ترجمة سورة الفرقان

الترجمة البشتوية
ترجمة معاني سورة الفرقان باللغة البشتوية من كتاب الترجمة البشتوية .
من تأليف: زكريا عبدالسلام .

25-1 ډېر بركتناك دى هغه ذات چې په خپل بنده يې فرقان (قرآن) نازل كړى دى، د دې لپاره چې دى د خلقو لپاره وېروونكى شي
25-2 هغه ذات چې خاص د هغه لپاره د اسمانونو او ځمكې بادشاهي ده او هېڅ اولاد يې نه دى نیولى او د ده لپاره په بادشاهۍ كې هېڅ شریك نشته، او هر شى يې پیدا كړى دى، نو هغه يې په اندازه كړى دى، اندازه كول
25-3 او دوى (كفارو) له هغه نه غیر نور داسې معبودان نیولي دي چې هېڅ شى نشي پیدا كولى، په داسې حال كې چې دوى پیدا كاوه شي او دوى د خپلو ځانونو لپاره نه د ضرر مالكان دي او نه د نفعې او نه د مرګ اختیار لري او نه د ژوند او نه د بیا ژوندي كولو
25-4 او كافران شویو خلقو وویل: نه دى دا مګر دروغ چې ده، له ځانه جوړ كړى دى او په ده باندې نورو خلقو د ده مرسته كړې ده، نو یقینًا دغو (كفارو) وكړ لوى ظلم او دروغ
25-5 او دوى وویل: (دا) د ړومبنیو خلقو باطلې قصې دي چې ده په چا لیكلي دي، نو هغه ده ته سبا او بېګاه لوستلى شي
25-6 ته (دوى ته) ووایه: دا (قرآن) هغه ذات نازل كړى دى چې عالم دى په هر پټ څیز باندې چې په اسمانونو او ځمكه كې دى، بېشكه هغه ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى
25-7 او دوى وايي: دې رسول ته څه دي چې طعام خوري او په بازارونو كې ګرځي، ده ته ملايك ولې نه نازلاوه شي، بيا چې له ده سره دغه (ملايك) وېروونكي شي
25-8 یا ده ته خزانه ولې نه غورځولى كېږي، یا ولې د ده لپاره داسې باغ نه كېږي چې دا له هغه نه خوراك كوي؟ او ظالمانو وویل: تاسو پيروي نه كوئ مګر د داسې سړي چې سحر (جادو) پرې شوى دى
25-9 ته وګوره! دوى تا لپاره څنګه مثالونه بیانوي، نو ګمراه شول، نو دوى د (حقې) لارې (د موندلو) هېڅ طاقت نه لري
25-10 ډېر بركتناك دى هغه ذات چې كه وغواړي تا لپاره به د دغو (خزانو) نه غوره وګرځوي (یعنې داسې) باغونه چې د هغو له لاندې ولې بهېږي او تا لپاره به بنګلې جوړې كړي
25-11 بلكې دوى د قیامت تكذیب وكړ او مونږ د هغه چا لپاره چې د قیامت تكذیب كوي ؛ لمبې وهونكى اور تیار كړى دى
25-12 كله چې هغه (اور) دوى لره له ډېر لرې ځاى نه وویني، نو دوى به د هغه خوټكېدل او غورېدل واوري
25-13 او كله چې دوى په دغه (دوزخ) كې په تنګ ځاى كې وغورځول شي، په داسې حال كې چې له یو بل سره به په ځنځیرونو تړل شوي وي (، نو) دوى به په دغه ځاى كې مرګ ته چغې وهي
25-14 نن ورځ تاسو یو هلاكت (مرګ) ته چغې مه وهئ او (بلكې) تاسو ډېرو هلاكتونو ته چغې ووهئ
25-15 ته (دوى ته) ووایه: دغه (خیر) غوره دى، یا كه هغه د همېشه والي جنت چې متقیانو (پرهېزګارو) ته يې وعده وركړى شوې ده؟ دغه به د دوى لپاره بدله او د ورتلو ځاى وي
25-16 د دوى لپاره به په هغه كې هغه څه وي چې دوى يې غواړي، په داسې حال كې چې دوى به په كې تل وي، دا ستا د رب په ذمه غوښتل شوې وعده ده
25-17 او (یاده كړه) هغه ورځ چې هغه (الله) به راجمع كړي دوى او هغه څه چې دوى به يې له الله نه غیر عبادت كاوه، نو وبه وايي: ایا تاسو زما دغه بنده ګان ګمراه كړي وو، یا دوى پخپله (حقه) لاره وركه كړې وه؟
25-18 دغه (معبودان) به ووايي: تالره پاكي ده، مونږ ته جايز نه ده چې مونږ له تا نه غیر دوستان ونیسو او لېكن تا دوى ته او د دوى پلرونو ته فايده (او ښه زندګي) وركړې وه، تر دې چې دوى ذكر (نصیحت) هېر كړ او دوى هلاكېدونكى قوم و
25-19 نو یقینًا (اى مشركانو!) دوى تاسو دروغجن كړئ په هغې خبره كې چې تاسو ویله، نو تاسو نه د (عذاب د) ګرځولو طاقت لرئ او نه د مدد كولو، او په تاسو كې هر هغه څوك چې ظلم وكړي! مونږ به هغه ته ډېر لوى عذاب وڅكوو
25-20 او له تا نه مخكې مونږ رسولان نه دي لېږلي مګر چې یقینًا هغوى به خامخا طعام خواړه، او په بازارونو كې ګرځېدل او مونږه ستاسو ځینې د ځینو نورو لپاره ازمېښت ګرځولي دي (چې) ایا تاسو صبر كوئ (كه نه؟) او ستا رب له ازله ښه ليدونكى دى
25-21 او وویل هغو كسانو چې زمونږ د ملاقات امېد نه لري: پر مونږ باندې ملايك ولې نه نازلولى شي، یا (ولې) مونږ خپل رب نه وینو، یقینًا یقینًا دوى په خپلو نفسونو كې كبر وكړ، او له حده تېر شول، له حد نه ډېر لوى تېرېدل
25-22 (یاده كړه) هغه ورځ چې دوى به ملايك ویني، په دغې ورځ كې به د مجرمانو لپاره هېڅ زېرى (خوشالي) نه وي او وايي به (ملايك چې جنت) بند دى، ممنوع دى
25-23 او دوى چې څه عمل هم كړى دى هغه ته به مونږ ورسو، نو هغه به خور كړى شوى ګرد وګرځوو
25-24 جنتیان به په دغې ورځ كې د استوګنې په لحاظ غوره او د ارام ځاى په لحاظ ډېر ښه وي
25-25 او (یاده كړه) هغه ورځ چې په ورېځو سره به اسمان ټوټې ټوټې شي او ملايك به نازل كړى شي (پرله پسې) نازلول
25-26 حقیقي بادشاهي به په دغې ورځ كې د رحمن لپاره وي، او وي به دغه په كافرانو ډېره سخته ورځ
25-27 او (یاده كړه) هغه ورځ چې ظالم به په خپلو دواړو لاسونو خوله لګوي، په داسې حال كې چې وايي به: اى كاشكې! ما له رسول سره (نېغه) لار نیولې وى
25-28 اى زما هلاكته! كاشكې ما فلانكى سړى دوست نه وى جوړ كړى
25-29 یقینًا یقینًا هغه زه له ذكر (قرآن) نه ګمراه كړم، كله چې هغه (ذكر) ما ته راغى او شیطان انسان لره بې مدده پرېښودونكى دى
25-30 او رسول وویل: اى زما ربه! بېشكه زما قوم دا قرآن متروك ګرځولى دى
25-31 او همداسې مونږ د هر نبي لپاره له مجرمانو څخه دښمنان ګرځولي وو او ستا رب ډېر كافي دى، سمه لار ښوونكى، او ښه مدد كوونكى
25-32 او كافران شویو خلقو وویل: په ده باندې قرآن ټول یو كرت ولې نه نازلاوه شي؟ همداسې (لږ لږ يې نازلوو) د دې لپاره چې په ده سره مونږ ستا زړه مضبوط كړو او مونږ ښه په ارام لوستى دى دا (قرآن په تا باندې) په ارام لوستل
25-33 او دوى تا ته كوم مثال (عجیب سوال او اعتراض) نه راوړي مګر مونږ تا ته راوړو (د هغه) حق (جواب) او تر ټولو ښه تفسیر
25-34 هغه كسان چې جهنم ته به په خپلو مخونو جمع كولى شي، دغه كسان د ځاى په لحاظ تر ټولو بد او د لارې په لحاظ تر ټولو ګمراه دي
25-35 او یقینًا یقینًا مونږ موسٰى ته كتاب وركړى و او مونږ له هغه سره د هغه ورور هارون مددګار ګرځولى و
25-36 نو مونږ وویل: تاسو دواړه هغه قوم ته لاړ شئ چې زمونږ د ایتونو تكذیب يې كړى دى، بیا مونږ هغوى (فرعونیان) هلاك كړل، سخت هلاكول
25-37 او (مونږ هلاك كړ) د نوح قوم، كله چې هغوى د رسولانو تكذیب وكړ، مونږ هغوى غرق كړل او مونږه دوى د خلقو لپاره (د عبرت) نشان وګرځول او مونږه د ظالمانو لپاره ډېر دردوونكى عذاب تیار كړى دى
25-38 او (مونږ هلاك كړي دي) عادیان او ثمودیان او د كوهي والا او د دوى په مينځ كې ډېر زیات نور قومونه
25-39 او (په دوى كې) هر یو ته، مونږ هغه ته مثالونه بیان كړي وو او مونږ ټول هلاك كړل، بېخي هلاكول
25-40 او یقینًا یقینًا دوى په هغه كلي تېر شوي دي چې په هغه باندې د بدۍ باران ورول شوى و، ایا نو دوى هغه نه لیده ؟ بلكې دوى د بیا ژوندي پورته كېدلو امېد نه لاره
25-41 او كله چې دوى تا وویني (، نو) دوى تا نه نیسي مګر ځاى د مسخرې (او وايي:) ایا دا هغه سړى دى چې الله، (په طور د) رسول رالېږلى دى؟
25-42 بېشكه چې دى نژدې و چې مونږ خامخا له خپلو معبودانو نه بې لارې كړي كه مونږ په دوى ټینګ ودرېدلي نه وى (الله فرمايي:) دوى به ژر پوه شي كله چې دوى عذاب ویني چې څوك له (حقې) لارې نه ډېر بې لارې دى
25-43 ایا ته هغه څوك وینې چې خپل معبود يې خپل خواهش ګرځولى دى! ایا نو ته به په ده باندې نګران يې
25-44 ایا ته ګمان كوې چې په رښتیا د دوى زیاتره اوري، یا له عقل نه كار اخلي، دوى نه دي مګر په شان د څارویو بلكې دوى د لارې په لحاظ زیات ګمراه دي
25-45 ایا تا (د) خپل رب (قدرت) ته نه دي كتلي چې هغه سیورى څنګه غځولى دى او كه هغه غوښتلى (نو) هغه به يې خامخا ولاړ (ساكن) ګرځولى وى، بیا مونږ په هغه باندې لمر دلیل وګرځاوه
25-46 بیا مونږ هغه خپل طرف ته راټول كړ ډېر اسان راټولول
25-47 او دى هماغه ذات دى چې تاسو لپاره يې شپه لباس او خوب (سبب د) ارام ګرځولى دى او ورځ يې د ګرځېدو وخت ګرځولې ده
25-48 او همدى هغه ذات دى چې هواګانې يې له رحمت نه مخكې زېرى وركوونكې لېږلې دي او مونږ له بره نه پاكوونكي اوبه نازلې كړې دي
25-49 د دې لپاره چې مونږ په دغو (اوبو) سره مړ ښار راژوندى كړو او چې دا په څارویو او ډېر زیاتو انسانانو وڅښوو، چې زمونږ له مخلوق ځنې دي
25-50 او یقینًا یقینًا مونږ دا د دوى په مینځ كې په قسم قسم طریقو خورې كړې دي، لپاره د دې چې دوى نصیحت واخلي، نو زیاترو خلقو انكار وكړ مګر له كفر كولو نه
25-51 او كه مونږ غوښتلى (، نو) مونږ به خامخا هر كلي ته یو وېروونكى لېږلى و
25-52 نو ته د كافرانو اطاعت مه كوه او ته له دوى سره په دې (قرآن) سره جهاد كوه، ډېر لوى جهاد كول
25-53 او دى هماغه ذات دى چې دوه دریابونه يې خوشې كړې دي (له یو بل سره جوخت) دا خوږ دى، ډېر خوږ (تنده ماتوونكى) او د ا (بل) تریو دى، ښه تریو او د دواړو په مینځ كې يې یوه پرده او بند پیدا كړى دى چې منع كړى شوى دى
25-54 او دى همغه ذات دى چې له اوبو نه يې انسان پیدا كړى دى، بیا يې هغه (د) نسب او سخرګنۍ (والا) وګرځاوه او ستا رب ښه قادر دى
25-55 او دوى له الله نه غیر د هغه څه عبادت كوي چې دوى ته نه نفع رسولى شي اونه دوى ته ضرر رسولى شي او كافر د خپل رب په مخالفت كې (د شیطان) مدد كوونكى دى
25-56 او ته مونږ نه يې لېږلى مګر زېرى وركوونكى او وېروونكى
25-57 ته (دوى ته)ووایه: زه له تاسو نه په دې (تبلیغ) باندې هېڅ مزدوري (اجرت) نه غواړم خو (غواړم ایمان راوړل د) هغه كس چې غواړي چې د خپل رب په طرف لار ونیسي
25-58 او ته توكل وكړه په هغه تل ژوندي ذات چې نه مري او ته د هغه له ستاينې سره تسبیح بیانوه او هم الله د خپلو بنده ګانو په ګناهونو ښه كافي خبردار دى
25-59 هغه (الله) چې اسمانونه او ځمكه، او هغه څه چې د دواړو په مینځ كې دي، په شپږو ورځو كې پیدا كړي دي، بیا په عرش باندې برقرار شو، (دغه) رحمن دى، نو ته د ده په باره كې له ښه خبردار نه تپوس وكړه
25-60 او كله چې دوى ته وویل شي: تاسو رحمٰن ته سجده وكړئ، دوى وايي: رحمن څه شى دى؟ ایا مونږ به هغه څه ته سجده كوو چې ته يې مونږ ته حكم راكوې او دا (رحمٰن ته د سجده كولو حكم) دوى ته منډه تېښته ورزیاته كړي
25-61 ډېر بركتناك دى هغه ذات چې په اسمان كې يې برجونه پیدا كړي دي او په ده كې يې چراغ (لمر) او رڼا كوونكې سپوږمۍ پیدا كړې ده
25-62 او دى هماغه ذات دى چې شپه او ورځ يې یو له بل پسې راتلونكې پیدا كړي دي، د هغه چا لپاره چې اراده لري چې نصیحت واخلي یا غواړي چې شكر وباسي
25-63 او د رحمن بنده ګان هغه دي چې په ځمكه ورو ګرځي او كله چې له دوى سره جاهلان خطاب (خبره) كوي (نو) دوى سالمه (درسته) خبره كوي
25-64 او هغه كسان دي چې خپل رب ته شپه تېروي، په داسې حال كې چې سجده كوونكي او قیام كوونكي وي
25-65 او هغه كسان دي چې وايي: اى زمونږ ربه! ته زمونږ نه د جهنم عذاب وګرځوه، بېشكه د هغه عذاب همېشه لازمېدونكى دى
25-66 بېشكه دا (جهنم) د قرار او استوګنې په لحاظ بد ځاى دى
25-67 او هغه كسان دي چې كله انفاق كوي (مال لګوي نو) اسراف نه كوي او بخل هم نه كوي او د دغو (دواړو حالتونو) په مینځ كې میانه حاله وي
25-68 او هغه كسان دي چې له الله سره بل معبود نه بلي او هغه نفس چې الله حرام كړى وي؛ ناحقه نه قتلوي او زنا نه كوي او څوك چې د غه (كارونه) وكړي (نو) هغه به د خپلې ګناه له جزا سره ملاقات وكړي
25-69 د قیامت په ورځ به ده ته عذاب دوه چنده كولى شي او په هغه (عذاب) كې به تل وي، په داسې حال چې چې خوار او ذلیله به وي
25-70 مګر هغه كس چې توبه وباسي او ایمان راوړي او نېك عمل وكړي، نو دغه كسان دي چې الله به د دوى بدۍ په نېكۍ سره بدلې كړي او الله له ازله ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى
25-71 او هغه څوك چې توبه وباسي او نېك عمل وكړي، نو بېشكه دغه كس الله ته رجوع كوي، رجوع كول
25-72 او هغه كسان دي چې باطلو ته نه حاضرېږي او كله چې په بېكاره كار تېرېږي (نو) عزت داره تېرېږي
25-73 او هغه كسان دي چې كله دوى ته د خپل رب په ایتونو سره نصیحت وكړى شي (نو) په دې (ایتونو) باندې كاڼه او ړانده نه غورځېږي
25-74 او هغه كسان دي چې وايي: اى زمونږه ربه! ته مونږ ته زمونږ له ښځو نه او زمونږ له اولادونو نه د سترګو یخ والى راوبښه او ته مونږ د متقیانو امام وګرځوه
25-75 دغه كسان دي چې د صبر كولو په سبب به دوى ته د اوچتو ماڼیو بدله وركولى شي او په دې (جنت) كې به د ژوند په دعا او سلام سره د دوى استقبال كولى شي
25-76 په داسې حال كې چې همېشه به وي دوى په دغه (جنت) كې، د قرار او استوګنې په لحاظ دا ښه ځاى دى
25-77 ته (دوى ته) ووایه: زما رب ستاسو څه پروا كوي كه ستاسو دعا كول نه وى، نو یقینًا تاسو تكذیب كړى دى، نو ژر به دا (د تكذیب سزا تاسو سره) لازمه وي
Icon