ترجمة معاني سورة النبأ
 باللغة البشتوية من كتاب الترجمة البشتوية
            .
            
                                    من تأليف: 
                                            زكريا عبدالسلام
                                                            .
                                                
            
                                                                                                            ﰡ
                                                                                        
                    
                                                                                    78-1 دوى د څه شي په باره كې یو له بل پوښتنه كوي؟
                                                                         
                                                                                                                                        
                    
                                                                                    78-2 د ډېر لوى خبر په باره كې
                                                                         
                                                                                                                                        
                    
                                                                                    78-3 هغه چې دوى په هغه كې سره اختلاف كوونكي دي
                                                                         
                                                                                                                                        
                    
                                                                                    78-4 نه دې كوي (دغه اختلاف او پوښتنې)، ژر به دوى پوه شي
                                                                         
                                                                                                                                        
                    
                                                                                    78-5 بیا هیڅكله دې نه كوي، ژر به دوى پوه شي
                                                                         
                                                                                                                                        
                    
                                                                                    78-6 ایا مونږ ځمكه فرش نه ده ګرځولې؟
                                                                         
                                                                                                                                        
                    
                                                                                    78-7 او غرونه (مو) میخونه
                                                                         
                                                                                                                                        
                    
                                                                                    78-8 او مونږ تاسو پیدا كړي یئ جوړې (نر او ښځه)
                                                                         
                                                                                                                                        
                    
                                                                                    78-9 او مونږ ستاسو خوب (تاسو لپاره) راحت ګرځولى دى
                                                                         
                                                                                                                                        
                    
                                                                                    78-10 او شپه مو لباس ګرځولې ده
                                                                         
                                                                                                                                        
                    
                                                                                    78-11 او ورځ مو د روزۍ لټولو وخت ګرځولى دى
                                                                         
                                                                                                                                        
                    
                                                                                    78-12 او ستاسو له پاسه مو اوه ډېر مضبوط اسمانونه جوړ كړي دي
                                                                         
                                                                                                                                        
                    
                                                                                    78-13 او مونږ روښانه ځلېدونكې ډېوه پیدا كړې ده
                                                                         
                                                                                                                                        
                    
                                                                                    78-14 او مونږ له ډكو ورېځو نه ډېرې تويېدونكې اوبه نازلې كړې دي
                                                                         
                                                                                                                                        
                    
                                                                                    78-15 د دې لپاره چې مونږ په دغو (اوبو) سره دانې او زرغونه راوباسو
                                                                         
                                                                                                                                        
                    
                                                                                    78-16 او باغونه یو له بل سره نژدې
                                                                         
                                                                                                                                        
                    
                                                                                    78-17 بېشكه د فیصلې ورځ مقرر وخت دى
                                                                         
                                                                                                                                        
                    
                                                                                    78-18 هغه ورځ چې پوكى به ووهل شي په شپېلۍ كې، نو تاسو به ډلې ډلې راځئ
                                                                         
                                                                                                                                        
                    
                                                                                    78-19 او اسمان به پرانستل شي، نو دى به دروازې دروازې وي 
                                                                         
                                                                                                                                        
                    
                                                                                    78-20 او غرونه به روان كړى شي، نو دوى به سراب شي
                                                                         
                                                                                                                                        
                    
                                                                                    78-21 بېشكه دوزخ به د انتظار ځاى (كمین ځاى) شي
                                                                         
                                                                                                                                        
                    
                                                                                    78-22 د سركشو لپاره د ورتللو ځاى
                                                                         
                                                                                                                                        
                    
                                                                                    78-23 چې دوى به په هغه كې زمانې زمانې (همېشه) پاتې كېږي
                                                                         
                                                                                                                                        
                    
                                                                                    78-24 دوى به په هغه كې نه څه یخوالى څَكي او نه څه اوبه
                                                                         
                                                                                                                                        
                    
                                                                                    78-25 غیر د اېشېدلو تودو اوبو او بهېدونكو وینو زوو نه
                                                                         
                                                                                                                                        
                    
                                                                                    78-26 بدله به وركولى شي د عملونو سره برابره موافقه
                                                                         
                                                                                                                                        
                    
                                                                                    78-27 بېشكه دوى به د حساب امېد نه كاوه
                                                                         
                                                                                                                                        
                    
                                                                                    78-28 او زمونږ ایتونه به يې دروغ ګڼل، سخت دروغ ګڼل
                                                                         
                                                                                                                                        
                    
                                                                                    78-29 او هر شى، مونږ هغه په كتاب (لوح محفوظ) كې شمېرلى (او محفوظ كړى) دى
                                                                         
                                                                                                                                        
                    
                                                                                    78-30 نو تاسو (خپله سزا) وڅَكئ، پس مونږ به تاسو ته له سره زیات نه كړو مګر عذاب
                                                                         
                                                                                                                                        
                    
                                                                                    78-31 بېشكه خاص د متقیانو لپاره كامیابي ده
                                                                         
                                                                                                                                        
                    
                                                                                    78-32 (چې) باغونه او انګور دي
                                                                         
                                                                                                                                        
                    
                                                                                    78-33 او انارسینه همځولې پېغلې دي
                                                                         
                                                                                                                                        
                    
                                                                                    78-34 او ترڅنډو پورې ډكې د شرابو پیالې دي
                                                                         
                                                                                                                                        
                    
                                                                                    78-35 دوى په دغه (جنت) كې نه لغوه (بېكاره) خبره اوري او نه دروغ
                                                                         
                                                                                                                                        
                    
                                                                                    78-36 د رب له جانبه به بدله وركولى شي (د عملونو) په حساب سره ډېره وركړه
                                                                         
                                                                                                                                        
                    
                                                                                    78-37 چې د اسمانونو او ځمكې رب دى او د هغه څه چې د دغو دواړو په مینځ كې دي، چې ډېر زیات مهربان دى، دوى له هغه سره د خبرو كولو اختیار (او قدرت) نه لري
                                                                         
                                                                                                                                        
                    
                                                                                    78-38 په هغې ورځ كې چې روح او ملايك به صفونه صفونه ودرېږي، دوى به خبرې نشي كولى مګرهغه څوك چې هغه ته رحمٰن اجازت وركړي او ده (په دنیا كې) حقه خبره (لا إله الا الله) ویلې وي
                                                                         
                                                                                                                                        
                    
                                                                                    78-39 دغه حق ورځ ده، نو هغه څوك چې د خپل رب په طرف د ورتلو ځاى نیسي (نو ودې نیسي)
                                                                         
                                                                                                                                        
                    
                                                                                    78-40 بېشكه مونږ تاسو له نژدې (راتلونكي) عذاب څخه ووېرولئ، په هغه ورځ كې چې هر سړى به هغه څه ته ګوري چې د ده لاسونو مخكې لېږلي دي او كافر به وايي: اى كاشكې چې زه خاورې وى