه یم
27-93 او ته ووایه: ټول د كمال صفتونه خاص د الله لپاره دي، هغه به عنقریب په تاسو خپل دلیلونه (نښې) وویني، نو تاسو به هغه وپېژنئ او ستا رب له سره غافل نه دى له هغو كارونو نه چې تاسو يې كوئ
Icon