ترجمة سورة الواقعة

الترجمة البشتوية
ترجمة معاني سورة الواقعة باللغة البشتوية من كتاب الترجمة البشتوية .
من تأليف: زكريا عبدالسلام .

56-1 كله چې واقع كېدونكى (قیامت) واقع شي
56-2 د ده پېښېدو لره هېڅ دروغجنوونكى نشته
56-3 (دا) ښكته كوونكى، (او) اوچتوونكى دى
56-4 كله چې ځمكه وخوځولى شي، خوځول
56-5 او غرونه ورژول شي، رژول
56-6 نو دغه (غرونه) به یوه خوره شوې دوړه شي
56-7 اوتاسو به درې قسمونه شئ
56-8 نو د ښي لاس والا (خلق)، څه (ښه) دي د ښې لاس والا خلق!
56-9 او د چپ لاس والا خلق، څه (بد) دي د چپ لاس والا خلق؟
56-10 او ړومبى كېدونكي (همدوى) ړومبى كېدونكي دي
56-11 هم دوى نژدې كړى شوي دي (الله ته)
56-12 د نعمتونو په جنتونو كې به وي
56-13 لویه ډله به د ړومبنو خلقو ځنې وي
56-14 او لږ به د وروستنو خلقو ځنې وي
56-15 په (زرو او ملغلرو سره) بُڼل شویو تختونو باندې به (ناست) وي
56-16 چې په دغو باندې به یو بل ته مخامخ تكیه وهونكي وي
56-17 په دوى باندې به (د خدمت لپاره) تل پاتې (همېشني) هلكان ګرځي
56-18 د ګلاسونو او كوزو سره او د جاري (بهېدونكو) شرابو پیالو سره
56-19 چې له دغو (شرابو) نه به نه د دوى سر خوږېږي او نه به بې خوده (نشه) كېږي
56-20 او له هغه قسمه مېوو سره چې دوى يې خوښوي
56-21 او د مرغانو له هغه قسمه غوښو سره چې د دوى زړونه يې غواړي
56-22 او (د دوى لپاره) پیمخې غټ سترګې حورې دي
56-23 د پټو ساتل شویو ملغلرو په شان
56-24 د هغو عملونو د بدلې وركولو لپاره چې دوى به كول
56-25 دوى به په دغه (جنت) كې نه عبث خبرې اوري او نه د ګناه (خبرې)
56-26 لېكن سلام، سلام ویل (به اوري)
56-27 او د ښي اړخ والا، څه دي د ښي اړخ والا
56-28 په بې اغزیو بېرو كې به وي
56-29 او له بېخه تر سره ډكو كړى شویو (د) كیلو (په ونو) كې به وی
56-30 او په اوږد كړى شویو همېشني سيورو كې به وي
56-31 او په راتوى كړى شویو اوبو كې به وي
56-32 اوپه ډېرو زیاتو مېوو كې به وي
56-33 چې نه به قطع كولى شي او نه به منع كولى شي
56-34 او په اوچت كړى شویو فرشونو كې به وي
56-35 بېشكه مونږ دغه (ښځې/حورې) پیدا كړې دي، خاص پیدا كول
56-36 نو مونږ دغه (حورې) پېغلې ګرځولې دي
56-37 په خپلو خاوندانو مینانې (او) همزولې
56-38 د ښي اړخ والاو لپاره
56-39 (د ښي اړخ والا به) لویه ډله وي له ړومبنو خلقو نه
56-40 او بله لویه ډله به له وروستنیو خلقو نه وي
56-41 او د چپ اړخ (ګس) والا، څه دي د چپ اړخ والا
56-42 (دوى به) په ګرم باد او ډېرو تودو اوبو كې وي
56-43 او د تك تور لوګي په سيوري كې به وي
56-44 چې نه به یخ وي او نه به د عزت وي
56-45 بېشكه دوى له دې نه مخكې (په دنیا كې) په نعمتونو كې پالل شوي وو
56-46 او دوى په ډېره لویه ګناه (كفر) باندې دوام (او اصرار) كاوه
56-47 او دوى به ویل: ایا كله چې مونږ مړه شو او خاورې او هډوكي شو، ایا په رښتیا او یقینًا به مونږ بیا راژوندي كولى شو
56-48 او ایا زمونږ ړومبني پلرونه هم!
56-49 ته (دوى ته) ووایه چې بېشكه ړومبني او وروستني خلق
56-50 دوى به خامخا د معلومې ورځې مقرر وخت ته راجمع كولى شي
56-51 بیا به یقینًا تاسو اى ګمراهانو، تكذیب كوونكو!
56-52 خامخا خوړونكي به یئ د زقوم له ونې نه
56-53 نو له هغې نه به خېټې ډكوونكي یئ
56-54 بیا به تاسو د دغه (خوړل شوي زقوم) له پاسه تودې اوبه څښونكي یئ
56-55 نو د ډېرو تږو اوښانو د څښلو په شان به څښونكي یئ
56-56 دا د بدلې په ورځ د دوى مېلمستیا ده
56-57 مونږ تاسو پیدا كړي یئ، نو ولې تاسو تصدیق نه كوئ!
56-58 نو تاسو ما ته خبر راكړئ! هغه نطفه چې تاسو يې تویوئ
56-59 ایا تاسو (له) دغې (نطفې نه بشر) پیدا كوئ، یا هم دا مونږ يې پیدا كوونكي یو
56-60 بېشكه مونږ ستاسو په مینځ كې مرګ مقدر كړى دى او مونږ عاجز كړى شوي نه یو
56-61 له دې نه چې مونږ ستاسو په شان (نور خلق ستاسو) په بدل كې پیدا كړو او تاسو په هغو (صورتونو) سره پیدا كړو چې تاسو پرې علم نه لرئ
56-62 او یقینًا یقینًا تاسو په ړومبني پیدا كولو عالمان شوي یئ، نو ولې تاسو پند نه اخلئ!
56-63 نو تاسو ما ته خبر راكړئ! هغه تخم چې تاسو يې كرئ
56-64 ایا تاسو دغه (كرل شوى) زرغونوئ، یا هم دا مونږ يې زرغونوونكي یو
56-65 كه مونږ وغواړو (نو) خامخا دغه به وچ او ذره ذره كړو، بیا به تاسو حیران شئ
56-66 (او وايئ به) بېشكه مونږ خامخا په تاوان كې غورځول شوي یو
56-67 بلكې مونږ محروم كړى شوي یو
56-68 نو تاسو ما ته خبر راكړئ! هغه اوبه چې تاسو يې څښئ
56-69 ایا تاسو دغه له سپینو ورېځو نه نازلې كړې دي، یا هم دا مونږ يې نازلوونكي یو؟
56-70 كه مونږ وغواړو، دغه به تروې ترخې وګرځوو، نو تاسو ولې شكر نه وباسئ!
56-71 نو تاسو ما ته خبر راكړئ! هغه اور چې تاسو يې بلوئ
56-72 ایا تاسو د ده ونه پیدا كړې ده، یا هم دا مونږ يې پیدا كوونكي یو؟
56-73 مونږه دغه (اور) تذكره (نصیحت) او د مسافرو لپاره نفعمن ګرځولى دى
56-74 نو ته د خپل عظیم رب د نوم پاكي بیانوه
56-75 نو زه د ستوریو د پرېوتو په ځایونو باندې قسم خورم
56-76 او بېشكه دا یقینًا ډېر لوى قسم دى كه تاسو پوهېږئ
56-77 بېشكه دا خامخا ډېر عزتمن قرآن دى
56-78 په پټ ساتل شوي كتاب كې دى
56-79 چې ده لره نه مسه كوي مګر ښه پاك كړى شوي خلق (ملايك)
56-80 د رب العلمین له جانبه نازل كړى شوى دى
56-81 ایا نو تاسو د دې حدیث (قرآن) سپكاوى كوونكي یئ
56-82 او تاسو خپله برخه دا ګرځوئ چې لازمًا تاسو يې تكذیب كوئ (دروغ يې ګڼئ)
56-83 نو ولې يې نه (راګرځوئ) كله چې ساه ستوني ته ورسېږي
56-84 او په دغه وخت كې تاسو ګورئ
56-85 او مونږ ده ته له تاسو نه ډېر نژدې یو او لېكن تاسو نه وینئ
56-86 نو ولې يې نه (راګرځوئ) كه تاسو محكومان نه یئ
56-87 (نو ولې) دغه ساه (نه) راګرځوئ كه تاسو رښتیني یئ
56-88 نو كه چېرې (دغه مړى) له مقربینو څخه وي
56-89 نو (د ده لپاره) راحت او ښه رزق او له نعمتونو ډك جنت دى
56-90 او كه د ښي اړخ والاو ځنې وي
56-91 نو (ورته ویلى به شي:) تا ته سلام دى (اى) له ښي اړخ والاو ځنې!
56-92 او كه چېرې (دا مړى) د تكذیب كوونكو ګمراهانو ځنې وي
56-93 نو (د ده لپاره) د ډېرو اېشېدلو اوبو مېلمستیا ده
56-94 او دوزخ ته ننه اېستل دي
56-95 بېشكه دا خبره یقینًا هم دا حقه یقیني ده
56-96 پس ته د خپل عظیم رب د نوم پاكي بیانوه
Icon