ترجمة سورة البينة

الترجمة البشتوية
ترجمة معاني سورة البينة باللغة البشتوية من كتاب الترجمة البشتوية .
من تأليف: زكريا عبدالسلام .

98-1 هغه كسان چې كافران شوي دي، چې كتابیان او مشركان دي، جدا كېدونكي نه وو تر دې چې دوى ته ښكاره دلیل راشي
98-2 چې د الله له جانبه رسول دى، چې (دوى ته) ډېرې پاكې صحیفې لولي
98-3 په دغو (صحیفو) كې ډېر سم (او درست) حكمونه (او فریضې) دي
98-4 او اهل كتاب په خپل مینځ كې سره جدا (او مختلف) شوي نه وو مګر وروسته له دې چې دوى ته ښكاره دلیل راغى
98-5 حال دا چې دوى ته حكم نه و وركړى شوى مګر په دې چې دوى دې د الله عبادت كوي، په داسې حال كې چې دین (عبادت) دغه (الله) لره خالص كوونكي وي (او) حنیفان (له باطله حق ته راګرځېدونكي) وي، او (د دې چې) دوى دې لمونځ قايموي او زكاۃت دې وركوي اوهم دغه ډېر محكم دین دى
98-6 بېشكه هغه كسان چې كافران شوي دي، چې اهل كتاب او مشركان دي، (دوى به) د دوزخ په اور كې وي، چې په ده كې به تل ترتله وي. هم دغه كسان د خلقو بدترین دي
98-7 بېشكه هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي همدغه كسان د خلقو بهترین دي
98-8 د خپل رب په نیز د دوى بدله د تل اوسېدنې جنتونه دي چې د هغو له لاندې ولې بهېږي، چې دوى به په دغو كې تل ترتله همېشه وي، الله له دوى نه راضي شوى دى او دوى له هغه نه راضي شوي دي، دغه (وعده) د هغه چا لپاره ده چې له خپل رب نه وېرېږي
Icon