ترجمة سورة يوسف

الترجمة البشتوية
ترجمة معاني سورة يوسف باللغة البشتوية من كتاب الترجمة البشتوية .
من تأليف: زكريا عبدالسلام .

12-1 الف، لام، را، دا د واضح كتاب ایتونه دي
12-2 بېشكه مونږ دا نازل كړى دى، په داسې حال كې چې عربي قرآن دى، د دې لپاره چې تاسو پوه شئ
12-3 (اى نبي!) مونږ تا ته تر ټولو ښه بیان (قصه) اوروو، د دې قرآن په ذريعې سره چې مونږ تا ته وحي كړى دى، او بېشكه شان دا دى چې ته د دې (قرآن له نازلېدلو) نه مخكې خامخا له ناخبرو ځنې وې
12-4 (یاد كړه هغه وخت) كله چې یوسف خپل پلار ته وویل: اى زما پلار جانه! بېشكه ما (په خوب كې) یوولس ستوري او لمر او سپوږمۍ ولیدل، ما دوى ولېدل چې ما ته سجده كوونكي وو
12-5 (یعقوب) وویل: اى زما خوږه بچيه! خپل (دا) خوب خپلو وروڼو ته مه بیانوه، (ګنې) بیا به دوى تا ته څه چل جور كړي، څه چل جوړول، بېشكه شیطان د انسان لپاره ښكاره دښمن دى
12-6 او همدارنګه ستا رب به تا غوره كړي او تا ته به د خبرو(خوبونو) څه اصل حقیقت (تعبیر كول) وښیي او په تا باندې او د یعقوب په كورنۍ به خپل نعمت پوره كړي لكه چې هغه پوره كړى و دا (نعمت) له تا نه مخكې ستا په دوو پلرونو (نیكه او ورنیكه) ابراهیم او اسحق باندې، بېشكه ستا رب ښه پوه، ښه حكمت والا دى
12-7 یقینًا یقینًا په یوسف او د هغه په وروڼو كې د تپوس كوونكو لپاره ډېرې نښې دي
12-8 كله چې هغوى (په خپل مینځ كې) وویل: خامخا یوسف او د هغه سكنى ورور زمونږ پلار ته زمونږ نه زیات محبوب دي، حال دا چې مونږ یوه قوتناكه ډله یو، بېشكه زمونږ پلار خامخا په ښكاره خطا كې (پروت) دى
12-9 تاسو یوسف قتل كړئ یا هغه په كومې (لرې نامعلومه) ځمكه كې وغورځوئ چې ستاسو د پلار توجه يواځې تاسو ته خالصه شي او له دې (كاره) وروسته به تاسو نېك خلق شئ
12-10 په دوى كې یو ویونكي وویل: تاسو یوسف مه وژنئ او (بلكې) هغه د ګمنامي كوهي په تیاره بېخ كې وغورځوئ چې په تېرېدونكو (لارویانو) كې به يې ځینې (څوك) واخلي كه تاسو كوونكي یئ (د هغه كار چې ستاسو مقصد پرې پوره كېږي)
12-11 دوى وویل: اى زمونږ پلاره! څه باعث (او سبب) دى تا لره چې ته پر مونږ د یوسف باره كې اعتبار نه كوې، حال دا چې مونږ د ده یقینًا خیر غوښتونكي یو
12-12 ته دى له مونږ سره سبا ولېږه چې ښې ډېرې مېوې وخوري (مزې وكړي) او لوبې وكړي او بېشكه مونږ د ده خامخا ساتونكي یو
12-13 هغه وویل: بېشكه زه چې یم، یقینًا ما دا خبره غمجنوي چې تاسو دى بوځئ او زه له دې نه وېرېږم چې دا (یوسف) به لیوه (شرمښ) وخوري، په داسې حال كې چې تاسو به له ده نه غافلان یئ
12-14 هغوى وویل: قسم دى كه دى (رانه) لیوه وخوري، حال دا چې مونږ یوه قوتناكه ډله یو (، نو) بېشكه مونږ به په دغه وخت كې خامخا تاوانیان (او هلاكېدونكي) یو
12-15 نو كله چې دوى هغه بوته او پر دې خبره يې اتفاق وكړ چې دى د (ګمنامي) كوهي په تیاره بېخ كې وغورځوي او مونږ ده ته (یوسف ته) وحي وكړه چې قسم دى چې ته به خامخا ضرور دوى ته د دوى د دې كار خبر وركړې، په دې حال كې چې دوى به نه پوهېږي (چې ته یوسف يې)
12-16 او دوى خپل پلار ته بېګاه ته (په تیاره كې) راغلل چې ژړل يې (په دروغو سره)
12-17 ويې ويل: اى زمونږ پلاره! بېشكه مونږ لاړو مسابقه مو سره كوله او مونږ یوسف له خپلو اسبابو سره پريښى و، نو هغه شرمخ وخوړ او ته پر مونږ باندې باور كوونكى نه يې اګر كه مونږ رښتیني یو
12-18 او دوى د هغه د كمیس له پاسه دروغجنه وینه لګولې راوړه، یعقوب وویل: (دا دروغ دي) بلكې تاسو ته ستاسو نفسونو (دا بد) كار ښايسته كړى دى، نو (زما كار) صبر جمیل دى او د هغو خبرو په هكله خاص له الله نه مدد غوښتلى شي چې تاسو يې بیانوئ
12-19 او قافله راغله، نو دوى خپل اوبه راوړونكى ولېږه، نو هغه خپله بوكه (په كوهي كې) ورخوشې كړه (نو یوسف دغې بوكې پورې ونښت، چې يې ولیده، نو) ويې ويل: اى زما خوشحالۍ! دا خو (ډېر ښكلى) هلك دى او دوى هغه د تجارت د مال په توګه پټ كړ او الله پر هغو كارونو ښه عالم دى چې دوى كول
12-20 او دوى هغه په ډېر كم قیمت خرڅ كړ، چې څو شمېرل شوې روپۍ وې او دوى د هغه په حق كې له بې رغبتو څخه وو
12-21 او هغه سړي چې دى يې له مصره اخيستى و، خپلې ښځې ته وویل: د ده استوګنه عزتمنه ساته (دى په عزت سره ساته)، امېد دى چې دى به مونږ ته فايده راورسوي یا به دى مونږ زوى ونیسو او همدارنګه مونږ یوسف ته په ځمكه كې ځاى (او قدرت) وركړ او د دې لپاره چې مونږ هغه ته د خبرو څه تاویل (او تعبیر) وښیو او الله پر خپل كار غالب دى او لېكن اكثره خلق نه پوهېږي
12-22 او كله چې هغه خپل قوت ته ورسېده (، نو) مونږ هغهٔ ته حكم او علم وركړ او همداسې مونږ نېكي كوونكو ته بدله وركوو
12-23 او هغې ښځې، چې دا د هغې په كور كې و، هغې له ده نه له هغې سره د بدكارۍ مطالبه وكړه او (ټولې) دروازى يې كلكې پورې كړې او ويې ويل: هله، ته زر راشه! هغهٔ وویل: زه په الله پورې پناه نیسم، بېشكه دا (عزیز) زما مالك دى، هغه زما استوګنه ښه كړې ده، بېشكه شان دا دى چې ظالمان فلاح (او خلاصى) نه مومي
12-24 او یقینًا یقینًا هغې دهٔ ته قصد كړى و، او ده به هغې ته قصد كړى و كه چېرې ده د خپل رب دلیل نه وى لیدلى، همداسې (مونږ یوسف وساته) د دې لپاره چې مونږ له هغه نه بد او ناكاره (بې حیا) فعل وګرځوو (واړوو)، بېشكه دغه (یوسف) زمونږ له غوره كړى شويو بنده ګانو څخه دى
12-25 او دواړو دروازې ته سره منډې شروع كړې او هغې د ده كمیس له شا طرف نه څیرې كړ او دواړه د هغې له خاوند سره دروازي ته نژدې مخامخ شول، هغې وویل: نه ده سزا د هغه چا چې ستا له اهل سره يې د بدۍ اراده وكړه مګر دا چې هغه بندي (قيد) كړى شي یا ( د هغهٔ لپاره) ډېر دردوونكى عذاب دى
12-26 هغهٔ وویل: هم دې له ما نه د بدكارۍ غوښتنه كړې ده، او د هغې د كورنۍ یو شاهد شاهدي وركړه (داسې چې) كه د ده كمیس له مخامخ اړخ نه څيرې شوى وي، نو هغې رښتیا ویلي دي او دا له دروغجنانو څخه دى
12-27 او كه د ده كمیس له شا اړخ نه څیرې شوى وي، نو دې دروغ ویلي دي او هغه (یوسف) له رښتینو څخه دى
12-28 نو كله چې هغه (عزیز) د ده كمیس ولیده چې له شا اړخ نه څیرې شوى دى، ويې ويل: بېشكه (اى ښځو) دا ستاسو له فریبونو څخه دى، بېشكه ستاسو فریب (او چل) ډېر لوى دى
12-29 اى یوسفه! له دې خبرې نه مخ واړوه او (اى ښځې) ته د خپلې ګناه لپاره مغفرت وغواړه، بېشكه هم تهٔ له خطا كارانو ځنې وې
12-30 او په ښار كې ښځو وویل: د عزیز ښځه له خپل غلام نه د بدكارۍ مطالبه كوي، یقینًا د مینې په لحاظ سره هغهٔ، د دې د زړه پرده څیرې كړې ده (د دې ورسره سخته مينه ده)، بېشكه مونږ هغه خامخا په ښكاره ګمراهۍ كې وینو
12-31 نو كله چې هغې د دوى مكر واورېده (، نو) دوى ته يې پېغام ولېږه او د دوى لپاره يې مجلس تیار كړ او په دوى كې يې هرې یوې ته چاړه وركړه او هغې (ده ته) وویل: دوى ته راووځه، نو كله چې دوى هغه ولیده (، نو) ډېر لوى ښايسته يې ومونده او خپل لاسونه يې پرې كړل او ويې ویل الله ته پاكي ده، دا خو بشر نه دى، دا نه دى مګر ډېر عزتمن مَلك
12-32 هغې وویل: دا هماغه (زلمى) دى چې تاسو زه د ده (له ده سره د مینې) په باره كې ملامته كړې ومه او یقینًا یقینًا ما له ده نه د ده د ځان غوښتنه كړې وه، نو ده ځان وساته او قسم دى كه ده هغه كار ونه كړ چې زه يې ده ته حكم كوم (، نو) خامخا هرومرو به دى بندي كړى شي او خامخا هرومرو به دى شي له ذلیلانو نه
12-33 هغهٔ وویل: اى زما ربه! بندي خانه ما ته ډېره خوښه ده له هغه كار نه چې دوى ما هغه ته بلي او كه ته زما څخه د دوى مكر و فریب وانه ړوې (، نو) زه به دوى ته مايله شم او شم به له جاهلانو نه
12-34 نو خپل رب يې د ده دعا قبوله كړه، نو له ده نه يې د دوى مكر و فریب وګرځاوه، بېشكه هغه، هم هغه ښه اورېدونكى، ښه پوه دى
12-35 بیا دوى (عزیز او د هغه كسانو) ته ښكاره شوه (صلاح يې وكړه)، وروسته له دې چې دوى (د یوسف د پاكۍ) نښې ولېدې، چې دوى به دى خامخا هرومرو تر یو وخته پورې بندي كړي
12-36 او له ده سره زندان ته دوه زلمي ننوتل، په دې دواړو كې یو وویل: بېشكه زه چې یم، زه ځان (په خوب كې) وینم، چې د شرابو لپاره انګور نچوړوم او بل وویل: بېشكه زه چې یم، ځان وینم، په دې حال كې چې د خپل سر له پاسه مې ډوډۍ بار كړې ده، چې له هغې نه مرغان خوراك كوي، مونږ د دې (خوبونو) پر تعبیر خبر كړه، بېشكه مونږ تا له نیكوكارانو څخه وینو
12-37 (یوسف) وویل: چې تاسو ته به هغه طعام لا نه وي راغلى چې تاسو ته هغه دركاوه شي مګر چې تاسو به د دې (خوبونو) پر تعبیر خبر كړم، مخكې له دې نه چې تاسو ته هغه راشي، دا (تعبیر) له هغه علم څخه دى چې زما رب ما ته ښودلى دى، بېشكه ما د هغه قوم دین پریښى دى چې په الله ایمان نه لري او په اخرت هم كافران دي
12-38 او ما د خپلو پلرونو د ملت پیروي كړې ده چې ابراهیم او اسحق او یعقوب دى، زمونږ لپاره له سره جايز نه دي چې له الله سره څه شى شریك كړو، دا د الله له فضله څخه دي پر مونږ باندې او په (نورو) خلقو باندې او لېكن زیاتره خلق شكر نه وباسي
12-39 اى د زندان دواړو ملګرو! ایا ګڼ او متفرق خدایان غوره دي یا كه هغه الله چې یو دى، ډېر قوي او غالب دى
12-40 تاسو له الله نه غیر عبادت نه كوئ مګر د داسې نومونو چې تاسو او ستاسو پلرونو ایښي (او نومولي) دي (او) الله د دوى (د الوهیت) په باره كې هېڅ دلیل نه دى نازل كړى، حكم يواځې الله ته خاص دى، هغه حكم كړى دى چې تاسو يواځې د هغه عبادت كوئ، همدا سم دین دى او لېكن زیاتره خلق نه پوهېږي
12-41 اى د زندان دواړو ملګرو! هر چي په تاسو كې یو دى، نو هغه خو به پر خپل مالك شراب څښوي او پاتې شو بل، نو هغه به په دار كولى شي، نو مرغان به د ده له سر نه (غوښې) خوري، هغه كار فیصله شوى دى چې تاسو د هغه په باره كې (له ما نه) تعبیر پوښتئ
12-42 او هغه كس ته يې وویل چې پر هغه يې دا یقین و چې یقینًا دى په دې دواړو كې خلاصى موندونكى دى: د خپل مالك په وړاندې ما یاد كړه، نو شیطان له هغه نه خپل مالك ته (د یوسف) یادول هېر كړل، نو هغه په زندان كې څو كاله پاتې شو
12-43 او بادشاه وویل: بېشكه زه چې یم، زه اوه چاغې څربه غواګانې وینم، چې اوه خوارې غواګانې يې خوري او اوه شنه وږي او نور وچ (اوه وږي وینم) اى سردارانو! تاسو ما ته زما د خوب تعبیر ووایئ، كه چېرې تاسو د خوب تعبیر كولى شئ
12-44 هغوى وویل: (دا) ګډوډ (تَخَیُّلي) خوبونه دي او مونږ د خیالي ګډو وډو خوبونو په تعبیر باندې عالمان نه یو
12-45 او هغه كس وویل چې په هغو دواړو كې هغه نجات موندلى و او له ډېرې مودې نه پس يې یاد شو: زه تاسو د دې (خوب) پر تعبیر خبروم، نو تاسو ما (یوسف ته) ولېږئ
12-46 اى یوسفه! اى ډېره رښتینه! ته مونږ ته تعبیر بیان كړه د اوو څربو غواګانو په باره كې چې اوه خوارې يې خوري او د اوو شنو وږو او نورو (اوو) وچو (وږو) په باره كې، د دې لپاره چې زه خلقو ته واپس لاړشم، د دې لپاره چې هغوى پوه شي
12-47 هغهٔ وویل: تاسو به اوه كاله پرله پسې په ډېر كوښښ سره كر كيله كوئ، نو څه چې تاسو ورېبئ هغه (غله) په خپلو وږو كې پرېږدئ، خو لږ له هغو نه چې تاسو يې خورئ
12-48 بیا به له دې (كلونو) نه پس ډېر سخت اوه (كاله) راځي چې هغه (غلې) به وخوري چې تاسو مخكې د دغو (كلونو) لپاره ذخیره كړي دي مګر لږ شان له هغه نه چې تاسو يې ساتئ
12-49 بیا به له دې (كلونو) نه پس یو كال راځي چې په هغه كې به (په باران سره) د خلقو فریاد رسي وشي او په ده كې به دوى (مېوې) نچوړي
12-50 او بادشاه وویل: تاسو هغه (یوسف) ما ته راولئ، نو كله چې ده ته استازى راغى، (نو) ده (ورته) وویل: خپل مالك ته بېرته لاړ شه، نو له هغه نه تپوس وكړه چې د هغو ښځو څه حال و چې خپل لاسونه يې پرې كړي وو، بېشكه زما رب د هغوى پر مكر او چل ښه پوه دى
12-51 هغه وویل: ستاسو څه حال (معامله) وه كله چې تاسو له یوسف نه د هغه د نفس غوښتنه كوله؟ هغوى وویل: الله ته پاكي ده، مونږ په هغه كې هېڅ بدي نه وه معلومه كړې، د عزیز ښځې وویل: اوس حقه (او رښتیا) خبره ظاهره شوه، ما له هغه نه مطالبه كړې وه او بېشكه هغه یقینًا له رښتینو څخه دى
12-52 دا د دې لپاره چې هغه (عزیز) پوه شي چې ما پسې شا له هغه سره خیانت نه دى كړى، او دا چې یقینًا الله د خیانتګرو مكر نه برابروي (سر ته يې نه رسوي)
12-53 او زه خپل نفس نه بري كوم(پاك ورته نه وايم)، یقینًا نفس خو په بدۍ سره ډېر حكم كوونكى دى، مګر هغه چې زما رب پرې رحم وكړي، یقینًا زما رب ښه، مغفرت كوونكى، بې حده رحم كوونكى دى
12-54 او باچا وویل: هغه ما ته راولئ چې زه يې د خپل ځان لپاره خاص مُصاحب كړم، نو كله چې يې له هغه سره خبرې وكړې، ويې ويل: بېشكه تهٔ همدا له نن ورځې نه زمونږ په نیز د مرتبې خاوند، (او) د اعتبار وړ يې
12-55 هغه وویل: تهٔ ما د دې ملك پر خزانو باندې مقرر كړه، بېشكه زه ښه ساتونكى، ښه پوه یم
12-56 او همدارنګه مونږ یوسف ته په ځمكه (د مصر) كې اقتدار وركړ، چې په دې (ملك) كې به يې چېرې چې غوښتل؛ ځاى نیوه (اوسېدلو)، مونږ خپل رحمت كوو پر چا چې مونږ وغواړو او مونږ د نېكي كوونكو اجر نه ضايع كوو
12-57 او یقینًا د اخرت اجر د هغو كسانو لپاره ډېر غوره دى چې ایمان يې راوړدى دى او پرهېزګاري يې كوله
12-58 او د یوسف وروڼه (له كِنعانه مصر ته د غلې دانې اخيستلو لپاره) راغلل، نو په ده باندې ورننوتل، نو ده هغوى وپېژندل او هغوى ده لره ناپېژندونكي وو
12-59 او كله چې هغهٔ دوى ته د دوى د سفر اسباب تیار كړل، ويې ويل: تاسو ما ته خپل هغه ورور راولئ چې ستاسو له پلاره دى، ایا تاسو نه وینئ چې بېشكه زه پېمانه (دانې) پوره وركوم او زه تر ټولو غوره مېلمه پال یم
12-60 نو كه چېرې تاسو هغه ما ته رانه وسته، بیا نو ستاسو لپاره زما سره هېڅ پېمانه نشته او (بیا) تاسو ما ته مه رانژدې كېږئ
12-61 هغوى وویل: مونږ به د هغهٔ په هكله د هغه له پلاره په كوښښ سره غوښتنه كوو او بېشكه مونږ خامخا (دا كار) كوونكي یو
12-62 او هغه خپلو ځلمیو ته وویل: د هغوى پنګه (سرمايه) د هغوى په بارونو كې كېږدئ، د دې لپاره چې دوى هغه وپېژني، كله چې دوى خپل اهل ته واپس لاړ شي، د دې لپاره چې دوى واپس راشي
12-63 نو كله چې دوى خپل پلار ته بېرته وګرځېدل، ويې ويل: اى زمونږ پلاره! زمونږ نه پېمانه (د بنيامين) منع كړى شوې ده، نو ته زمونږ سره زمونږ ورور ولېږه چې پېمانه راواخلو او بېشكه مونږ خامخا د ده حفاظت كوونكي یو
12-64 هغه وویل: ایا زه تاسو د ده باره كې پر تاسو اعتماد وكړم مګر په شان د هغه اعتماد چې ما پر تاسو له دې نه مخكې د ده د ورور باره كې كړى و، نو الله ډېر غوره ساتونكى دى او هغه تر ټولو زیات رحم كوونكى دى
12-65 او كله چې دوى خپل سامان پرانسته، دوى خپله پنګه وموندله چې دوى ته بېرته واپس كړى شوې ده، دوى وویل: اى زمونږ پلاره! مونږ (نور) څه غواړو؟، دا زمونږ پنګه ده چې مونږ ته بېرته واپس كړى شوې ده، او مونږ به د خپل اهل لپاره غله راوړو او خپل ورور به ساتو او د یو اوښ بار به زیات راوړو، دغه (وركړه د بادشاه لپاره يا دغه اضافي پېمانه) ډېره اسانه پېمانه ده
12-66 هغه وویل: هیڅكله به هم زه له تاسو سره هغه ونه لېږم تر هغه پورې چې تاسو ما ته د الله پخه وعده راكړئ چې تاسو به هغه خامخا لازمًا ما ته بېرته راولئ، مګر دا چې تاسو له هر جانب نه ګېر كړى شئ، نو كله چې هغوى ده ته خپله پخه وعده وركړه، هغه وویل: الله وكیل (او شاهد) دى پر هغه څه چې مونږ يې وایو
12-67 او هغه وویل: اى زما زامنو! تاسو (ټول) له یوې دروازې نه مه ورننوځئ او له بېلو بېلو دروازو نه ورننوځئ او زه له تاسو نه د الله (له فیصلې) نه هېڅ شى نشم لرې كولى، حكم نشته مګر خاص الله لره دى، خاص په هغه باندې ما توكل كړى دى اولازم دي چې توكل كوونكي يواځې په هغه باندې توكل وكړي
12-68 او كله چې دوى ننوتل له هغه ځایه چې دوى ته يې خپل پلار حكم كړى و، هغهٔ له دوى نه د الله (له فيصلې) نه هېڅ شى نشو لرې كولى، مګر دا د یعقوب په زړه كې یو حاجت و چې هغه يې ادا كړ، او بېشكه هغه یقینًا د علم خاوند و، په سبب د دې چې مونږ هغه ته تعلیم وركړى و او لېكن د خلقو اكثریت نه پوهېږي
12-69 او كله چې دوى په یوسف باندې ورننوتل، (نو) هغه خپل ورور خپل ځان ته رانژدې كړ، ويې ويل: بېشكه زه چې یم، هم دا زه ستا ورور یم، نو ته پر هغو كارونو مه خفه كېږه چې دوى به كول
12-70 نو كله چې هغه، دوى ته د دوى سامانونه تیار كړل (، نو) د څښلو جام يې د خپل ورور په بار كې كېښود، بیا غږ كوونكي غږ وكړ! اى قافلې! بېشكه تاسو يقينًا غله یئ
12-71 هغوى وویل او دوى ته يې مخ راواړوه: تاسو څه شى ورك كړى دى؟
12-72 هغوى وویل: مونږ د بادشاه پېمانه وركه كړې ده، او د هغه چا لپاره چې دغه راوړي، د یو اوښ بار دى، او زه د دې ضامن یم
12-73 هغوى وویل: قسم پر الله، یقینًا یقینًا تاسو پوه شوي یئ چې مونږ د دې لپاره نه یو راغلي چې په دې ځمكه كې فساد وكړو، او مونږ خو كله هم غله نه یو تېر شوي
12-74 هغوى وویل: نو د هغه جزا به څه وي كه تاسو دروغجن وئ؟
12-75 دوى وویل: د هغهٔ جزا هغه كس دى د چا په بار كې چې دغه وموندل شي، نو هم دغه كس د هغه جزا دى (هغه به په كې نيولى شي)، همدارنګه مونږ ظالمانو ته جزا وركوو
12-76 نو د خپل ورور له بار نه مخكې يې د هغوى پر بارونو شروع وكړه، بیا يې دغه پېمانه د خپل ورور له بار نه راوښكله، همدارنګه مونږ د یوسف لپاره تدبیر وكړ، هغه (یوسف د دې حقدار) نه و چې د بادشاه په قانون كې خپل ورور راونیسي (او بندي يې كړي)، مګر دا چې الله وغواړي، چا ته چې مونږ وغواړو په درجو كې يې اوچتوو او د هر علم والا له پاسه لوى عالم دى
12-77 هغوى وویل: كه دا غلا كوي، نو (د حرانتيا خبره نه ده) یقینًا له ده نه مخكې د ده ورور (يوسف) هم غلا كړې ده، نو یوسف دا په خپل نفس كې پټه وساتله او دايې دوى ته ښكاره نه كړه، ويې ويل: ستاسو حال ډېر بد دى، او الله ښه عالم دى پر هغې خبره چې تاسو يې بیانوئ
12-78 دوى وویل: اى عزیزه! بېشكه د ده ډېر زوړ عمرخوړلى پلار دى، نو ته د ده پر ځاى په مونږ كې یو تن ونیسه، بېشكه مونږ تا له احسان كوونكو ځنې وینو
12-79 هغه وویل: د الله پناه غواړو (له دې خبرې نه) چې مونږ له هغه كس نه غير څوك ونيسو چې مونږ له هغه سره خپل سامان موندلى دى، بېشكه مونږ به په دغه وخت كې خامخا ظالمان یو
12-80 نو كله چې دوى له هغه (يوسف) نه نا امېده شول (، نو یوې خوا ته) بېل شول، په دې حال كې چې مشوره كوونكي وو، د دوى مشر وویل: ایا تاسو پر دې پوه نه یئ چې یقینًا ستاسو پلار له تاسو نه د الله پخه وعده اخيستې ده او له دې نه مخكې چې تاسو د یوسف په باره كې څه تقصیر كړى دى، نو زه خو به هیڅكله هم له دې ځمكې ونه خوځم تر هغه پورې چې ما ته زما پلار اجازت راكړي، یا الله زما لپاره فیصله وكړي او هغه تر ټولو غوره فیصله كوونكى دى
12-81 تاسو خپل پلار ته بېرته لاړ شئ، نو (ورته) ووایئ، اى زمونږ پلاره! بېشكه ستا زوى غلا كړې ده (ځكه نو هغه ونيول شو) او مونږ يواځې هغه څه بيانوو چې مونږ ته يې علم شوى دى او مونږ د غيبو ساتونكي (نګهبانان) خو نه وو
12-82 او ته له هغه كلي (والو) نه تپوس وكړه، چې مونږ په كې وو او له هغې قافلې نه (هم) چې مونږ په هغې كې راغلو او بېشكه مونږ لازمًا رښتیا ویونكي یو
12-83 هغه وویل: بلكې تاسو لپاره ستاسو نفسونو یو كار ښايسته كړى دى، نو (زما كار) صبر جمیل دى، امېد دى چې الله به ما ته هغوى ټول راولي، بېشكه هغه، هم هغه ښه پوه، ښه حكمت والا دى
12-84 او له هغوى نه يې مخ وګرځاوه او ويې ويل: اى زما غمه په (جدايۍ د) یوسف باندې! او د هغه دواړه سترګې له غمه تكې سپینې شوې، نو هغه (له غمه) ډك و
12-85 هغوى وویل: پر الله قسم دى چې ته به همېشه یوسف یادوې، تر هغه پورې چې ته په وېلې كېدو سره مرګ ته قریب شې یا ته له هلاكېدونكو نه شې
12-86 هغه وویل: بېشكه همدا خبره ده چې زه د خپلې پرېشانۍ او غم فرياد الله ته كوم، او زه د الله له جانبه پر هغه څه پوهېږم چې تاسو پرې نه پوهېږئ
12-87 اى زما زامنو! تاسو لاړ شئ، نو د یوسف او د هغه د ورور لټون وكړئ او د الله له رحمت نه مه نا امېده كېږئ، بېشكه حقيقت دا دى چې د الله له رحمت نه كافر خو يواځې نا امېده كېږي
12-88 نو كله چې دوى پر هغه ورننوتل، دوى وویل: اى عزیزه! مونږ ته او زمونږ كورنۍ ته سختي رسېدلې ده او مونږ ناقصه (كمه) پنګه راوړې ده، نو ته مونږ ته پوره پېمانه راكړه او پر مونږ صدقه وكړه، بېشكه الله خیرات كوونكو ته بدله وركوي
12-89 ويې ويل: ایا تاسو پر هغه فعل عالمان یئ چې تاسو له یوسف او د هغه له ورور سره كړى و، كله چې تاسو ناپوهان وئ؟
12-90 ويې وویل: ایا یقینًا (او) واقعًا همدا ته یوسف يې؟ هغه وویل: هم زه یوسف یم او دغه مې سكه ورور دى، یقینًا الله پر مونږ احسان وكړ، بېشكه حقيقت دا دى چې څوك تقوىٰ اختیار كړي او صبر وكړي، نو بېشكه الله د نېكي كوونكو اجر نه ضايع كوي
12-91 هغوى وویل: قسم پر الله چې یقینًا په رښتیا سره الله ته پر مونږ باندې غوره كړى يې او بېشكه مونږ خامخا خطا كار وو
12-92 هغه وویل: نن ورځ پر تاسو باندې هېڅ ملامتي نشته، الله دې تاسو وبخښي او هغه تر ټولو زیات رحم كوونكى دى
12-93 تاسو زما دا كمیس یوسئ، نو دا زما د پلار پر مخ واچوئ، هغه به بېرته بینا شي او تاسو، سره له خپل اهله ټول ما ته راشئ
12-94 او كله چې قافله (د مصر له حدودو) ووتله، د هغوى پلار وویل: بېشكه زه چې یم يقينًا د یوسف خوشبويي محسوسوم كه چېرې تاسو ما ته د بوډاوالي د كم عقلۍ نسبت ونه كړئ (نو زما تصدیق به وكړئ)
12-95 (ده ته حاضرینو) وویل: بېشكه ته چې يې، خامخا په خپلې پخوانۍ خطا كې پروت يې
12-96 نو هغه وخت چې زېرى كوونكى څنګه راغى، نو د ده پر مخ يې هغه (كمیس) واچوه، نو دى بینا وګرځېده، هغه (یعقوب) وویل: ایا ما تاسو ته نه وو ویلي؟ بېشكه زه ( د الله په ښودنې سره) پر هغه څه پوهېږم چې تاسو پرې نه پوهېږئ
12-97 هغوى وویل: اى زمونږ پلاره! زمونږ لپاره (له الله نه) زمونږ د ګناهونو بخښنه وغواړه، بېشكه مونږ خطا كار وو
12-98 هغه وویل: عنقریب به زه تاسو لپاره له خپل رب نه بخښنه وغواړم، بېشكه هغه، هم هغه، ښه بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى
12-99 نو كله چې دوى پر یوسف ورننوتل، نو خپل مور و پلار يې خپل ځان ته رانژدې كړل او ويې ويل: تاسو مصر ته داخل شئ، په داسې حال كې چې په امن كې به يئ كه الله وغواړي
12-100 او خپل مور و پلار يې (له ځان سره) په تخت باندې پورته كړل، او دوى (ټول) ده ته پرېوتل سجده كوونكي او ده وویل: اى زما پلار جانه! دا زما د هغه خوب تعبیر دى چې مخكې مالېدلى و، یقینًا هغه زما رب رښتیا وګرځاوه، او یقینًا هغه پر ما احسان وكړ كله چې يې زه له جېل نه راووېستم او تاسو يې له میرې (صحرا) نه راوستئ، وروسته له دې چې شیطان زما او زما د وروڼو په مینځ كې جګړه غورځولې وه، بېشكه زما رب باریك تدبیر والا دى، د هغه (شي) لپاره چې اراده يې وكړي، بېشكه هغه، هم هغه، ښه عالم، ښه حكمت والا دى
12-101 اى زما ربه! یقینًا تا ما ته (د) څه (علاقې) بادشاهي راكړې ده، او تا ما ته د خوبونو د تعبیر علم راكړى دى، اى د اسمانونو او ځمكې پېدا كوونكیه! په دنیا او اخرت كې هم ته زما كارساز يې، ته ما ته وفات راكړه، په داسې حال كې چې مسلمان یم او ته ما له نېكانو صالحانو سره یو ځاى كړه
12-102 دا د غیب له خبرونو ځنې دي چې هغه مونږ تا ته وحي كوو او ته له هغوى سره نه وې كله چې هغوى د خپل كار پخه اراده وكړه، په داسې حال كې چې دوى مكر (او فرېب) كاوه
12-103 او زیاتره خلق، اګر كه ته (د دوى پر ایمان راوړلو) حرص وكړې (بیا هم) هېڅكله ایمان راوړونكي نه دي
12-104 او ته له دوى نه په دې (تبلیغ د قرآن) باندې هېڅ اجر نه غواړې، نه دى دا مګر د ټولو خلقو لپاره (د الله له جانبه) نصیحت
12-105 او څومره ډېر دلیلونه دي په اسمانونو او ځمكه كې، چې دوى پرې تېرېږي، په داسې حال كې چې دوى له هغو نه مخ اړوونكي وي
12-106 او د دوى زیاتره پر الله ایمان نه لري، مګر په داسې حال كې چې دوى شرك كوونكي وي
12-107 ایا نو دوى په امن كې شوي دي له دې نه چې په دوى باندې د الله له عذاب نه پټوونكې (راګېروونكې) برخه راشي، یا په دوى باندې ناڅاپه قیامت راشي، په داسې حال كې چې دوى به نه پوهېږي
12-108 ته ووایه: دا زما لاره ده، د الله په طرف بلنه كوم، په ښه بیان او بصیرت سره، زه او هغه څوك چې زما پیروي كوي، او الله پاك دى، او زه له شرك كوونكو ځنې نه یم
12-109 او مونږ له تا نه مخكې (د رسولانو په طور) نه دي لېږلي مګر سړي چې مونږ به هغوى ته وحي كوله، چې د كلیو (ښارونو) اوسېدونكي وو، ایا نو دوى په ځمكه كې نه دي ګرځېدلي، پس چې لیدلي يې وى چې د هغو (مجرمو) كسانو انجام څنګه و چې له دوى نه مخكې وو، او یقینًا د اخرت كور د هغو كسانو لپاره ډېر غوره دى چې (له شرك او كفر نه) ځان ساتي، ایا نو تاسو له عقل نه كار نه اخلئ؟
12-110 تر هغه پورې چې رسولان به (د خلكو له ايمان راوړو نه) نا امېده شول او هغو (كافرو خلقو) به دا یقین وكړ چې بېشكه دغو (رسولان) چې دي، یقینًا دوى ته دروغ ویل شوي دي (، نو) دوى (رسولانو) ته به زمونږ مدد راغى، بیا به هغه چا ته نجات وركړى شو چې مونږ به غوښتل او زمونږ عذاب له مجرمو (كافرو) خلقو نه نشي دفع كېدلى
12-111 یقینًا یقینًا د دوى (د قصې) په بیان كې د خالصو عقلونو والاوو لپاره ښه عبرت دى، دغه (قرآن) داسې خبره بېخي نه ده چې له ځانه په دروغو جوړه كړى شوې وي او لېكن (دغه قرآن) د هغو (كتابونو) تصدیق دى چې له ده نه مخكې وو او د هر شي تفصیل (بیان) دى او هدایت او رحمت دى د هغه قوم لپاره چې (پر الله او د هغه پر رسول) ایمان لري
Icon