ترجمة سورة الذاريات

الترجمة البشتوية
ترجمة معاني سورة الذاريات باللغة البشتوية من كتاب الترجمة البشتوية .
من تأليف: زكريا عبدالسلام .

51-1 قسم دى په الوځوونكو بادونو، الوځول
51-2 بیا د (اوبو د) بار په اوچتوونكو ورېځو (قسم دى)
51-3 بیا په اسانۍ سره تلونكو كشتیو (قسم دى)
51-4 بیا د كار په تقسیموونكو ملايكو(قسم دى)
51-5 چې بېشكه هغه څه چې له تاسو سره يې وعده كولى شي یقینًا رښتینې (وعده) ده
51-6 او بېشكه (د عمل) بدله خامخا واقع كېدونكې ده
51-7 قسم دى په اسمان چې د لارو والا دى
51-8 چې بېشكه تاسو یقینًا په ګده وډه (مختلفه) خبره كې يئ
51-9 ګرځولى شي له دغه (قرآن، نبي) نه هغه څوك چې (د الله په علم كې مخكې) ګرځول شوى دى
51-10 اټكل كوونكي دې هلاك كړى شي
51-11 هغه كسان چې دوى په ډېر غفلت كې دي، هېروونكي دي
51-12 دوى پوښتنه كوي چې د بدلې ورځ به كله وي؟
51-13 په هغې ورځ كې چې دوى به په اور سره په عذاب كولى شي
51-14 (وبه ویل شي!) تاسو خپل عذاب وڅَكئ، دا هغه (عذاب) دى چې تاسو به دا جلت غوښته
51-15 بېشكه متقیان (پرهېزګاران) به په جنتونو او چینو كې وي
51-16 په داسې حال كې چې هغه څه لره به نیوونكي وي چې دوى ته يې د دوى رب وركوي، بېشكه دوى له دې نه مخكې نېكي كوونكي وو
51-17 دوى به د شپې په لږه برخه كې ویده كېدل
51-18 او په چرګ بانګونو كې به دوى استغفار كاوه
51-19 او د دوى په مالونو كې به د سوالګري او د محروم (مسكین) حق و
51-20 او په ځمكه كې د یقین كوونكو لپاره ډېرې نښې دي
51-21 او ستاسو په ځانونو كې هم، ایا نو تاسو نه وینئ
51-22 او په اسمان كې ستاسو روزي ده او هغه څه چې تاسو سره يې وعده كولى شي
51-23 نو د اسمان او ځمكې په رب مې قسم دى چې بېشكه دا (خبره) یقینًا حق ده، چې د هغې په شان ده چې تاسو خبرې كوئ
51-24 ایا تا ته د ابراهیم د عزتمنو مېلمنو خبر رارسېدلى دى
51-25 كله چې دوى په ده ورننوتل، نو ويې ويل:(مونږ په تا سلام اچوو) سلام اچول، ده وویل: (په تاسو دې) سلام (وي او په زړه كې يې تېر شول چې دا) نا اشنا خلق دي
51-26 نو په تېزۍ سره خپلې ښځې ته لاړ، پس یو (وریت كړى) چاغ سخى يې راوړ
51-27 نو دغه يې دوى ته ورنژدې كړ، ويې ويل: تاسو ولې نه خورئ!
51-28 نو له دوى نه يې په زړه كې وېره وموندله، دوى وویل: ته مه وېرېږه او دوى ته يې د ډېر پوه هلك زېرى وركړ
51-29 نو د ده ښځې په چغې كولو سره مخ ورواړوه، پس خپل مخ يې وواهه او ويې ويل:(زه) زړه شنډه بوډۍ (یم)
51-30 دوى وویل: همداسې ستا رب ویلي دي، بېشكه هم هغه ښه حكمت والا، ښه پوه دى
51-31 ده وویل: نو ستاسو څه كار (او مقصد) دى اى رالېږل شویو (ملايكو)؟
51-32 دوى وویل: بېشكه مونږ د یو مجرم قوم په طرف رالېږل شوي یو
51-33 د دې لپاره چې مونږ په دوى باندې د خټو كاڼي راوورو
51-34 چې ستا د رب په نیز له حده وتونكو لپاره نشان داره كړى شوي دي
51-35 نو مونږ هغه څوك راووېستل چې په دغه (كلي) كې له مومنانو ځنې وو
51-36 پس مونږ په دغه (كلي) كې د مسلمانانو له یو كور نه غیر ونه مونده
51-37 او مونږ په دغه (كلي) كې د هغو كسانو لپاره یوه لویه نښه پرېښوده چې د ډېر دردوونكي عذاب نه وېرېږي
51-38 او په (قصه د) موسٰى كې، كله چې مونږ هغه فرعون ته په ښكاره دلیل سره ولېږه
51-39 نو هغه (فرعون) د خپل قوت (اولښكر) سره مخ واړوه او ويې ويل:(دا موسٰى) كوډګر (جادوګر) دى، یا لېونى دى
51-40 نو مونږ هغه او د هغه لښكرې راونیولې، نو مونږه دوى ټول په دریاب كې وغورځول، په داسې حال كې چې هغه د ملامتۍ كار كوونكى و
51-41 او په عادیانو كې، كله چې مونږ په دوى باندې (له خير نه) شنډ باد راخوشې كړ
51-42 ده به هېڅ داسې شى نه پرېښوده چې دا به پرې راغلى و مګر خو هغه به يې وچ زوړ رژېدلي واښه (يا هډوكي) وګرځاوه
51-43 او په ثمودیانو كې، كله چې دوى ته وويل شو چې تاسو تر یو وخته پورې نفع واخلئ
51-44 نو دوى د خپل رب له حكم نه سركشي وكړه، نو دوى (د) تندر (عذاب) ونیول، په دې حال كې چې دوى كتل
51-45 بیا نه دوى د ودرېدلو طاقت لاره او نه دوى بدل اخيستونكي وو
51-46 او له دوى نه مخكې د نوح قوم لره (مونږ هلاك كړى و) بېشكه هغوى یو فاسق قوم و
51-47 او اسمان مونږ هغه په قوت سره جوړ كړى دى او بېشكه مونږ خامخا پراخوونكي/ پراخه قدرت لرونكي یو
51-48 او ځمكه، مونږ هغه غوړولې ده، نو (مونږ) ښه غوړوونكي یو
51-49 او له هر څیز څخه مونږ دوه قسمه جوړې (نر او ښځه) پیدا كړي دي، د دې لپاره چې تاسو پند واخلئ
51-50 نو تاسو الله ته وتښتئ، بېشكه زه تاسو لپاره د هغه له جانبه ښكاره وېروونكى یم
51-51 او تاسو له الله سره بل معبود مه شریكوئ، بېشكه زه تاسو لپاره د هغه له جانبه ښكاره وېروونكى یم
51-52 همداسې، هغو كسانو ته چې له دوى نه مخكې وو، هېڅ یو رسول نه و راغلى مګر دوى به ویل: (دا) جادوګر دى، یا لېونى دى
51-53 ایا دوى په دې (خبرې) سره یو بل ته وصیت كړى دى، بلكې دوى سركشه قوم دى
51-54 نو ته له دوى نه مخ واړوه، پس ته هېڅ ملامت كړى شوى نه يې
51-55 او ته نصیحت كوه، پس بېشكه نصیحت كول مومنانو ته نفع رسوي
51-56 او ما پېریان او انسانان نه دي پیدا كړي مګر د دې لپاره چې دوى زما عبادت وكړي
51-57 زه له دوى نه هېڅ رزق نه غواړم او نه دا غواړم چې دوى ما ته خوراك راكړي
51-58 بېشكه هم دغه الله ښه روزي وركوونكى، قوت والا، (او) ډېر مضبوط دى
51-59 د هغو كسانو لپاره چې ظلم يې كړى دى، یقینًا د دوى د ملګرو (د عذاب) د حصې په شان حصه ده، نو دوى دې په ما تلوار نه كوي
51-60 پس د كافران شویو خلقو لپاره هلاكت دى، د دوى له هغې ورځې نه چې دوى سره يې وعده كولى شي
Icon