ترجمة سورة الضحى

الترجمة البشتوية
ترجمة معاني سورة الضحى باللغة البشتوية من كتاب الترجمة البشتوية .
من تأليف: زكريا عبدالسلام .

93-1 قسم دى په څاښت باندې
93-2 او په شپه باندې كله چې قراره شي
93-3 چې ته خپل رب نه پریښى يې او نه يې (درسره) بغض ساتلى دى
93-4 او خامخا اخرت تا لپاره له دنیا نه ډېر غوره دى
93-5 او خامخا ژر به تا ته ستا رب دركړي، نو ته به راضي (خوشحاله) شې
93-6 ایا ته يې یتیم نه وې موندلى؟ پس پناه ځاى يې دركړ
93-7 او ته يې ناخبره (او ناپوه) وموندلې، نو لار ښوونه يې (درته) وكړه
93-8 او ته يې فقیر وموندلې، نو غني يې كړې
93-9 نو هر چې یتیم دى، نو ته (ده ته) قهر مه كوه
93-10 او هر چې سوالګرى دى، نو ته يې مه رټه
93-11 او پاتې شو (نعمت) نو ته د خپل رب نعمت بیانوه
Icon